سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم جشن گرامی‌داشت از ۹۹‌مین سال‌روز استرداد استقلال کشور

سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم جشن گرامی‌داشت از ۹۹‌مین سال‌روز استرداد استقلال کشور

بسم الله الرحمن الرحیم

برادر گرامی داکتر صاحب عبدالله عبدالله، بانوی اول کشور، شاهدخت هندیا، قاضی القضات محترم کشور، اعضای محترم کابینه، وزیر صاحب دفاع ملی، وزیر صاحب داخله، لوی درستیز صاحب کشور، جنرالان محترم اردو، پولیس و امنیت ملی، چنین روز که خاصتاً روز شماست، اعضای محترم ولسی جرگه  و مشران جرگه، تمامی خواهران و برادران محترم، مخصوصاً کارگران عزیز که یک لحظه غفلت نکردید و همه آمدید و تمام هموطنان گرامی،

اول از همه نود و نهمین سالروز استـرداد استقلال افغانستان، روز پرافتخار تاریخ کشور را به کافۀملت افغانستان تبریک و تهنیت عـرض می‌دارم.‌ یادبود و گرامیداشت از این روزتاریخی، فرصتی است برای تحـکیم وحدت و همبستگی ملی و تجدید تعهد برای یک تحول و آینده بهتر.

به پاس ادای احترام به جانبازان وشهـدای که دلیرانه در حصول استقلال کشور و حفظ استقلال کشور در جهاد مقدس ما جان باختند و آزادی را به بهای خون خویش به ارمغـان آوردند، این روز را گرامی می‌داریم. آرزومندیم که ارزش‌های نهفته در نهضت استرداد استقلال افغانستان، همیشه منبع الهام برای تأمین صلح و ثبات، رفاه، و وحدت ملی در کشور عزیز ما باشـد.

هموطنان عزیز!

با تاسف در این اواخر تروریستان، خون شماری از شهروندان کشور ما را ریختاندند، من مراتب تسلیت و همدردی خویش را به خانواده های قربانیان حوادث تروریستی اخیر به خصوص به خانواده های شهدای مرکز تعلیمی موعود، ولایت غزنی و تمام شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی کشور ابراز می‌دارم و آرزو می کنم که به برکت ایام مبارک عید سعید قربان، صلح و ثبات پایدار در کشور عزیز ما تحکیم گردد. چهار هزار اسکالرشیپ را برای خانواده های شهدای امنیتی و دفاعی کشور، موسسات خصوصی تحصیلات عالی کشور هدیه نمودند و از این هدیهء گرانقدر از اینها من ابراز تشکر می کنم. همچنین بعد از این یک بسته کمک های همه جانبه برای تمام افراد قوای امنیتی و دفاعی ما از طرف حکومت وحدت ملی اعلام خواهد شد.

امروز، روز استقلال کشور را در حالی تجلیل می‌کنیم که قصر دارالامان آماده به اهدای مجدد به ملت افغانستان  است، چون جناب داکتر صاحب تمام کلمات را در قسمت از این قصر و محترم وزیر صاحب اطلاعات و فرهنگ گفتند و من از این زیادتر در این بخش چیزی نمی گویم و تنها تاکید را که دارم این است که  قصر دارالامان محصول مدیریت و پول خود افغان‌هاست، این اهدای مردم برایمردم افغانستان است. و ذکر شد که نواسه های کسانیکه این قصر را ساختند در این دخیل استند و من از آقای وافی امین هم و از تیم شان خاصتاً تشکر می کنم. مرحوم نوروزخان پدرکلان از اینها در زمان غازی امیر امان الله خان مسوول ساختن از این قصر بودند، خاطرهء نیکهء ات و تمام کارگران افغان گرامی باد.

تا اکنون مردم درباره بازسازی حرف می زدند، امید است که پس از این، به اساس اراده  محکم مردم افغانستان که در حکومت وحدت ملی انعکاس دارد به نوسازی بی‌اندیشیم. در مدت دو ماه ان شاءالله و تعالی تهداب کامپلکس اداری جدید در دارالامان بدست ما و شما گذاشته خواهد شد.

ګرانو وطنوالو!

اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو بلکې د نوی فصل د پیلولو لپاره د یویشتمې پېړۍ د سیاسی، اقتصادی او اجتماعی غوښتنو په اساس ټولنه جوړه کړو.

ما مخکې د هېواد د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ، اما د دې لپاره چې له خپل غم څخه ووځو، یوازې په یو بعُدی فکر دغه لوړ هدف ته نشو رسېدلی.

موږ نشو کولای خپل ټول فکر یوازې پر امنیت راټول کړو، بلکې د غم څخه د راوتلو او خلاصېدو لپاره څو بعُدی فکر پکار دی، دا فکر اقتصادی اصلاحات، عدلیی او قضایی اصلاحات، منطقوی او بین المللی ارتباطات دی.

په هېواد کې له ټولو مشکلاتو سره سره د ملی وحدت حکومت د اصلاحاتو لپاره تهداب اېښی دی، یعنې اوس په دې پوهېږو چې څه غواړو او په دې هم پوهېږو چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې اماده کړو او د دې لپاره واضح لید لرو.

استقلال یوازې یو تعریف نه لری، حداقل لاندې پنځه ابعاد او برخې لری.

اول، سیاسی استقلال:

سیاسی استقلال اساس دی. داسې اساس چې افغانان خپل راتلونکی په خپله وټاکی، ځکه چې د خپل راتلونکی ټاکل له سیاسی استقلال پرته امکان نه‌لری او سیاسی استقلال یوازې د یو قانونی دولت چې د آزادو او شفافو انتخاباتو په اساس انتخاب شوی په چوکاټ کې خوندی کېدای شی. مونږ د ملی وحدت حکومت مشران شفافو انتخاباتو ته هم د ولسی جرګی او د ولسوالیو شوراګانو او هم د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په تینګه ژمن یوو او په دې کې باید شک او شبه نه وی. انتخابات حق و فریضه هر فرد افغان است.

دویم، امنیتی استقلال:

امنیتی استقلال کې مهم ټکی دا دی چې امنیت او ثبات ور پورې تړلی دی او د قوې مشروع استعمال تضمینوی او د ملی وحدت حکومت څلور کلن امنیتی پلان به انشاالله د قوې مشروع استعمال تضمین کړی. اتمر صاحب، وزیر صاحب دفاع، وزیر صاحب داخله، رئیس صاحب عمومی امنیت ملی، لوی درستیز صاحب، معین صاحب ارشد ټول جنرالانو نه او ټولو افسرانو او سربازانو نه د زړه له کومې مننه. قربانی مو ورکړې او په سنګرو کې درېدلی او له دې وطن نه مو په قلم او په علم او تورې او قربانۍ دفاع کړې او دا د افغانستان د ولس هیڅ وخت نه هېرېږی. تشکر!

 مه هېروئ چې په دې څو کالو کې چې چارې د ملی وحدت حکومت مسوولیت ؤ زمونږ زړور کوماندو دوه چنده شول او په قول اردو باندې بدل شول. افغانانو د دې امید له لاس ورکړی ؤ چې د یوې مجهزې هوایی قوې څښتن اوسو، هوایی قوه هم درې چند کېدونکې ده او فضایی استقلال مو وګاټه، ټولو ته دې مبارک وی!

درېیم، اقتصادی استقلال:

په ۲۰۱۲کال کې زموږ حکومت له نړیوالو سره یو قرارداد وکړ چې په ۲۰۲۴کال کې به امنیتی مصارف خپله د افغانستان حکومت په غاړه اخلی. بیایې تکراروم. په ۲۰۲۱ کال کې په شیکاګو کې جناب کرزی صاحب له نړیوالو سره یو قرارداد وکړ چې په  ۲۰۲۴ کال کې به امنیتی مصارف خپله د افغانستان حکومت په غاړه اخلی. د ملی وحدت حکومت په دې لګیا دی او سخت کار کوی چې څنګه د ۲۰۲۴کال د هدف پوره کولو لپاره امکانات برابر کړی. او دا زمونږ ټولنه کې یو واضح اقتصادی بحث غواړی.

چهارم، استقلال فکری:

از نظر تاریخی ویژه‌گی مهم ما این بوده است که‎استقلال فکری داشتیم، اگر افغانان استقلال فکری نمی داشتند نه در قرن نزده و نه در قرن بیست ما استقلال خود را حفظ کرده می توانستیم. ابر قدرت های وقت جهان به اثر جهاد و مقاومت مردم افغانستان و اراده غازیان افغانستان شکست خوردند. حالا در یک جامعه زندگی میکنیم که میلیون ها هموطنان ما مثل خواهر ما صافی صاحب و ما و بانوی اول دوباره به وطن برگشتیم. اما هنوز هم میلیون ها مهاجر افغان در بیرون کشور اند.

استقلال فکری باید به یک تعریف وسیع افغانیت مبدل گردد. از هر افغان در هر گوشه دنیا حکومت وحدت ملی تقاضای خدمت به افغانستان دارد. در ساختن افغانستان، در رفاه افغانستان ما سر هر افغان صدا می کنیم که سهم فعال بگیرند. ساختن نسبت به خراب کردن به مراتب دشوارتر است و مثل که این قصر نمونه اش است. اما آثار بازماندن اراده و ساختن به مراتب دل گوارتر است و این لازم بر این است که ما باید از رقابت های منفی دست برداریم و برای آبادانی و شگوفایی کشور خود، یک‌دیگر را به رقابت های مثبت تشویق نمائیم.

بدون داشتن استقلال فکری شکل حکومتداری تغییر نمی‌کند. مشورت، تحمل، تساهل، شنیدن و درک کردن یک دیگر بخشی از استقلال فکری ماست، که باید افغانستان شمول گردد. وحدت ملی ما ضامنو گرنتی آیندهء ماست. هیچ افغان از هیچ افغان کمتر نیست و هیچ افغان از هیچ افغان برتر نیست و ما باید همه روز افغانستان شمول فکر کنیم و وحدت ملی خود را به حیث هدیه هزارها سال که پدرها، پدرها و پدرهای ما به ما میراث گذاشتند، حفظ، تحکیم و توسعه بدهیم.

پنجم، حاکمیت قانون:

 حاکمیت قانون همانند کشور،  دایمی و دوامدار می باشد. زعما، رهبران و نسل‌ها می‌آیند و می روندو ما هم رفتنی هستیم،  اما میراث که برای نسل های آینده بجا میگذاریم، این است که ما چگونه طبق قواعد، اصول و احکام قانون اساسی خویش رفتار کرده‌ایم. از جناب قاضی القضات صاحب و لوی څارنوال افغانستان خاصتاً ابراز امتنان می کنم. رعایت احکام قانون اساسی وجیبه ملی همه ماست، چون قانون اساسی در قرن بیست و یک،  دست‌آورد بزرگ مردم ما و نتیجه اجماع ملی ما بوده استو برای تداوم و مشروعیت بخشیدن به آن، رفتن به انتخابات بسیار مهم و حیاتی میباشد.

موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوی او دا مشورې به دوام لری.

د افغانستان د دینی علماوو فتوا او فرمایشاتو ته د احترام په خاطرملی وحدت  حکومت په تېر کوچنی اختر کې له وسله‌والو طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ، د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت لهدغه نېک ابتکار څخه وروسته طالبانو هم د کوچنی اختر په ورځو او شپو کې د اوربند اعلان وکړ،چې دا کار  په ملی او بین المللی سطحه له درانه هرکلی سره مخ شو. زموږ د ټولنې بېلابېلو اقشارو هر وخت د هر هغه اقدام چې د وینې بهېدو مخنیوی کوی، هرکلی کړی دی.

اکنون ما در آستانه ایام عید سعید قربان قرار داریم، بعد از مشوره ها با اقشار مختلف کشور از جمله علمای دینی، احزاب سیاسی، شخصیت های سیاسی و ملی، زنان، فعالان جامعه مدنی، جوانان و همچنان مشورت های اعضای شورای عالی صلح در ۳۴ ولایت کشور و با توجه به احترام به خواست علمای جهان اسلام که در حرمین شریفین گردهم آمده بودند و احترام به خواست سازمان همکاری اسلامی و خادم حرمین شریفین پادشاه عربستان سعودی و تقاضا اخیر شورای عالی صلح و شورای سرتاسری علما افغانستان و برای آن که هموطنان ما روزهای عید قربان را در فضای آرام  و صلح آمیز سپری نمایند، بار دیگر سر از فردا دوشنبه که روز عرفه است  تا روز میلاد نبی مشروط بر اینکه طالبان نیز در این ایام خجسته، آتش‌بس را اعلام و رعایت نمایند و یا تا هر مدت که طالبان به آن متعهد باشند، آتش ‌بس را اعلام می‌کنم.

اعلام این آتش‌بس بدین معناست که اتش‌بس دو طرفه باشد و همچنان برقراری، تداوم و مدت آن، بستگی به موقف طالبان در این خصوص دارد. آتش بس یک طرفه بوده نمی تواند.

آتش‌بس نه تنها اینکه برای ما زمینه تکمیل کردن فصل ناتمام غازی امان‌الله خان را فراهم می‌سازد، بلکه برای ما زمینۀ آغاز و گشودن فصل جدید را نیز مساعد می‌سازد.

 د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعی او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایی او د ملی او اسلامی ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړی.

 مونږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړی. د ملی وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لری او وروستی بې ساری اقدامات یې هم د علماو او د خلکو غوښتنو ته په احترام تر سره کړی دی.

موږ باید په عمل کې د غازی امان الله خان قدر وکړو، د غازی امان الله خان د دورې له مثبتو او ناکامو تجربو څخه باید واضح درسونه واخلو. نن څوک دی په افغانستان کې چې امان الله خان باندې ویاړ نه کوی او شاهدخت هندیا زمونږ فخر او ویاړ ده. او مهمترین درس چې باید ورڅخه واخلو دا دی چې د زمان په اهمیت او د وحدت په ارزښت او د اتفاق په اهمیت باندې  پوه شو، تر څو په راتلونکی کې پښیمانه نشو. زه باورمند یم چې د افغانستان ولس یوویشتمه پیړې کې به انشاءالله و تعالی سوله، امنیت او خوشحالی ګوری. د هغې ورځی په باور باندې او د ملت د ارادی په اساس باندې زه باورمند یم چې نه یوازې به دا قصر سلمې کلیزې ته آماده شی، بلکې مونږ به وکولای شو هغه میراث پرېږدو چې راتلونکی نسلونه به انشاءالله تعالی د څلویښت کالو ترخو حوادثو تکرار ونه ګوری. زمونږ ژمنه د افغان ماشوم ته ده، د افغان مېرمنو ته ده، د افغان ځوان ته ده او ټول افغانستان ته ده.

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

تل دې وی افغانستان