د کندهار له علماو سره په کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

د کندهار له علماو سره په کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

علمای کرام، مشران، جناب معاون صاحب اول، جناب محب صاحب، وزیر صاحبان، جناب علومي صاحب، والي صاحب، ټول حاضرین د تالار، لومړی تر ټولو د بشریت د ستر پېشوا تحفه در وړاندې کوم.

السلام علیکم و رحمت الله و برکاتهُ!

د علمای کرامو احترام، مونږ ته د میرویس نیکه او له احمد شاه بابا نه په میراث پاتې دی. میرویس نیکه، هغه شخصیت و چې د اصفهان دربار یې، د مکې مکرمې څخه په اخیستې فتوا مات کړ او د ازاد افغانستان بنسټ یې کېښود. تل یې روح ښاد وي، ځکه تل به مونږ د میرویس نیکه نه الهام اخلو. احمد شاه بابا وګټله، مونږ به یې پالو. پوهېږئ زه په هغه مېز باندې کار کوم چې د غازي امیر امان الله خان مېز دی او شاته مې د احمد شاه بابا د شیر سرخ منظر دی. دا د افغانستان اوچتوالی دی، لویوالی دی او دا مه هېروئ چې د دین تر ټولو لوی عالم شاه ولي­الله دهلوي، په ډهلي کې چې قرآن شریف یې په اول وار فارسي ژبې ته وګرځوه، احمد شاه بابا سره په دوامداره روابطو او مکالمې کې و. نو د دوی مینه او د دوی وینه زمونږ په رګونو کې ده او د هر یو له چلند نه مونږ الهام اخلو. علمای کرام دې په دې یقین ولري چې دا دولت اسلامي دی، نوم یې د افغانستان اسلامي جمهوریت دی.

دویمه ماده، دریمه ماده کې  هیڅ شک نشته، ما ته د ګاونډیو په ګډون په ټولو ځایونو کې یو بل اساسي قانون راوښیئ چې دومره واضح، مشخص او سپین احکام ولري.

له علمای کرامو نه مننه کوم، اول زه او همکاران مې د خدای (ج) شکر ادا کوو چې په دې شپږو کالو کې خدای (ج) دومره توان راکړ چې د ۱۰۰۰ نه ډېرتر جوماتونه آباد کړو. تاسې پوهېږئ چې څلور سوه نه دي، زرو نه ډېرتر دي. ټول لوی جوماتونه یا ترمیم شوي یا په ترمیماتو کې دي او داسې نه ده چې تنها رنګ کړي مې دي. په اصولي توګه [مو بیاروغاول]، ځکه خبرې یو [شی] دی او عمل بل [شی] او زمونږ عمل ته که وګورئ، جوماتونه چې د خدای کورونه دي، مونږ هغو ته له ټولو نه ډېرتر عزت ورکړی او دا عزت به دوام وکړي.

جناب فیضاني صاحب تاسې توجه وغوښتله او مولوي صاحب عبدالباقي، سږ کال مې حج او اوقافو وزارت ته زر بستونه ورکړي دي. ما له نورو تخنیکي وزارتونو څخه کم کړل، حج او اوقافو وزارت ته مې ډېر کړل. اوس وزیر صاحب محترم حلیمي صاحب، ډېر ټینګ روان دی چې دا بستونه په عادلانه توګه ووېشل شي او انشالله تعالی تاسې ته توجه کېږي.

مولوي صاحب عبدالباقي، تاسې د ځمکې غوښتنه وکړه، فرمان مخکې صادر شوی، دوه میاشتې مخکې فرمان صادر شو، بېځایه شویو او کډوالو ته که ځمکه ورکول کېده، ستاسې نوم په کې نه و، اوس ستاسې نوم په کې شامل شوی او د معاون صاحب اول تر لاس لاندې دا کمېټه [کار کوي]، ټول افغانستان کې در ته ځمکې وېشل کېږي انشالله و تعالی، ځکه دا یوه اساسي خبره ده.

راځئ دوه خبرو ته؛ اول فتنه، تاسې آیت مبارک ولوست، له فتنې نه لوی جرم نشته. اکثریت د امام اعظم په مذهب یوو، د امام جعفر په مذهب کې زمونږ د اهل تشیع ورونه دي. د اسلامي نظام مقابل کې درېدل جرم دی او څوک چې په دې کار لاس پورې کوي، په فتنې کې اخته دي.

پوهېږئ، تاسو ټول ابادي غواړئ. تېر کال شپاړس فیصده زمونږ ټوله شتمني، له بده مرغه د طالبانو او د دوی د ملګرو په لاس تباه شوې ده. هلته شپه او ورځ کار کوو چې آبادي راشي، دلته وراني ده. نو دلته د خدای (ج) امر علمای کرامو ته دی چې د فتنې مخه ونیسي. له تاسې نه مې غوښتنه دا ده چې د فتنې مخه ونیسئ.

اخري خبره مې په دوو [برخو] کې ده:

لومړی سوله: د نیت په اړه په صحیح بخاري کې د حضرت پیغمبر (ص) پنځه حدیثونه دي. هغه [کار] چې موږ وکړ د سولې لپاره، ستاسې په فکر کې ګرځېده؟ دوه کاله مخکې، موږ او تاسې اوربند راوړ په خپل نیت باندې کنه؟ هغه اوربند د ټولو افغانانو اوربند و کنه؟ ټولو افغانانو طالب ته غېږ خلاصه نه کړه؟ یو طالب ته چا ښکنځلې وکړې؟ یو طالب باندې چا ټوپک ووېسته؟ یو طالب ته چا سپکاوی وکړ؟ ولې دوی له اوربند نه ډارېږي؟ ولې یې خپلو جنګیالیو ته اخطار ورکړ چې ښارونو کې، کلیو کې، بانډو کې، نورو افغانانو سره مه غږېږئ؟ ځکه منطق باندې باید وغږېږو.

بل، کندهار خو خاص عادات لري. زما ماماګان یئ، ټول خوریان ماماګانو باندې ډېر حساب کوي، وایي که سر مې خلاص نشي منئ يې؟ په زور تر اوسه  پورې چا کندهاري باندې منلې ده هغه کار چې زړه یې نه غواړي وکړي؟

خبره دا ده چې په وژلو باندې سوله نه راځي، په سپکولو باندې سوله نه راځي، سوله د یو بل په منلو باندې راځي.

سوله په دې راځي چې راشئ خرقې مبارکې ته. اوس خو دوی وایي نه، چې د دوی موافقتنامه له امریکا سره بهتره ده له دې چې شریعت ته لاړ شو. خو که هغه نه منئ راشئ د میرویس نیکه په مقبرې کې کېنئ یا د احمدشاه بابا په مقبره کې کېنئ. لوی کندهار لوی دی، ځکه چې کندهار کې همېشه لویه غېږه وه. احمد شاه بابا مونږ افغانانو باندې توره ووېستله؟

شپږ اونۍ د خېبر په مخکې پروت و، ترڅو یې چې ټول راوړل، دغه ته لویوالی وایي، حکومتداري وایي.  زمونږ او تاسې لاره دا ده چې واضح مذاکراتو ته راشو. که خبره د سیاست ده، نو ولې یې په زور حل کوئ؟ مونږ خو درته وویل، زمونږ شرط یو دی، ولس دې فیصله وکړي. په آزادو انتخاباتو کې دې ولس د افغانستان فیصله وکړي چې خپل ولسمشر وټاکي. دا څوکۍ د خدمت ده د زور شی نه دی. غیر له هغه نه خدای مکړه که دا فرصت له لاسه ولاړ، بېرته په لاس نه راځي.

نو دوی باید پوه شي، امریکایا نو ته وایي که تاسې ساعت لرئ مونږ وخت لرو، افغانان هم ساعت لري او هم وخت لري. دا زمونږ ملک دی، اول څښتن یې خدای (ج) دی، پس له هغه نه مونږ ته په امانت راکړل شوی او دا به پالو، دا به ساتو، هر قطره زما د وینې، د دې وطن قربان ده.

سوله اخلاقي جرئت غواړي، د چا په فکر کې ګرځېدل چې بندیان به خوشې کړو؟ څنګه مو خوشې کړل، ځکه لویه جرګه مو وغوښته چې د افغانستان ولس فیصله وکړي. د افغانستان ولس کې دغه عقل دی، د ولس عقل د فردي عقل نه اوچت دی که نه دی؟ مګر نن که وغواړم او درته ووایم چې دوه زره نور خوشې کوم، تاسو یې خوشې کوئ؟ نه! ځکه چې وینه بنده نشوه. نو دوی دې وینه بنده کړي چې مونږ وکولی شو وغږېږو. د وینې له بندولو نه ولې ډارېږئ؟ زما پوښتنه واضح ده، که سیاست کې ګډون غواړئ خو مونږ تیار یوو، افغانستان کې ژوند غواړې په سر او سترګو، که فکر کوئ د افغانستان ولس په زړونو کې ځای لرئ راشئ انتخابات وکړو.

اما دې کې شک مه لرئ چې مشرتابه په عمومي توګه، خاصتاٌ ولسمشر، سولې ته ژمن دی. ځکه د خدای (ج) امر دی، والصلح خیر. هغه سوله چې د هر افغان او هر ماشوم، د هر عالم، د هر وګړي د افغانستان په کې عزت وي انشالله و تعالی هغه به راځي.

اخري خبره مې تاسو کندهاري ماماګانو ته ده. زه خپله راغلم، نه والي صاحب وغوښتم، نه محب صاحب وغوښتم، نه نورو ملګرو وغوښتم. واحدي صاحب، خوشحال خان  دا ټول جنرالان، مونږ ځکه راغلو چې که په کندهار کې خطر وي، مونږ هغه خطر په سر او ځان منو.

کندهار د افغانستان لوی زړه دی او دا زړه ساتل کېږي. کندهار ته مینه د هر افغان په وینه کې ده. ځکه دلته یوازې د لوی احمد شاه بابا هدیره نه ده، میراث دی. دلته د میرویس نیکه او نورو مشرانو او د علمای کرامو میراث دی.

زه غواړم درسره ژمنه وکړم چې د کندهار د امنیت لپاره، دکندهار د هوساینې لپاره،  د کندهار د روغتیا او سلامتۍ لپاره، هر څه مو چې په کار وي، مونږ یې کوو، ژمنه مو ده او دا به عملي کوو.

له کندهاریانو نه یو شی غواړو، اتفاق. در نه اتفاق غواړو چې سمه حکومتداري چې هر کندهاری په کې ځان وګوري او هر افغان په کې ځان وګوري منځ ته راشي، ځکه اوس وخت د دې دی چې حکومت قوي کړو او دلیل یې دادی، چې سبا به انشالله سوله راشي. اما که حکومت ضعیف وي، که لاس مو په ګرېوان وي، که ډوډۍ و نه لرئ، سبا بیا طالب څنګه راوړئ په غېږ کې یې نیسئ؟  او دا بې له مضبوطې حکومتدارۍ نه کېږي. نو تاسې ملاتړ راکړئ، نن او سبا به زه له تاسو ټولو نه واورم. په عقل، په تدبیر او په مشورې به هغه فیصلې وکړو چې انشالله و تعالی کندهار بیا خپل عظمت پیدا کړي، بیا خپل اوج پیدا کړي او د ټول افغانستان او د ټولې نړۍ افتخار وي.

تل دې وي افغانستان، تل دې وي کندهار او کندهاریان.