د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره د جمهوررئیس غني د کتنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره د جمهوررئیس غني د کتنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی وو، په ارګ کې وکتل.

افغانستان ته د امریکا د لوی درستیز سفر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتودوامدار تعهد ښیي.

تېر کال وارسا کنفرانس کې ناټو غړو هېوادونو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه په څلور کلنه توافقنامه د رهبري کوونکي ځواک په توګه توافق وکړ. دا توافق افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا باورمندي ورکوي چې د هېواد د امنیت د تامین په برخه کې د موثر او مستقل محاربوي ځواک په توګه وده وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په دې کتنه کې له جنرال جوزف ډنفورډ څخه د افغانستان د امنیت د تامین په خاطر د امریکا متحده ایالاتواو د ناټو غړو هېوادونو د دوامداره تعهداتو او په دې هېواد کې د نوموړي د خدمتونو له امله  مننه وکړه.

جنرال ډنفورډ به دکتنو په جریان کې وضعیت په هر اړخیزه توګه وارزوي او پر اساس به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او همکارۍ په موخه د ځواکونو د زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه برابر کړي.

جمهور رئیس غني او جنرال ډنفورډ د امنیتي مسوولیتونو د انتقال له وخته چې مسوولیت یې جمهور رئیس غني په غاړه درلود او جنرال ډنفورډ هغه وخت د ایساف عمومي قوماندان وو، یو له بل سره پېژني.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0