د کاپیسا د علماو شورا رئیس باندې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، کابل: د افغانستان دښمنان پر علماو، ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او نورو مقدسو او عام المنفعه ځایونو د تروریستي بریدونو له لارې خپلو شومو موخو ته د رسېدو په موخه دا ځل  د کاپیسا ولایت د علماو د شورا رئیس مولوي ګل محمد حنیف یار، شهید کړ.

جمهور رئیس غني پر مولوي ګل محمد حنیف یار د شوي تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، تروریستي ډلې او ګروپونه زموږ د ټولنې پر مصلح او هغه منور قشر  چې  تل خلک اخوت، عدالت، وحدت او سوله ییز ژوند ته دعوت کوي، د بریدونو له لارې خپل ماهیت، جنایتونه او وحشتونه نشي پټولی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، تروریستي ډلې او ګروپونه د دغه وړ وحشتونو او جنایتونو په ترسره کولو سره د هېواد د پرمختګ لپاره زموږ د خلکو پیاوړې ارادې او پر خپل راتلونکي ټینګ باور نشي کمزوری کولی.

محمد اشرف غني د شهید مولوي ګل محمد حنیف یارکورنۍ، د افغانستان علماواو د کاپیسا ولایت ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.   

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0