مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ کال د سلواغې ۲۹
ارګ، کابلپه پاکستان کې وروستي تروریستي برید ثابته کړه چې تروریزم سرحد او جغرافیه نه پېژني، د ښځې او نارینه، عالم او غیر عالم تر منځ تفاوت ته قایل نه دی او دا پدیده د ټول بشریت دښمنه ده. په همدې دلیل د افغانستان دولت د هغې پر ضد په جدي مبارزه ټینګار کوي.
افغانستان او پاکستان ګډ دیني او مذهبي ارزښتونه لري او د پاکستان سند ایالت کې لال شهباز قلندر زیارت چې تروریستانو ورباندې برید کړی دواړو هېوادونو پورې تعلق لري او د افغانستان او پاکستان د خلکو تر منځ د تصوف د لړۍ د مشترکو عرفاو نښه ګڼل کېږي. په دغه زیارت برید د دواړو هېوادونو تر منځ د تفرقې د ایجاد او د دیني او مذهبي ځایونو د زیانمنولو د یوې ستراتیژۍ تداوم دی چې د دغو بریدونو لړۍ د کابل کارته سخي زیات او د افغانستان په ځینو جوماتونو او تکایاو له برید څخه پیل شوه. دیني او مذهبي ځایونو ته د زیان اړولو او د ترس د ایجاد ستراتیژي په ښکاره توګه د داعش ډلې په اعلامیه کې چې  ابوبکر بغدادي تېر کال (۲۰۱۶ نوامبر) صادر کړې وه، په هغه کې پر افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او ټولو اسلامي هېوادونو کې د تروریستي عملیاتو په پراخولو ټینګار شوی وو.
زموږ سیمې ته له سوریې څخه د جنګ د تعقیب په موخه دا موضوع تدقیق شوه چې  په دې هکله سیمه ییزې همکارۍ ته له بل هر وخت زیاته اړتیا ده او د سیمې هېوادونه دې له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښه او بد تروریزم تر منځ له تفکیک پرته تل په عملي او نظري توګه تروریزم غندلی او د هغه پر ضد یې هر اړخیزه مبارزه کړې ده. د افغانستان دولت هیڅ فرد او ډلې ته په خپله خاوره کې د تروریستي فعالیتونو اجازه نه ده ورکړې او د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ هېواد په ضد استفاده نه ده شوې او له تروریزم  څخه د وسیلې په توګه ګټه نه ده اخیستل شوې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د تروریستي ډلو له لوري د سیمه ییزه خطرونو په درک سره څرګنده اړتیا بولي چې ټول هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان د تروریزم د پوره محوې د طرحې په اړه موافقې ته ورسېږي او د افغانستان دولت په دې باور دی چې د څلور اړخیزه ناستې میکانیزم له تروریزم سره د مبارزې لپاره جامع سند برابر کړی وو، اوس له بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې پاکستان د دې سند مواد عملي کړي.
د افغانستان دولت هیله لري چې پاکستان له تفکیک پرته په تروریستي ډلو چې د هر چا په ضد او هر چېرې فعالیت کوي عاجل او عملي اقدامات وکړي، لکه څنګه چې د افغانستان دولت د ټولو تروریستانو په ضد له دې تشخیص او تفکیک پرته چې د کوم هېواد  او خلکو په ضد فعالیت کوي، اقدام کړی دی.
 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو ځل بیا له پاکستان څخه غواړي چې د هغو تروریستي ډلو په ضد چې د هغه هېواد په خاوره کې فعالیت لري او افغانستان تهدیدوي، عاجل اقدامات وکړي او په عملي او موثره توګه مبارزه وکړي.