د حکیم الله مجاهد د څرګندونې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل دمرغومي ۲۵

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بیان ازادۍ ته د درناوي ترڅنګ کلک تعهد لري او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د بیان له ازادۍ څخه په ګټه اخیستنې زموږ د هېوادوالو، ښځو او ماشومانو قاتلینو، د ټولګټو او مقدسو ځایونو او په لویه کې د هېواد ویجاړونکو ته د سولې د فرښتو خطاب وکړي.

هغه تروریستي ډلې او ګروپونه چې هره ورځ د پردیو په لمسون او اشاره زموږ د هېوادوالو د بدمرغه کولو او د هېواد د ویجاړولو لپاره تروریستي فعالیتونه او ناوړه هڅې کوي، هغوی د سولې پرځای د ځپلو او نابودولو مستحق دي چې زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی پر ضد د هېواد د فاع په سنګرونو کې برحقه مبارزه کوي.

د افغانستان ملي شخصیتونه او رهبران ټولو هېوادوالوته د درناوي وړ دي او د هغوی پر وړاندې هر ډول ګستاخي او بې ادبي د افغانستان د عظیم ملت د خپګان او ناراحتۍ لامل کېږي او د دوی دغه ناوړه اعمال او چلند هیڅ د منلو وړ نه دی.

حکومت په پوره جدیت او دقت دغه موضوع څېړي او د قانون په چوکاټ کې یې پر وړاندې اقدام کوي چې دا اقدامات به ژر او پر وخت د افغانستان له شریفو خلکو سره شریک شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  ټولو هېوادوالو او رسنیو ته سپارښتنه کوي چې د هېواد په دغو تاریخي شیبو کې د دښمن د هغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي چې زموږ د عظیم ملت د ملي یووالي د پاشلو ناوړه هڅې کوي.

 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0