مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ د کب ۱۱

ارګ، کابل: د افغانستان د خلکو دښمنانو بیا هم په جنایت لاس پورې کړ او د کابل ښار په شپږمه او دولسمه حوزو کې یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل.

جمهور رئیس غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال وویل، تروریستانو او د هغوی بادارانو یو ځل بیا کوښښ وکړ چې په کابل ښار کې د رعب او وېرې فضا ایجاد کړي. هغوی په کندز کې د تروریستي ډلې د قوماندان ملاسلام له مرګ او همدارنګه د جګړې په جبهو کې له پرلپسې ماتو وروسته د ګڼه ګوڼې سیمو کې د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره خپلو افرادو ته د روحیې ورکولو کوښښ کوي.

جمهور رئیس زیاته کړه: د افغانستان خلکو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملي ورځ د کب په نهمه وښودله چې په یو غږ د هېواد د وسله والو ځواکونو ملاتړ کوي. 

د هېواد جمهور رئیس وویل: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د بل هر وخت په پرتله د تروریزم پر ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د ملي یووالي حکومت د پلانونو د تحقق په لاره کې به ذلیل دښمن د هېواد په هره برخه کې وځپي.

محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او د دې پېښې ټپیانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه.