مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د وحشت او وېرې خورولو په خاطر په کابل ښار کې د ترهګریز برید په ترسره کولو سره  زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستي ګروپونه د وېرې او وحشت د خورولو، چاودنو او ترهګریزو بریدونو له لارې خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی .

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان دښمنان د خپلو بادرانو په لمسون او اشارو  په لویو لارو، ښارونو، جوماتونو او ښوونځیو کې پر عامو خلکو بریدونه کوي، ځکه هغوی د باثباته او پرمختللي افغانستان دښمنان دي.

محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي، ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.#

 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0