په هرات ښار کې پر جوادیه جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابلد افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هرات ښار اړوند بکراباد سیمه کې په جوادیه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوی ځانمرګی برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په سختو ټکو غندي.
جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي، ځکه تروریستي بریدونه له اسلامي لارښوونو او د بشري حقونو اصولو سره په ټکر کې دي.
ملي یووالي حکومت د تروریستانو دغه جنایتونه او اسلام ضد اعمال په کلکه غندي او له هېوادوالو او دیني علماو څخه غواړي چې د تروریستانو د وحشتونو پر ضد په ګډه خپل غږ پورته کړي.
افغانستان د ګډ مذهبي ژوند غوره بېلګه دی، ځکه زموږ هېوادوالو او د بېلابېلو مذهبونو پیروانو تل په سوله ییزه او د ورورولۍ فضا کې یو د بل تر څنګ ژوند کړی او تروریستان نشي کولی د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره د دوی په منځ کې مذهبي نفاق رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي،  شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله کوي.
شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0