د کابل پر الزهرا جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو بشري او دیني ضد جنایتونو په لړ کې پرون شپه الزهرا جومات کې پر لمونځ کوونکو تروریستي برید وکړ چې له امله یې زموږ یو شمېر پرهیزګاره وطنوال شهیدان او ټپیان شول. دغو جنایتکارانو د روژې د مبارکې میاشتې د پيل راهیسې په جنایتونو لاس پورې کړی او په ځلونو یې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

تروریستان هڅه کوي د جوماتونو او سیاسي غونډو د په نښه کولو له لارې قومي او سیاسي کړکیچ ته لمن ووهي. له دغو کړنو څرګندیږي چې تروریزم، قوم، مذهب، ژبه او سمت نه پيژني، بلکې غواړي پر سپیڅلو ځایونو او عامو خلکو د بریدونو له لارې د ویرې او وحشت فضا جوړه کړي.

تروریستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د یو موټي او متحد ملت په توګه د یو بل تر څنګ ولاړ دي او دغه ډول ناوړه اعمال چې له ټولو دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي، نشي کولای د افغان ملت د ورونو قومونو ترمنځ وحدت، سیاسي او مذهبي بهیرونو ته زیان ورسوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق او د سولې د عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي سره د جلا جلا تېلیفوني تماسونو له لارې د پرونې شپې پر تروریستي پېښې له هغوی سره همدردۍ څرګنده کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، د امنیتي چارو ستر معین جنرال مراد علي مراد او د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس محمدمعصوم ستانکزي ته لارښوونه کړې ده چې د شهیدانو خاورته د سپارلو او فاتحې مراسمو لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي او همدارنګه د نورو عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په خاطر جدي تدبیرونه وسنجوي.

د هېواد جمهوررئیس د ټولو پولیسو په ځانګړي ډول د هغه پولیس سرتیري سرښندنه او فدکاري وستایله چې تېره شپه یې تر دې د لوی ناورین مخه ونیوله او همدارنګه په دغه پېښه کې د ملي سوداګر، وطندوست او د خلکو خدمتګار شخصیت الحاج رمضان حسین‌زاده د شهادت له امله د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وايي.

جمهوررئیس غني د پرون شپې د بوږنونکې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او ژور خفګان د څرګندولو ترڅنګ، د خدای تعالی په دربار کې د پېښې ټپیانو ته د روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0