متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم افتتاح سال کاری دورۀ شانزدهم شورای ملی

متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم افتتاح سال کاری دورۀ شانزدهم شورای ملی

 

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآبان استاد دانش و داکترصاحب عبدالله، قانونی صاحب، ارسلا صاحب، حکمتیارصاحب، فضیلتمآب قاضی القضات صاحب، جلالتمآبان، ابراهیمی صاحب و مسلمیار صاحب، رهبران جهادی و شخصیت های ملی کشور، جناب لوی‌څارنوال صاحب، اعضای محترم کابینه، رئیس کمیسیون مستقل انتخابات افغانستان، اعضای محترم شورای عالی ستره محکمۀ افغانستان، جناب داکترصاحب وردک، هیأت اداری مجلسین، اعضای محترم مشرانوجرگه و ولسی‌جرگه.

السلام علیکم،

خوشحاله یم چې د ژمی له رخصتیو وروسته یو ځل بیا د ملی شورا د کار د پرانیستنې په غونډه کې راټول یوو او د افغانستان د خلکو د استازو نوې کاری مرحله پیل کېږی.

 په پیل کې د هیواد د ټولو شهیدانو او خصوصاً د امنیتی او دفاعی ځواکونو او د وروستیو تروریستیو پېښو قربانیانو او په ځانګړی ډول د ملی شورا شهیدانو ته د الله تعالی په دربار کې دعا کوم  او د دې وطن د لومړی خادم په حیث یو ځل بیا تاسې او د افغانستان ټولو محترمو خلکو ته تسلیت وړاندې کوم.

په ملی شورا کې به زموږ د هر یو شهید، شهید فضل الرحمن څمکنی، شهید سید مصطفی کاظمی، شهید پروین نورستانی، شهید انجنیر شېرولی وردک، شهید الحاج محمد عارف ظریف، شهید امیر داد محمدخان، شهید الحاج احمد خان سمنگانی، شهید حاجی حبیب الله، شهید عبدالمطلب بېک، شهید محمد هاشم وطنوال، شهید الحاج باز محمد جوزجانی، شهید شهناز همتی، شهید صبغت الله ذکی، شهید نازک میر سرفراز، شهید صاحب الرحمن همت، شهید مولوی محمداسلام محمدی، شهید عصمت الله محبت، شهید مولوی ارسلا رحمانی، شهید استاد عبدالصبور فرید، شهید محمدیونس شیرین‌اغا، شهید سراج الدین سفری، شهید انجنیر عبدالمتین او د شهید رفیع الله ګل افغان، یاد به تل تازه وی او د دوی د قربانیو درناوی به کېږی.

د ټولو شهیدانو اروا دې ښاده وی.

 غواړم خپلې خبرې په مننه باندې پیل کړم. د ملت له قدرمنو نماینده ګانو، وکیل صاحبانو او سناتور صاحبانو، د زړه له کومې مننه کوم چې که ستاسې همکاری نه وای، نو یقینا، د قوانینو له تصویبه رانیولې د سولې تر پروسې پورې د اجتماعی ژوند په مختلفو ساحو کې به مو موجود پرمختګونه، نه لرل.

په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د ملی شورا او د حکومت د هڅو په نتیجه کې  کابو درې سوه قوانین او تقنینی سندونه تدوین او یا تدوین او تصویب شوی دی چې دا یو عظیم کار و او زه د افغانستان ملی شورا او ټول ولس ته مبارکی وایم. دغه راز د خلکو د غوښتنو په رسولو کې او له خلکو سره د نظام د رابطې په ټینګولو کې ستاسې د مثبت نقش مننه پکار ده.

  توقع ده چې تاسې به د خپل کار په پاتې موده کې هم نوی قوانین تصویب کړئ. قوانین د ټولنې د نظم اساس تشکیلوی او د یوه مشروع سیاسی نظام بنیاد په قانون او د قانون په حاکمیت باندې ولاړ وی. دې برخه کې خاصتاً استاد دانش او ډاکټر صاحب عبدالله نه مننه کوم چې زښت ډېر زحمتونه یې ګاللی، تر څو دا قوانین دې مرحلې ته رسېدلی دی.

په دې برخه کې د عدلی او قضایی قوې استقلالیت د قانون د حاکمیت اساس جوړوی او ما شخصاً او د ملی وحدت حکومت مشرانو هیڅکله د عدلی او قضایی ارګانونو په چارو کې د مداخلې هڅه نده کړې. که په قضائیه قوه کې فیصلې عادلانه وی له دې سره اجتماعی تضادونه او کشمکشونه خپله له منځه ځی او تر دې مهاله زموږ عدلی او قضایی ارګانونو د خپلو عادلانه فیصلو او په ادارو کې د اصلاحاتو لارې اجتماعی باور ترلاسه کړی دی. غواړم له محترم فضیلتماب قاضی القضات صاحب او لوی څارنوال صاحب څخه ځانګړې مننه وکړم. مننه

همدارنګه د افغانستان دینی علماوو د امنیتی او دفاعی ځواکونو او د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ واقعی غږ پورته کړی دی. زموږ علماوو د قانون حاکمیت، سولې او اقتصادی پرمختګ په برخه کې خپل رغنده نقش لوبولی دی او د خوشالۍ ځای دا دی چې زموږ دینی علما په دې پوه دی چې د اقتصادی او انکشافی پروژو عملی کېدل سولې سره مرسته کوی او ور څخه ملاتړ کوی. له ټولو علمای کرامو څخه مننه کوم. همدارنګه د ګران وطن له ټولو نورو اقشارو او احزابو  نه د اصلاحاتو، ولسی برنامو او د سولې د ضرورت په برخه کې مننه کوم.

هموطنان عزیز،

برگزاری انتخابات شفاف و عاری از هرگونه تخطی، یکی از مکانیزم­های حاکمیت قانون و تقویت کنندۀ مشروعیت نظام و سبب باورمندی مردم به راهکارهای قانونی است. از این‌ رو، برگزاری انتخابات پارلمانی و انتخابات ریاست جمهوری، در زمان معین آن، امری حتمی و اجتناب ناپذیر است. حکومت وحدت ملی خود را مکلف می­داند که منابع لازم برای برگزاری انتخابات را فراهم نماید، امنیت آن را تامین کند و از هر گونه دخالت در آن از هر طرف، به ویژه از طرف نیروهای امنیتی و ادارات ملکی و حلقات سیاسیجلوگیری به عمل آورد. کمسیون مستقل انتخابات باید کارش را با روحیۀ کاملا ملی به پیش ببرد و از هر گونه گرایش سیاسی و تصرفات غیر مسلکی به دور بوده و استقلال خود را حفظ کند. برای اجتناب از هر گونه شایبۀ دخالت در امور داخلی کمیسیون، من، داکترصاحب عبدالله و استاد دانش شخصا از هر گونه دید و بازدید فردی با کمیسیون انتخابات و اعضای آن خودداری کرده ایم، ولی به شکل گروهی در موجودیت همکاران حکومتی و همکاران بین‌المللی با آنها نشست های داشتم و مشکلات آنها را استماع نموده ام. برنامه های کاری، جدول زمانی و آنچه در لایحۀ وظایف کمیسیون مستقل انتخابات مشخص گردیده است، کار داخلی کمیسیون است. اگر احساس شود که کندی­هایی در کار کمیسیون وجود دارد یا نگرانی­های دیگری هست که ضرورت همکاری حکومت وحدت ملی و ریاست جمهوری را تقاضا دارد، توقع من از قشر سیاسی و نهادهای مدنی این است که میزان و نحوۀ این کار را خودشان مشخص کنند تا جایی به شُبهه و شایبه باقی نماند.

 محترمو حضارو، قدرمنو وطنوالو،

تاسې تېره اونۍ د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې لپاره زموږ جامع طرحه واورېدله. د دې طرحې په تدوین او تکمیل کې د ملت د ټولو قشرونو، د علماوو، د منورینو، د سیاسی ګوندونو، د جهادی شخصیتونو، د ښځو، د قومی مشرانو، د مدنی ټولنې، دهقانانو، ګارګرانو، ښوونکو او عام ولس برخه درلوده. دا طرحه د افغانستان د خلکو د غوښتنو او نظریاتو په اساس جوړه شوې ده او دلته زه غواړم له جناب حکمتیار صاحب څخه مننه وکړم چې په هغه دروند ګام چې تاسې پورته کړ، سولې باندې مو د اعتبارفضا راوړه او نن  نورو مشرانو سره د ولس په کور کې کېناستلی یئ.

 دا د افغانستان عام خلک دی چې د جنګ اصلی قربانیان دی او په همدې علت د سولې اواز ته تر بل هر چا زیات عام ولس لبیک ویلی. د څلورو لسیزو جګړو طبعا دښمنی، بدګومانی او کینه پیدا کړې ده. له بلې خوا، داسې محدود کسان هم شته چې په جګړه کې به خپله ګټه وینی او په همدې وجه که زموږ د سولې اواز ته یو نیم ځای د شک په نظر کتل کېږی، دا غیر طبیعی خبره نه ده خو دا خبره واضح ده چې د ملی وحدت حکومت او د افغانستان خلک سوله غواړی او په سوله کې د ټولو افغانانو خیر او عزت وینی. موږ دا په لوړ اواز وایوو چې د سولې په مقصد له انتخاب کړې لارې، نه ګرځو او په طالبانو باندې غږ کوو چې د اسلام او افغانستان خیر په دې کې دی چې خبرو ته سره کښېنو، څو په دې ډول، مشکلات او اختلافات، بې تباهی او بې د وینې تویولو اوار شی.

من می‌خواهم از جناب قانونی صاحب که با داکترصاحب عبدالله، یکی از بنیانگذاران پروسۀ بن بودند اظهار تشکر کنم. هدفی که در آن وقت تعیین شده بود باید بدست ما بیاید.

از یاد نبریم که باوجود تلاش دولت برای رسیدن به صلح، پایان بخشیدن به ناامنی­ها و تمرکز بر انکشاف پایدار، دشمنان صلح، کسانی که منفعت خود را در تداوم جنگ و بحران می­بینند، با آن مخالفت خواهند کرد. گروه های تروریستی به شیوه های مختلفی متوسل خواهند شد تا این روند را آسیب برسانند. برای ناکام‌ساختن تلاش­های تخریبی آنان نیاز است که ما بر هدف نهایی تمرکز کنیم، بر آرام شدن کشور و پایان دادن به دورۀ جنگ و بحران. برای رسیدن به این هدف باید حوصله مند باشیم و نگذاریم که دشمن، ابتکار را به دست گرفته و ما را دستخوش رفتارهای واکنشی و احساساتی کند.

خویندو او وروڼو،

 لکه څنګه چې د سولې د طرحې تدوین ستاسې د نظریاتو او ملی اجماع په اساس و، دغسې به سولې ته د رسېدو او د سولې د عملی کولو بهیر هم ستاسې په خوښه وی او هر پړاوو به یې په ملی اجماع سره عملی کېږی او زه د سولې په عملی اړخ کې هم د دغسې ملی اجماع استحکام او تداوم غواړم، ځکه د دې جنګ اصلی صدمه د افغانستان عام ولس ته رسېږی او په همدې علت د سولې لپاره باید د عام ولس په تېره بیا د ښځو اواز چې د جنګ اصلی قربانیان دی تر هر چا اول واورېدل شی.

له نېکه مرغه؛ دا مهال تر بل هر وخت افغان ښځې د دولت په لوړو اجرایوی او تخنیکی څوکیو کې  هم مقننه قوه کې او قضایه قوه کې کار کوی چې د اجتماعی سولې په راوستو کې د دوی نقش خاصتاً مهم دی او خویندو ستاسې مرسته مې پکار ده.

هموطنان عزیز،

در کشوری که چند دهه بحران را تجربه کرده است، امنیت در صدر نیازهای آن قرار می­گیرد. برای رسیدن به امنیت سرتاسری و پایدار، هیچ انتخابی جز تقویت همه‌جانبۀ نهادهای دفاعی و امنیتی کشور وجود ندارد. برای آنکه بحران چهل­ ساله را پشت سر بگذاریم، باید نیروهای دفاعی و امنیتی کشور را آموزش یافته، مجهز، مسلکی و غیر سیاسی بگردانیم. بدون آن، آینده ای پایدار برای این کشور مشکل خواهد بود. محو فرهنگ واسطه‌گری، و حاکمیت ضوابط بر روابط، یکی از بنیادی­‌ترین نیازها برای این هدف است. این کار بدون اصلاحات در این نهادها امکان­پذیر نیست و هر کس با اصلاحات مخالفت کند با یک تحول حیاتی در کشور به مخالفت برخاسته است. ما اصلاحات را برای اصلاحات نمی‌خواهیم، بلکه با آمدن اصلاحات در سکتور امنیتی و دفاعی امنیت شهروندان ما تأمین و زمینه برای فعالیت‌های اقتصادی مساعد می‌گردد و عواید ملی افزایش می‌یابد که در این عرصه حمایت مردم بخصوص حمایت نمایندگان مردم و سناتور صاحبان ما بسیار ضروری است.

در حالی‌که صلح آرزوی ماست، ولی متأسفانه اکنون در یک جنگ تحمیلی قرار داریم. پس باید یک لحظه تعلل در دفاع از کشور وجود نداشته باشد و همیشه آمادۀ دفاع از کشور و مردم خود باشیم و کوچک‌ترین غلفت  در دفاع از کشور قابل تحمل نیست. زمانی که صلح تأمین گردد، نقش نیروهای امنیتی و دفاعی کشورانشاالله تعالی بیشتر از پیش اهمیت کسب می‌کند، بخصوص این نیروها می‌توانند نقش بارز خویش را در راستای حراست از تمامیت ارضی، پروژه های زیربنایی ملی و حاکمیت قانون و همچنان رسیدگی به آسیب دیده‌گان ناشی از حوادث طبیعی ایفا نمایند.

هم اکنون پلان امنیتی چهار ساله در حال تطبیق است که نتایج واقعی آن را در سال ۱۳۹۷مشاهده خواهیم کرد و در سال ۱۳۹۸ما در نیروهای دفاعی و امنیتی خویش، ان‌شاء الله و تعالی شاهد یک قوت بزرگ و بی‌سابقه خواهیم بود. وزیر صاحب دفاع، وزیر صاحب داخله، از زحمات شما و تمام اراکین قوای امنیتی ودفاعی ما ابراز تشکر می‌کنم، ملت همراه شما است. با عملی شدن کامل پلان امنیتی چهارساله، افغانستان ان‌شاالله تعالی در بخش امنیتی و دفاعی به خودکفایی کامل خواهد رسید.

برادران و خواهران،

کشوری می­تواند به پای خود بایستد که از نظر اقتصادی خودکفا باشد. ما برای خودکفا شدن باید عواید ملی خود را سالانه حد اقل به ۸میلیارد دالر برسانیم. امروز تمام عواید ملی ما ۲.۲  میلیارد دالر است و مصرف امنیتی ما ۵ میلیارد دالر. برای این کار باید از منابع پنهان و ظرفیت های نهفته در کشور بهره بگیریم. در گذشته، افغانستان چهار راه کاروان­های بزرگ بود که مناطق مختلفی را بهم وصل می­کرد. امروز موقعیت افغانستان به مثابۀ وصل کنندۀ آسیای مرکزی با جنوب آسیا و وصل کنندۀ چین با ایران و همچنان به مثابۀ چهار راه ترانزیت انرژی با پاکستان و هند، یکی از ظرفیت­های مهم کشور ماست که راه تحقق خودکفایی اقتصادی ما را فراهم می­کند.

ما بخاطر رسیدن به رفاه اقتصادی و محو فقر نیاز به سیاست مثبت منطقوی داریم و به این هدف نزدیک شدیم تا افغانستان به مرکز منافع مشترک تبدیل شود.

پیام ما پیام همکاری منطقوی است، تقویت مناسبات منطقه‌یی ما را از فقر به ثروت می‌رساند بناءً خواهان دشمنی با هیچ کشور نیستیم،چون منافع ملی ما پایدار است و ما می‌خواهیم که در محور همکاری های منطقه‌یی قرار گیریم، همیشه منافع ملی خود را ترجیح خواهیم داد.

ترکمنستان منابع غنی گاز را دارا می‌باشد و سیاست صادرات گاز این کشور مسیرهای صادراتی را تعقیب می‌کند که از افغانستان می‌گذرد و این موضوع در اولویت سیاست اقتصادی ما قرار دارد. ترکمنستان نخستین کشوری است که ظرفیت افغانستان را منحیث نقطۀ اتصال درک کرد و در این راستا سرمایه گذاری نمود. سیاست افغانستان، سیاست اتصال است نه جدایی و ما می‌خواهیم با تمام همسایه‌گان خویش روابط خوب و همکاری منظم اقتصادی داشته باشیم. نه تنها با ترکمنستان پروژه های بزرگ حیاتی ما ازخط آهن گرفته تا برق با جمهوری ازبکستان در حال اجرا شدن است، همچنین پروژه های بزرگ کاسا با قرغیزستان، تاجیکستان و راه لاجورد با ترکمنستان و آذربایجان، جورجیا و ترکیه و همچنین همکاری ما با ایران و هندوستان در باره بندر چابهار روز به روز زیادتر و مستحکم‌تر می‌شود. نتیجۀ این، ان‌شاء الله و تعالی این خواهدبود که افغانستان به یک کوریدور منطقوی تبدیل خواهد شد. آن روزها گذشته که راه ما را کسی بروی ما بسته کند. راه ما بخاطر مناسبات نیک همیشه باز باشد و بحیث چهار راه همیشه نقاط همکاری خواهیم داشت.

علاوه بر موقعیت ، ما دارای منابع آب هستیم، که هرچند با تغییرات اقلیمی و گرمایش منطقه، نسبت به گذشته با محدودیت مواجه شده است، ولی هنوز می­توانیم با مدیریت همه جانبۀ آن، اقتصاد کشور خود را بهبود ببخشیم. مدیریت آبها هم به معنای جلوگیری از هدر رفتن آب است، هم به معنای مدیریت استفاده از آن است، چه در شهرها و چه در زراعت و چه در معادن و هم به معنای تعهد افغانستان به قراردادهایی است که در بارۀ آبهای برون مرزی خود دارد. به این جهت مهار آبهای کوچک و متوسط علاوه بر بندهای بزرگ، لازم است تا وضعیت آب قابل پیش بینی و قابل مدیریت باشد. در هفتۀ اول نوروز برنامه های عملی دراین باره تشریح خواهد شد. آب ما آبروی ما است، آبروی خود را نگه می‌داریم.

 زمین منبع دیگری برای اقتصاد ماست. چنانکه در برنامۀ ملی اراضی در نشست هرات دیدید، قرار است که با ایجاد بانک زمین، هم راه برای اسکان مهاجرین هموار شود و هم به روند ساخت مسکن سرعت داده شود. به همینگونه می­خواهیم در خلال چهار سال آینده برنامۀ ثبت املاک و روند مصئون سازی جایداد مردم به تکمیل برسد. ما بخاطر جلوگیری از غصب زمین و  پیشرفت اقتصاد ملی طرح واضح داریم، که در تطبیق این طرح همکاری و تعهد مردم، نمایندگان محترم مردم و سناتور صاحبان ما بسیار مهم است.

 منابع دیگرِ کشور مانند استفادۀ قانونمند از معادن، احیای جنگلات، اعادۀ تعادل در واردات و صادرات، سپس تقویت صادرات بر واردات، و از آن مهمتر استفادۀ درست از سرمایۀ بشری افغانستان، همۀ اینها امکان­های بالقوه­ای هستند که با برنامه­ریزی درست سبب خودکفایی و استقلالیت اقتصادی کشور خواهد گردید.

برای افزایش عواید داخلی اصلاحات در گمرکات و سایر چشمه های عایداتی ارزش حیاتی دارد و حکومت وحدت ملی برای اوردن اصلاحات در  گمرکات و چشمه های عایداتی، پلان همه‌جانبه دارد، ما در تطبیق این پلان نیاز به همکاری و تعهد مردم و نمایندگان محترم مجلسین داریم.

دراینجا اجازه دهید که از مجلسین محترم از جهت غور بر بودیجۀ ملی و تصویب آن از طرف ولسی جرگه از صمیم قلب ابراز امتنان نمایم. شفافترین و معیاریترین بودیجه مطرح شده بود و از توجه شما به اینکه آیندۀ افغانستان را جهت دادید، همه ما تشکر میکنیم.

سیاست اقتصادی ما عمق امنیت فزیکی و اجتماعی افغانستان است و بدون موفقیت در این زمینه امنیت سرتاسری امکان­پذیر نخواهد بود.

د افغانستان ځنګلونه د ګران هیواد یوه مهمه طبیعی سرمایه ده چې متاسفانه بې غوری ورسره شوې ده، خو له نېکه مرغه زموږ خلک اوس د خپلې دې سرمایې اهمیت ته متوجه شوی دی. څه وخت دمخه د ځدراڼو محترم مشران له یولس ولسوالیو راغلی وو او د دوی یوه مهمه غوښتنه دا وه چې د جلغوزو د ځنګلونو ساتنې او صادراتو ته باید لا ډېر کار وشی، ځکه چې یوازې د جلغوزیو د صادراتو لپاره سم تدابیر زموږ عواید څو سوه میلیونه ډالره زیاتولای شی. د بادغیس محترم ولس او د هرات محترم ولس عینی مسله په پستې باندې لری او هر ځای کې له نورستان، کنړ او ننګرهار نه تر مرکزی افغانستان پورې د ځنګلونو په بیا رغاونې باندې غوښتنه ده او دا انشاالله تعالی په دې کال کې موږ عملی کوو .

زموږ معادن زموږ بله لویه طبیعی شتمنی ده . له نېکه مرغه په اول  ځل د هیواد د کانونو  د سکتور لپاره د لارې نقشه جوړه شوې ده او تر دې وروسته به له کانونو څخه استفاده د یوې جامع او واضح دیدګاه په اساس وی. د کانونو لپاره د لارې دغه نقشه له موږ سره مرسته کوی چې خپل کانونه اوسنی نسل او راتلونکو نسلونو ته په واقعی سرمایې بدل کړو. د لارې د دې نقشې په اساس به په کانونو باندې سرمایه ګذاری هدفمنده، شفافه او اسانه شی او په دې برخه کې به د خودسریو مخه ونیول شی. دلیل یو د دې چې په دې برخه باندې مې نظریات درسره شامل کړل زموږ ملی وجیبه ده او زموږ ملی وجیبه داده چې د افغانستان مهاجر په لومړی قدم کې له پاکستان نه او په دوهم قدم کې له ایران نه د وطن غېږ ته بیا په عزت، حرمت او تمام مصونیت راشی او د دې لپاره به د ملی وحدت حکومت خپل ټول پلانونه منسجم کړی او له تاسې سره به یې بیا شریک کړی.

ګرانو وطنوالو!

اداری اصلاحات هغومره مهم دی لکه امنیتی اصلاحات چې مهم دی. د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون لخوا په مرکز او ولایتونو کې د شفافو امتحانونو اخیستل په دغې پروسې د ځوانانو باور زیاتوی. په هلمند کې د ملکی خدمتونو بستونو ته په امتحان کې ۴۰۰۰کسانو ګډون کړی و چې ۷۰۰په کې ښځې وې، په هرات ولایت کې ۱۶۰۰۰زره کسانو په دغو امتحانونو کې ګډون کړی وو چې ۱۰۰۰۰په کې ښځې وې، د خلکو دومره پراخ ګډون په دغې پروسې د ولسی باور او اعتماد نښه ده او خوشبختانه د اداری اصلاحاتو په برخه کې یو تحرک رامنځته شوی دی.

او بالاخره زموږ تر ټولو مهمه پانګه زموږ بشری سرمایه ده. په را روان هجری شمسی کال کې د معارف او لوړو تحصیلاتو په ساحه کې مهم تغییرات راځی چې په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه ملت ته مفصل معلومات وړاندې شی.

د معارف او لوړو تحصیلاتو په برخه کې جدی مشکلات موجود و او لا هم مشکلات شته، موږ په پرمختګونو قضاوت نه کوو، باید ولس دا قضاوت وکړی.

یو باکیفیته معارف او لوړ تحصیلات او ځوان نسل ته د کسبونو او مهارتونو زده کول، زموږ د خلکو ژوند بدلولای شی. زه د یوه معلم په حیث په دې ښه پوهیږم چې معارف او لوړ تحصیلات څومره مهم دی، خو په تېرو کلونو کې امنیتی شرایط د دې سبب شول چې ډیره توجه نورو مسایلو ته شی. امیدوار یم چې په راتلونکی کال کې به معارف او لوړو تحصیلاتو ته هغومره توجه وکړو لکه څومره چې پکار ده او لازمه ده.

زموږ نیت، اراده او حوصله په دې متمرکزه ده چې بحرانونو ته د پای ټکی کېږدو او دا کار به په ګډه کوو.

ملی وحدت او همغږۍ سره هر هدف او موخه ترسره کېدلی شی. د ملت د استازو اود مشرانو، اقشارو، ولسونو او اقوامو د ملاتړ سره به انشاءالله تعالی ستاسې د ملی وحدت حکومت د افغان او زړه سواند ولس برحقې غوښتنې ته د عمل جامه ورکړم.

زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان

تل دې وی افغانستان

د یو سوکاله او قانونمند افغانستان په هیله

شریک سازی
Share on Facebook0Share on Google+0Email this to someoneTweet about this on TwitterShare on LinkedIn0