جمهوررئیس له یو شمېر سیاسي مشرانو سره مشورتي ناستې وکړې

جمهوررئیس له یو شمېر سیاسي مشرانو سره مشورتي ناستې وکړې


جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد سیاسي رهبرانو او مطرح شخصیتونو سره د کتنو په دوام نن له غرمې مخکې د افغانستان د نجات ملي جبهې مشر ډاکتر ذبیح الله مجددي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او ملي تاجر جلال الدین سعید سره جلا جلا وکتل.
جمهوررئیس غني د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه په دغوجلا کتنو کې د یادو مشرانو سلا مشورې واورېدې، د راتلونکو اقداماتو په اړه یې ورسره بحث او خبرې وکړې او دغه کتنې به دوام ولري.