په افغانستان کې د داعش ډلې مشر د وژنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل:  د افغانستان حکومت په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د مشر عبدالحسیب وژل تائیدوي. داعش ډله چې تل یې د ملکي وګړو په وژنو لاس پورې کړی دی او له تفکیک پرته ملکي او غیرملکي وګړي په په نښه کوي، په دې وروستیو کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سختو بریدونو سره مخ شوي چې  له امله یې د دغې ډلې‎ یو شمېر مهم مشران وژل شوي دي.

 د داعش د ډلې دغه مشر په ننګرهار ولایت کې د روان کال غويي په اومه د زړورو ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال د دغې ډلې له څو نورو مهمو قوماندانانو سره ووژل شو چې حکومت د هغوی د وژلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته دغه خبر خلکو ته رسوي. د داعش دغه وژل شوی مشر هغه څوک و چې د شهید سردار محمد داوود خان پر روغتون یې د بريد امر ورکړی و چې له امله یې زموږ یو شمېر ناروغ او ټپي وطنوال شهیدان او ټپیان شول.

افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د بین‌المللي ځواکونو په ملاتړ هر ورځ تروریستي ډلو ته درانه تلفات ور اړوي او د هېواد د بېلابېلو سیمو خلکو ته امنیت تامینوي. د افغانستان حکومت ډاډمن دی چې دغه جګړه به ګټي ځکه موخه یې د عدالت ټینګښت دی.

 تر دې مهاله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترروریستانو په ضد بریالي عملیات ترسره شوي دي چې له امله ی ېپه زرګونو بيځایه شوي خلک خپلو کورونو او ځمکو ته ستانه شوي او حکومت به دوی ته د عادي ژوند د بیا پیلولو په خاطر د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکړي.

 د افغانستان حکومت به له هېواد څخه د داعش ډلې او نورو تروریستي ډلو د وروستۍ جرړې تر ویستو پورې دغې مبارزې ته دوام ورکوي. د دغه راز عملیاتو څرګند پيغام دا دی چې هیڅ تروریستي ډله په افغانستان کې خوندي ځای نه لري او هر ځای کې چې وي د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا به ځپل کېږي.

د افغانستان حکومت چمتو دی د هغو ډلو هرکلی وکړي چې د سولې د خبرو اترو له لارې د يوه سوله‌يیز افغانستان په رغاونه کې د ونډې اخيستو اراده ولري.  تېره اونۍ د سولې بهیر سره د حزب اسلامي په یو ځای کېدو حکومت وښوده چې سوله، روغه جوړه او پخلاینه ممکنه ده.

حکومت د هغو ډلو په اړه څرګند موقف لري چې جنګ ته ترجیح ورکوي او د سولې غږ ته هرکلی نه وايي، او هغه دا دی چې هغوی به ځپل کېږي او د دوی شوم پلانونه به له خاورو سره خاورې کېږي.‎#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0