متن سخنرانی رئیس‌جمهورغنی در دیدار با هیأت اعزامی دولت جمهوری اسلامی افغانستان به نشست دوحه

متن سخنرانی رئیس‌جمهورغنی در دیدار با هیأت اعزامی دولت جمهوری اسلامی افغانستان به نشست دوحه

قصرسلامخانه

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآب کرزی صاحب، جناب داکتر صاحب عبدالله، جناب استاد دانش، ملی بنسټ جناب استاد سیاف، جناب استاد خلیلی، جناب صالح صاحب، اعضای محترم کابینه، تمام بزرگان، خواهران و برادران عزیز و هموطنان گرامی!

لومړی تر ټولو د بشریت د ستر پشوا تحفه دروړاندې کوم

السلام علیکم و رحمت‌ الله و برکاته!

تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی. تاسې ځئ، چې د دغه ولس ورکه تر لاسه کړئ، هغه ورکه دوامداره، تلپاتې او باعزته سوله ده. تلپاتې او با عزته سوله په ملی وحدت، په اتفاق، په اجماع او په راتلونکی باندې په باور جوړېږی.

 تاسې هر یو سیاسی، فرهنګی، علمی او دینی شخصیت یاست، دې وطن کې مطرح اشخاص یاستئ. تاسې دینی او علمی پانګه یاست، سیاسی پانګه، ټولنیزه پانګه او مختلفې پوهې ستاسې په وجود کې موجودې دی. د افغانستان ولس ستاسواتحاد او اتفاق ته هیله مند دی او ارزو یې دا ده چې د ورکې د بېرته لاسته راوړلو کې تاسې بیرته بریالی راشئ او سر لوړی اوسئ.

نن دا ټوله پانګه او پوهه سره راټوله شوې او یو قوی بازو او قوت ورڅخه جوړ شوی دی، ځکه ستاسو ماموریت به د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې او ارزوګانې تمثیلوی او د ټول ولس عملی استازیتوب به کوئ.

در این میان حرف ما و شما مطرح نیست، باید همۀ ما، ما شویم. دست‌آورد تاریخی و دست‌آورد فعلی ما و از همه مهمتر، دست‌آورد مشترک ما، آرزوی‌است که برای نسل‌های آیندۀ خود در نظر داریم.

در این تالار شخصی را نمی‌توان یافت که در دوران جنگ تحمیل‌شدۀ چهل ساله صدمه و خساره ندیده باشد. هیچ شخصی را نمی‌توان یافت که در طی این سال‌ها، شب و روز با سختی و مشقت مواجه نشده باشد و حتی تا سرحد مأیوسی پیش نرفته باشد و بالاخره، شمع امید در دل‌‌اش روشن نشده باشد و برای کشور و نسل آیندۀ این سرزمین امیدوار نشده باشد.

همین وطن و سرزمین است که ما را صاحب هویت می‌سازد، این افغانستان است که برای ما عزت می‌بخشد. این سرزمین از برکت قربانی صدها نسل که استخوان‌های‌شان در این خاک دفن‌شده و تا اینجا رسیده است. شهادت‌شان موجب افتخار این کشور بوده، این همان کشوری است که احساسات عمیق ما با آن گره خورده و این همان خاکی است که هیچ یک ما فراموش‌اش کرده نمی‌توانیم و هیچ یکی ما حق‌اش را ادا کرده نمی‌توانیم.

در این سرزمین حق و حقوق ما ثابت است و حوصلۀ این خاک در مقابل احساسات تند و تیز ما، مانند هندوکش قرار دارد.

 موږ ټول په درد کې یو یوو او هم په هیله کې یو یوو، ګډ درد مو دا دی چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یو، انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړی کړی یوو، که زموږ په ځای پولاد هم وای اوس به ذوب شوې وای، خو دا چې زموږ په زړونو او وینه  کې وطن سره د زرهاو کلونو مینه جاری ده، نه ماتېږو او نه ناهیلې کېږو، ځکه ټول په دې باور لرو لکه څنګه چې له نورو بحرانونو څخه وتلی یوو، دغه څلوېښت کلن جنګ ته به هم انشاالله تعالی د پای ټکی ږدو.

د نهیلۍ د ختمولو کیلۍ زموږ په لاسونو کې ده، راشئ یو بل ومنو او راشئ د راتلونکو نسلونو لپاره ځانځانی ښامار نه تېر شو، ځانځانی ښامار څوک منزل ته نشی رسولی، ځانځانی ښامار خپل اولاد خوړلی دی، یوازې ځان پسې ګرځېدل ارامی نشی راوړلی.

ایا د انسان په حیث ټول تلونکی نه یوو؟

ایا مرګ هره ورځ زموږ یو عینی واقعیت نه دی؟

غېر له ښو اعمالو څخه،  قبر ته چا څه وړی دی؟

او د اخرت په ورځ مو ښه اعمال شفاعت کوی، که منصب، که مال، که موقف او که زور؟

یک فرصت تاریخی بدست آمده که با فکر عمیق و بحث‌های عمیق، مشکلات دایمی خود را حل کنیم. به‌صفت یک ملت مستقل، تصامیمی اتخاذ می‌کنیم که در آن رضا خداوند جل‌علی‌شأنه و خیر ملت نهفته باشد، متوجه باشید که قدرت وسیله است، نه هدف.

هدف خدمت است، تأمین نظام است، تأمین قانونمندی‌است، نه ادعای شخصی و برتری. اگر وطن ما ویران باشد، بزرگترین قصر و زیباترین لباس در چند دقیقه به خاک تبدیل می‌شود. اگر در وطن ما سیلاب خون جاری باشد، چگونه می‌توان طرح‌های سازندۀ خویش را برای نسل‌های آینده تطبیق نماییم.

فرصتی به‌دست‌ آمده که شرایط ملی، اسلامی، منطقوی و بین‌المللی برای صلح آماده است. صلح نماد جرأت است، صلح نماد قوت است، به‌خاطر اینکه اختلاف بالای چیزهای دنیایی صورت می‌گرد. هر اختلاف دنیایی راه حل دارد. صلح به‌خاطر این نمادِ قوت است که مردم فیصله می‌کند که کدام شرایط و حدود برای‌شان قابل قبول می‌باشد و با کدام‌ها مخالفت دارد.

آخرین تصمیم‌گیرندۀ صلح، ملت قهرمان افغانستان است.

نمایندگان از مؤکلین‌شان نمایندگی می‌کنند، ما و شما همه نماینده هستیم، قوت ما ناشی از همین نمایندگی است، عزت ما از همین نمایندگی سرچشمه می‌گیرد، مسئولیت ما نیز ناشی از همین نمایندگی می‌باشد و همچنان حدود صلاحیت‌های ما را نیز همین نمایندگی تعیین می‌کند.

ممکن شما به شکل فردی با طالبان ارتباطات داشته باشید، چون جامعۀ ما جامعه ارتباطات است، اما برای شما نمایندگان، امروز برای اولین‌بار زمینه‌ی مساعد گردیده است که همراه طرف مقابل، بحث‌های همه‌جانبه داشته باشید. شما در قطر از دولت جمهوری اسلامی افغانستان و ملت واحد و عظیم افغانستان نمایندگی می‌کنید. از حقوق هر طفل، هر زن، هر معلول، هر خانوادۀ شهید و هر شهروند افغانی نمایندگی می‌کنید. حقوقی که در وثیقۀ ملی ما یعنی قانون اساسی ما درج است و رهنمای راه آیندۀ ماست.

نمایندگی از جمهوری اسلامی افغانستان و مردم افغانستان به‌خاطری مهم است که هیچ کس نمی‌تواند خارج از چارچوب دولت، از ملت نمایندگی کند. حق مسلم این‌است که همۀ ما از تمام دولت و ملت نمایندگی کنیم. 

 دلته دوه هدفه دی.

 یو، د اوسنی افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او هغوی ته فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژنی، د یو بل پېژندنه ضروری ده چې د حل لارې ته ورسېږو او دا باید په مطلق احترام او عزت سره وشی، په زغم سره وشی، اما په صلابت او په جراات سره وشی.

د نظام موجودیت او سرې کرښې جناب استاد سیاف تاسې ته تشریح کړې. دا کرښې د دې وطن د مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوی دی، او جناب استاد، جناب استاد خلیلی، جناب کرزی صاحب او جناب داکترعبدالله سره زه مطلق موافق یم او نه یې تکراروم.

قربانی مو ورکړې ده او هره ورځ قربانی ورکوو، د دې قربانیو د ختم ټکۍ باید کېښودل شی.

دویم، طالبان قانع کړئ چې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت سره له مذاکراتو بغېر بله لار نه لری او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږی، بیا هم جناب کریم صاحب او د حزب اسلامی ټولو مشرانو نه مننه کوم چې همدا نسخه مو ومنله او نن تشریف لرئ او جناب انجنیر صاحب حکمتیار نن په سفر کې دی،  زموږ خپل تاریخ راته وایی چې پردی ‎زموږ لپاره تصمیم نشی نیولی، هغه تصامیم چې نورو زموږ لپاره نیولی او موږ نه دی منلی، نه دی عملی شوی، د وینې تویول بریالیتوب نه دی، بیا یې تکراروم چې د وینې تویول بریالیتوب او کومه قهرمانی نه ده.

د سیاسی حل لارې موندل غالب او مغلوب نه لری، بیا یې تکراروم چې د ستونزې سیاسی حل لاره غالب او مغلوب نه لری، د سولې ګټونکی به انشاالله تعالی د افغانستان ماشومان، د افغانستان مېرمنې او د افغانستان یتیمان او په خاص ډول به د افغانستان ولس او راتلونکی نسلونه وی.

موږ سوله د ځان لپاره نه کوو، بلکې د راتلونکو نسلونو د ابادۍ او هوساینې لپاره یې کوو. مونږ یواځې د ځان مسئول نه یوو، د هغو ماشومانو مسئول یوو چې نن یې امید په سر کې ګرځی او که له یوې ماشوم نجلۍ پوښتنه وکړئ چې راتلونکې کې څه کېږې؟ وایی غواړم لومړۍ مېرمنه اوسم، خدای دې راوله!

هر افغان باید په دې پوه شی چې بل افغان یې په زور باندې تسلیمۍ ته نشی مجبورولی، اما په منطق او د زړه په احساساتو او د یو بل په منلو سره موږ هغې موافقې ته رسېدلی شو چې هغه کې د وطن خېر او د الله تعالی رضا وی.

شما در چارچوب این فرصت و مسئولیت بزرگ، سفیران و نمایندگان دولت و ملت می‌باشید، مثلی‌که جناب استاد خلیلی تاکید کرد.

د دغه فرصت په چوکاټ کې تاسې ته د دولت او ملت د سفیرانو او استازو ستر مسوولیت په غاړه کې پروت دی. په حوصلې په دقت، په ښه نیت او متانت د ولس غوښتنې د نظام تداوم، د قانونیت ضرورت او د بنسټونو په تقویه کولو باندې طالبانو سره په وطنی او واضح الفاظو خبرې وکړئ او د دوی  په دردونو، مجبوریتونو هیلو او نظریاتو باندې ځان پوه کړئ، دا تاسې پورې تړلې ده چې بېرته د افغانستان ولس لپاره څه راوړئ؟

نتیجه ګیری به مو دا وی چې د تلپاتی سولې لپاره ذهنیتونه او مغزونه تیار دی او که خدای ناکرده، نه؟

ایا اختلافات او جګړې په مشترکو ارزوګانو او د حل په لارو بدلولی شو او یا دا چې په لجوجانه توګه په ځان باورمند او په نورو بې باوره یوو. زه مخکې له مخکې په نتایجو نه غږېږم، کله چې له خیر سره بېرته کابل ته راشئ غواړم لکه نور د افغانستان هر وګړی له تاسې څخه واورم او هیله مند یم چې ستاسې پیغام د افغانستان ولس ته مثبت او ګټور پیغام وی.

من افتخار می‌کنم که طی چند سال اخیر، موضوع صلح به یک بحث اساسی و امید مردم مبدل گردیده است، تعداد زیاد موانعی که فکر می‌شد مانع است، از سر راه دور شده است.

حل سیاسی جنگ نه تنها ضروری، بلکه عملی می‌باشد. حالا می‌بینیم رواداری، تحمل و مدارای که جامعۀ افغان در آتش‌بس عید سعید فطر از خود نشان داد، در جلسۀ قطر این روحیه، اراده و نیت انشاء‌الله وجود خواهد داشت.

امیدوارم که شما به نتایج و پیام‌های مثبت، دوباره به وطن برگردید.

ژوندی دې وی د افغانستان اسلامی جمهوریت

یشه سن جمهوریت اسلامی افغانستان

زنده باد جمهوریت اسلامی افغانستان

موفق باشید.