متن کامل سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس‌جمهوری اسلامی افغانستان در لویه جرگۀ مشورتی صلح

متن کامل سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس‌جمهوری اسلامی افغانستان در لویه جرگۀ مشورتی صلح

کابل- تالار لویه جرگه

۹ ثور ۱۳۹۸

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملت وکیلانو، محترمو مېلمنو، ناظرینو او د بین المللی ټولنې غړو، تر هر څه اول غواړم، د سولې د دغې عظیمې لویې مشورتی جرګې هر یو غړی ته د بشریت د ستر لارښود، تحفه وړاندې کړم.

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډېرو محرومو او لرې پرتو ولسوالیو او کلیو څخه؛ د ټولو ښارونو، کلیو او ناحیو څخه؛ د افغانی ټولنې د هر نسل او هر قشر څخه، انتخابی استازی دلته د لویې جرګې په تالار کې د یو باعزته چتر لاندې راټول شوی دی.

ښه راغلاست، په لېمو راغلئ!

ارزگان، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، تخار، جوزجان، خوست، دایکندی، زابل، سرپل، سمنگان، غزنی، غور، فاریاب، فراه، کابل، کاپیسا، کندز، کندهار، کنرها، لغمان، لوگر، ننگرهار، نورستان، نیمروز، هرات، هلمند، وردک، ولایات پرافتخار کشورعزیز ماست.

هر یو مو زما د زړه یوه ټوټه یئ او په ګډه د دې عظیم ملت استازی یئ، ښه راغلاست! کتگوری های شامل جرگه، اعضای شورای ملی افغانستان دورۀ هفدهم مبارک تان باد! اعضای محترم شورای ولایتی که زحمات نهایت کشیده اند و این جرگه‌ی معظم را مدیریت کرده اند. از هریک تان و از همه‌ی شما جمعاً تشکر!

اعضای شورای عالی صلح، سکتور خصوصی، اتاق تجارت زنان، اتاق تجارت افغانستان، اتاق تجارت بین المللی، علمای جید کشور و شورای علمای افغانستان، جناب کشاف صاحب او ټولو علمای محترمو، نمایندگان اتحادیۀ حقوق‌دانان و انجمن وکلای مدافع، نماینده‌های احزاب سیاسی ثبت‌شده، نماینده‌های اشخاص دارای معلولیت جنگی از هرکدام تان تشکر و تعهد ما این‌است که به هرخانواده‌ی جنگ‌دیده گوش می‌دهیم و در غم‌شان خود را شریک می‌دانیم.

نماینده‌های حرکت  مردمی صلح هلمند، له تڼاکو پښو نه مو جار شم. نماینده‌های خانواده‌های قربانیان جنگ ۱۸ ساله‌ی گذشته، نماینده‌های خانواده‌های قربانیان نیروهای امنیتی و دفاعی، نماینده‌های با افتخار سِیک‌ها و اهل هنود افغانستان، نماینده‌های کوچی‌های افغانستان، نماینده‌های متخصصین افغان مقیم خارج، نماینده‌های مهاجرین افغان در ایران، نماینده‌های مهاجرین افغان در پاکستان!

موږ ټول سترګې په لار یوو چې  تاسو ټول مهاجرین به، بیا مهاجرین ونه اوسئ او بېرته د وطن غېږې ته راشئ. نماینده‌های نهادهای علمی و اکادمیک، نماینده‌های نویسند‌گان و شعرا، نماینده‌های هنرمندان، نمایندگان ورزشکاران، از هر فدراسیون یک تن به‌شمول بورد کرکت و قهرمانان کرکت و فوتبال خود را خوش‌آمدید می‌گوییم. نماینده‌های نهادها، فعالین حقوق زنان و نماینده‌های اجماع ملی زنان برای صلح به‌شمول خانم اول، نهادهای مدنی و سازمان‌های اجتماعی، نهادهای ملی و مدنی جوانان، ځوان رهبران، توانمندې ښځې او د ټولنې معزز دینی علما او سپین ږیری وینم او جناب استاد، جناب حضرت صاحب،  صالح صاحب، جناب قاضی القضات صاحب، جناب کشاف صاحب، جناب غضنفر صاحب، ټول نور مشران، جناب ډاکتر صاحب سیما سمر، د هر یو نوم نه اخلم، جناب مسلمیار صاحب، جناب ارغندیوال صاحب او خاصتاً زما ډیر خوږ ورور جناب استاد دانش، جناب دهقانپور صاحب، چې د شورا [ولسی جرګې] موقتی رئیس دی، د کابینې محترم غړی، او نور ټول، دې مجلس کې له حضور نه مو مننه کوم.

دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې له ټول افغانستان څخه د ولس درې زره دوه سوه استازی د یو با عزته چتر لاندې طالبانو سره د مذاکراتو د حدودو او چوکاټ ټاکلو په خاطر سره راټول شوی دی.

نن د ټول ملت سترگې د سولې دغې عظیمې مشورتی جرګې ته دی. تکراروم  یې، نن د ټول ملت سترګې د سولې دغې عظیمې مشورتې جرګې ته دی.

هر افغان تاسې باندې اعتماد کوی چې د افغانستان راتلونکی تاسې پخپل تدبیر، په عقل او په درایت سره او وطن سره په ژمنې وټاکئ او زه په تاسو باندې مطلق اطمینان لرم.

حرمتلی قوم بویوکلری، وکیللر، آپه سینگیللر، ایناغه لر و یاش – ییگیتلر تینچلیک مصلحتی لویه جرگه گه خوش کیلیب سیزلر. حرمتلی لویه جرگه اشتراکچیلری، هر بیرینگیزدن اوز جامعه نگیزنی سیسی بولیشنی ایسته یمن. جامعه نینگ تینچلیک باره سیده گی فکرینی صداقت بیلن قورقمسدن ایتیب بیز سیاستچیلرگه مصلحت بیرینگلر.

ګرانو وطنوالو!

په دغه ځای کې موږ اتلس کاله پخوا د خپلو استازو له لارې په اضطراری لویه جرګه کې د نوی افغانستان د نوی مسیر بنسټ کېښود، لکه تاسې چې نن دلته تشریف لرئ، هغوی هم په ډېر شوق، مینې او محبت سره نړۍ ته د یو متحد او یو موټی افغانستان پیغام ورکړ.  

 ورپسې په همدغه ځای کې له څو پرله پسې ورځو بحثونو او خبرو وروسته د خلکو استازو د اتباعو د حقوقو او مسوولیتونو لپاره، د دولت د صلاحیتونو او مکلفیتونو لپاره، د دولت‌دارۍ د روښانه سیستم د لرلو او سیاسی واک ته د رسېدو لپاره،  قواعد تنظیم او تدوین کړل او د ترخو تاریخی تجربو په رڼا کې یې ټول حدود ترسیم کړل او د اساسی قانون په لویه جرګه کې یې د هېواد اساسی قانون تصویب کړ او د نوی نظام اساس یې کېښود.  

دا کتاب (قانونی اساسی) زموږ ملی وثیقه ده. ما ته دې څوک ووایی چې له دې نه اسلامی تر اساسی قانون په نړۍ کې چېرې ده؟

د اساسی قانون په تاریخی لویه جرګه کې د افغانستان باعزته ښځو او نارینه وو د ټول دردېدلی ملت په استازیتوب، په داسې حال کې چې د خوشالۍ اوښکې یې له سترګو روانې وې، په بشپړې اجماع سره یو قانونمند او با ثباته افغانستان ته د جناب مرحوم حضرت صاحب تر مشرۍ لاندې رایه ورکړه.

هغه ورځ هم لکه نن چې تاسې راټول شوی یاست، د خلکو استازو په بشپړې ازادۍ او خپلواکې ارادې سره د خپل هېواد راتلونکی سیاسی، اجتماعی او اقتصادی مسیر وټاکه.

موږ نن مسیر لرو. موږ بې لارې روان نه یوو. موږ چوټ انداز روان نه یوو. موږ دا مملکت جوړوو او په خپلو وینو یې جوړوو.

 

زموږ د هېواد د همدغه لرغونی دود په دوام، نن تاسې مشران، منتفذین، ځوان رهبران او پوهې او پتمنې ښځې په هماغسې پاک نیت سره د هېواد له هرې څنډې دلته راټول شوی یاست، تر څو ما او خپل دولت ته د جنګ بندولو او یو اباد، ازاد او سرلوړی افغانستان لپاره چې په سیمه کې پایداره سوله ولری، مسیر معلوم او مشوره ورکړی، تر څو وکولای شو په ګډه د خپل ظرفیت څخه د هېواد د ترقۍ او سوکالۍ لپاره ګټه پورته کړو.

 

زما ستاسې خادم او د افغانستان دولت لپاره یوې پایدارې سولې ته رسېدل مهمترین او حیاتی لومړیتوب دی.

د هېواد د وسله‌والو قواوو د اعلی سر قومندان په توګه، هر سهار امنیتی راپورونه لولم. جناب ډاکتر صاحب محب، جناب لوی درستیز صاحب، وزیر صاحبان د دفاع او داخله، ټول په دې کې شامل دی. د زړورو امنیتی او دفاعی ځواکونو د ټپیانو پوښتنې ته ورځم، یا د ملکی وګړو پوښتنې ته ځم چې په انتحار او انفجار کې ټپیان شوی دی، یا د خپلو ویاړلو امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو کورنیو سره ګورم.

کوم درد او رنځ چې زموږ کورنۍ لری، دغه درد هره ورځ احساسوم، هغه درد چې په شغنان کې د سردار کورنۍ، یا په هلمند کې د صفی الله یتیمان او یا په ننګرهار کې د زړور کورنۍ او یا د تبسم پلار کوم درد تېروی، زه په دې هڅه کې یم چې څنګه کولای شم دغو ټولو مظلومو افغانانو ته د درد دوا شم، د غم دا دروند بار مې هر وخت په اوږو بار دی.

مجبور یم چې پس له امنیتی ګزارش نه، زړه کې مې تیږه کېږدم او په مغزو کې مې پولاد کېږدم، ځکه تاسې د دې لپاره نه وم ټاکلی چې زه و ژاړم  یا ننواتې وکړم، تاسو دا مسوولیت راکړ چې دا خاوره جوړه کړم.

زه پوهېږم چې دا ملت له دین او وطن څخه په دفاع  او په خپل هېواد کې د دایمی ثبات لپاره تر دې زیاتو قربانیو، صبر، تحمل او زغم ته اماده دی، خو زه د هېواد د لومړی مسوول او خادم په توګه، له لومړۍ ورځې څخه د دغه بدبخته  او تحمیل شوی جنګ له قېمت څخه خبر یم، په دې خبر یم چې د جنګ دواړه غاړې کورنۍ څومره لوړه بیه پرې کوی، دا ما خپله دنده او مکلفیت ګڼلی چې دغو دردونو ته د پای ټکی کېږدم او د دغه عظیم ملت شهامت او میړانې څخه د وطن د ابادۍ لپاره کار واخلم.

ستاسې به په یاد وی، پر ارګ باندې توغندی راغلل، اما ما همغه ورځ هم د مبارک اختر په ورځې بیا سولې ته خپله ژمنه ټول ولس ته څرګنده کړه. یو څو توغندی زموږ اراده نشی ماتولی.

برادران و خواهران!

جرگه در تاریخ افغانستان اهمیت خاص خود را دارد، این یک عنعنه‌ی ملی است که افغان‌ها در طول تاریخ به‌خاطر فیصله‌های بزرگ به آن متوسل می‌شدند. نقش‎هایی مثبت که جرگه‎ها در مورد مسایل محلی، ملی و سیاست خارجی افغانستان، صلح و جنگ در دوره‌های مخلتف بازی کرده، این همه را تاریخ بزرگ کشور ما به‌یاد دارد. خوشبخت هستیم که نهاد ملی داریم که ممثل اراده‌ی ملی ماست، و تمثال واقعی مردم‌سالاری و وحدت ملی ماست.

بسیار کشورها کوشش کردند که یک نهاد مثل لویه جرگه را ایجاد کنند، اما این به فرمان نمی‌شود، این به حکم نمی‌شود، این به‌تقاضا نمی‌شود، این از هزارها سال تاریخ ما سرچشمه گرفته است و امروز شما نه تنها از نسل‌های آینده نمایند‌‌گی می‌کنید، شما خون‌تان ممثل هزارها سال قربانی از خاطر این خاک مقدس است.

لویه جرگه یک عنعنه‌ی است که به برکت مردم‌سالاری و نظام جمهوریت، حالا به  یک رسم نهادینه نیز تبدیل شده  است. این چه زیبا اصطلاحی‌است، ترکیبی  از پشتو و دری. لویه کلمه پشتو است و جرگه کلمه‌ی فارسی دری و این تصادف نیست، این همان پیوند عمیق و خدا داده  برای سرزمین ماست.

این‌جا پیوند مردم‌ها به اندازه‌ی همین اصطلاح باهم گره خورده است و بافت باغ‌گونه‌ای افغانستان را به‌وجود آورده است. برماست که برمشترکات ما سرمایه‌گذاری کنیم و از نفاق دوری کنیم. رمز آینده‌ی ما در اتحاد ماست، نه در نفاق! بیایید که منافع کوچک را قربانی منافع بزرگ کنیم. بیایید که عزت و حرمت این خاک بزرگ را متحدانه تقسیم کنیم.

این‌جا ما اتفاق و برادری، خواهری و همدلی خویش را به نمایش گذاشته‌ایم  و رسم پسندیده‌ی اسلامی را حرمت گذاشته‌ایم که نه تنها مشوره را گرامی و مقدس می‌داند، بلکه اتحاد و همدلی را بخش اساسی دین مبین ما گفته است. دین مبین ما به اساس مشوره بنا شده است و عدالت مبنای دین مبین ما است، نه قدرت، نه زور، نه تهدید.

 حدیث مبارک است که می‌گوید، دست خداوند جل‌علی‌شأنه باجمع است و شیطان در نفاق است. شیطان را از فکر و مابین خود دور کنیم، رجوع به خداوند و سیرت نبوی کنیم.

 خداوند می‌فرماید که به ریسمان الهی چنگ بزنید و پراگنده نشوید. در پرتو ارشادات دین مقدس اسلام، زیر یک سقف یکجاشدن و لبیک ‌گفتن به اتحاد ملی و وحدت ملی ما، همان ریسمان الهی است.

اما، تحول اجتماعی فعلی کشور و عنعنه‌ی اشتراک در لویه جرگه‌ها تغییر کرده است و به یک واقعیت تبدیل گردیده است، شما می‌توانید حضور گسترده‌ی رهبران جوان و زنان توانایی کشور را در این جرگه ببنید. از اجماع ملی کشور که همدلی و هماهنگی‌شان را در این تالار به نمایش گذاشته اند، از صمیم قلب تشکر می‌کنم. امروز خواهران ما چیزی کم از ۳۰ فیصد هستند، وعده‌ی ما عملی‌شده و از خواهران ما خواهش این را داریم که در هر‌کمیته، فعالانه اشتراک کنند. در شورای عالی مصالحه یک نکته‌ی بسیار دلچسپ بود که جناب استاد سیاف و خواهران ما، در یک صف واحد از قانون اساسی ما دفاع کردند.

مشوره یک اصل و ضرورت است، زعیم هرکشور وقتی به مشوره‌های ملت گوش می‌دهد، می‌تواند کشور خود را از بحران‌های عظیم نجات دهد و ما ملتی هستیم که برای مشوره و تصامیم بزرگ کشوری، عنعنه‌ی ملی لویه جرگه‌ها و سیرت نبوی و تاریخ اسلامی را داریم.

امروز ما به افغانستان ناشنیده گوش می‌دهیم. تکرار می‌کنم، امروز ما به افغانستان ناشنیده گوش می‌دهیم. افغانستانی که در هر قریه، در هر ولسوالی، در هر شاروالی، در هر ولایت در تمام اقشار است. افغانستان به همه افغان‌ها تعلق دارد. در مالکیت افغانستان بین دو افغان هیچ نوع تبعیض و تفاوت وجود ندارد. همانطوری که بارها گفتیم، هرافغان از هیچ افغان کرده کمتر نیست و از هیچ افغان کرده زیادتر نیست. امروز ما می‌خواهیم که قریه‌های افغانستان، ولسوالی‌ها، تمام اقشار افغانستان با آزادی تمام به کابل نشین‌های ما، پایتخت تان و کسانی که در حوزه‌ی پنج کیلومتری ارگ قرار دارد، یک مشوره‌ی واضح بدهند و یک پیغام واضح اتفاق و اتحاد را بدهند.

چهار روز جرگه ثابت خواهد کرد که شما نمایندگان منتخب ملت، ممثلین اقتدار و وحدت ملی، صاحبان نیت و اراده، فهم، تجربه و دیدگاه و آرزومند صلح و رفاه هستید. من چرا یقین دارم؟ از خاطری که زیاده از صد بار از دوران انتقال تا حال خدمت تان در ولایات آمده‌ایم. با ده هاهزار نفرتان دیدیم، با صدهاهزار مشوره کردیم. تا به حال من موردی را نیافتیم که دیدگاه ملت ام  را به بیراهه ببرد. سر همه تان افتخار می‌کنم و سر تان می‌نازم. اگر کارهایی را انجام دادیم که مسیر بیاید، تمام پروگرام‌هایی را که من ساختم، الهام از نظریات شما گرفته شده است.

که جلغوزی وو، که د سرحداتو خلاصول وو، که له نورو کارونو نه وتل وو، دا ستاسو ټولو غوښتنې او مشورې وې.

من نحوه‌ی انتخاب شما را گاه و ناگاه پیگیری می‌کردم و می‌دانم باچه شوق و باچه شور تا اینجا رسیده اید. هر حوزه، هر ولسوالی و هر قریه می‌خواست که تعداد نمایندگان‌شان در لویه جرگه بیشتر باشد و یقین دارم این شور و شوق در بحث‌های‌تان ادامه می‌یابد. به خانواده شهید صافی تسلی می‌دهم و به تمام وکلای لویه جرگه از خاطر شهادت موصوف تسلیت ابراز می‌کنم.

کوچک‌ترین دستاورد لویه جرگه این خواهد بود که ۳۲۰۰ افغان از چهارگوشه‌ی کشور و مهاجرین ما و شخصیت‌های برجستۀ بین‌المللی ما باهم آشنا می‌شوند و این برای تحکیم پایه‌های دولت، بسیار مهم است و بی‌حد  مهم است.

 خاک مشترک، تاریخ مشترک، دین واحد، زبان‌های مشترک، فرهنگ مشترک، درد مشترک و صدها مشترکات دیگر داریم، به همین خاطر است که وقتی کسی به جرگه دعوت می‌شود احساس بیگانگی نمی‌کند و فکر می‌کند به دیدن آشنایی از یک گوشه‌ی دیگر میهن می‌شتابد.

بیگانگی را همه ما دیده‌ایم یا نه؟ مهاجرت را همه ما دیده‌ایم یا نه؟ بی‌عزتی را همه ما دیده‌ایم یا نه؟ خارج از این خاک یکی ما عزت داریم؟ دار و ندار ما ثبات این خاک است. این خاک هدیۀ کسی به ما نیست. در طول قرون جهاد کردیم، قربانی دادیم، مقاومت کردیم، با هرپدیده‌ی شوم مبارزه کردیم تا حق آزادی، حق تمامیت ارضی و حق تعیین آینده خود را داشته باشیم. ما را کسی نگوید که ما ممنون شما هستیم. از تمام دنیا از خاطر کمک های‌شان تشکر می‌کنیم، مگر مسئولیت آینده‌ی ما از خود ما است، چون آیات قرآنی است. من نمی‌خواهم افغان‌های که بعد از من مسئولیت را می‌گیرند، به گدایی‌گری پیش ملک‌های دیگر بروند. ما باید سر پای خود ایستاده شویم و انشاالله و تعالی می‌شویم. خداوند ج ما را هرچه داده است، اگر اتفاق داشته باشیم، انشاالله و تعالی صلح باشد، به یک سرعتی حرکت خواهیم کرد که مردم را متعجب خواهد ساخت. این شدنی است و این وعده‌ی خداوند ج است همراه ما.

چرا لویه جرگه مشورتی؟

به‌خاطر اینکه با طالبان چارچوب و حدود مذاکره را تعین کنیم.

شما وکلای منتخب ملت ۳۲۰۰ نفر، نه مامورین عالی رتبه دولتی، حدود را تعیین می‌کنید. آن‌ها ناظر هستند، والی صاحبان ناظر هستند، دیگرها، شما نماینده هستید.

به‌خاطر اینکه صلح تعریف شود و چگونگی دستیابی به آن مورد بحث قرارگیرد و در روشنایی نظریات مردم، جمهوری اسلامی افغانستان خط مشی صلح و مذاکره را تدوین و تکمیل نموده و سعی خواهد ورزید تا تمام امکانات و منابع ملی و دولتی را در راستای تطبیق آن به کار اندازد.

چون می‌خواهیم پروسه‌ی صلح افغانی شود، من اجازه نمی‌دهم که پروسه‌ی صلح غیر افغانی شود.  من سر کسانی که تشریف نیاورده اند، گپ نمی‌زنم، شما قضاوت کنید. بار جنگ را مردم غریب کشور به دوش می‌کشد، نه نخبه‌گان سیاسی.

من اینجا به کمپاین نیامده‌ام و اگر کمپاین می‌خواستم، اسم‌اش را لویه جرگه نمی‌گذاشتم.  من این عنعنه‌ی بسیار زیبا و مردم‌پسند را در پای کمپاین انتخاباتی خم نمی‌سازم و بلندی و بزرگی آن را نه تنها احترام می‌گذارم، به آن از صمیم قلب باورمند هستم. شما برای شش ماه آینده مسیر افغانستان را تعیین نمی‌کنید، امید است شما برای یک قرن مسیر را تعیین کنید.

دا خو درته معلومه ده چې نه کوږ یم او نه کوږ حرکت کوم، سیده او مستقیم غږېږم او ستاسو له زړه نه غږېږم.

شما از ۳۱ میلیون انسان این سرزمین نمایندگی می‌کنید و این ملت بزرگ از واخان تا چاربرجک، از اسلام‌قلعه تا سپین‌بولدک و از آقینه تا غلام‌خان و البرز تا سپین‌غر و رودات همه گوش به آواز شما هستند. هو! زه یوه ګناه لرم، دې وطن سره لېونۍ مینه لرم او که په دې راته وایی چې لېونی دی او په سد نه دی، په دې لېونتوب ویاړم.

گل‌های باغ افغانستان شمایید و بودن در میان این تنوع مسرت است و افتخار.

دولت شما قرار است سیاست مذاکره و تفاهم را به اساس حرف ۳۲۰۰ نفر نماینده‌های جمع‌شده درین اتاق بزرگ ملی  شکل بدهد و ترتیب کند. این کار به مراتب و مراتب بهتر از آن است که من در انحصار ۱۵ نفر در شعاع شش کیلومتری ارگ باشم و اتصال به صدای مردم نداشته باشم.

لویه جرگه تسهیل‌کننده‌ی صدای مردم افغانستان است، از نظر زمانی، لویه جرگه همین حالا باید تدویر می‌یافت که به خیر و عافیت تدویر یافت، انشاالله تعالی به موفقیت به نتیجه خواهد رسید، هرنوع تصمیم بدون مشوره با مردم، خام است. هرگاه که بعد از ختم این لویه جرگه به ولایات تان بر می‌گردید و به اقشار مختلف‌تان دوباره می‌پیوندید، شما سفیران صلح هستید.

هو تاسې ټول او یو یو د سولې سفیران یاست

ګرانو وطنوالو!

خویندو او وروڼو

د ملی وحدت حکومت لومړیتوب له لومړۍ ورځې څخه سوله وه، ما تاسو سره په انتخاباتو کې  ژمنه کړې وه چې سولې باندې که سر مې هم لاړ شی، سوله به انشا‌الله و تعالی راولو او هیله ده چې درته ثابته شوې وی چې یو وار مو چې ژمنه کړې ده، په ژمنې باندې ولاړ یوو او نه یوازې چې ژمنه مو کړې، اقدامات مو کړی.

د ملی وحدت حکومت په وروستیو دوه کالو کې سوله په یوه ملی بحث بدله شوې، دوه نیم کاله مخکې که افغانان له باندې نه راتلل یا خارجیان راتلل، تاسو ته به یې نه ویل چې سوله د افغانستان لومړیتوب دی، لا په ملی بحث باندې بدله شوې نه  وه. نن یو څوک شته چې انکار وکړی چې سوله زموږ ملی بحث دی او ستاسو حضور دلته ضروری ده؟ دلیل دا و چې تاسو ته مو زحمت درکړ او د زړه له کومې نه مننه کوم. پرون وحید عمر صاحب راته وویل چې د ارزګان ولایت یو اتیا کلن وکیل صاحب دی، دوی ټول ورته لاړل ننواتې یې وکړ چې روغتون ته لاړ شه چې ناجوړه یې، ویل یې چې، نه! خلکو ټاکلی یم چې لویې جرګې کې اشتراک وکړم او تر څو چې دا نه وی، ډاکټرته نه ځم، مشورتی لویه جرګه دا موقع او فرصت مساعد کړی دی چې ستاسو بحث منسجم شی، زه پوهېږم چې د ټولو په مغزو کې عینې خبرې دی، اوس راشئ چې توحید ورکړو، منسجم یې کړو او منظم یې کړو چې انشاالله تعالی تاسو به یې وکړئ. موږ دا کړی چې یو موقع او فرصت مو مساعد کړی دی چې د خلکو استازی تر یو باعزته چترلاندې د سولې په اړه خپل نظریات منسجم کړی او موږ ته یو لوری او جهت تعین کړی.

له داوودزی صاحب او له ټول کمېسیون نه مننه کوم. نن د ډېرو مننو ورځ نه ده، تاسو زموږ د توجه وړ یاست، په اخری ورځ کې به خپل د مننې او تقدیر اظهارت وکړو.

موږ یو اورېدونکی حکومت یوو، زما ټولې طرحې ستاسو مشورو څخه په الهام لیکل شوې دی، تدبیر دې ته وایی چې د خلکو درایت، شعور، حد او حدودو ته درناوی ولرو او ستاسو حکومت هر ګام انشاالله په تدبیر اخلی. مشوره زما لپاره مهم اصل دی، یوه نیمه لسیزه چې ما په افغانستان کې کومه وظیفه اجرا کړې ده، د پوهنتون له ریاست څخه نیولې، د امنیتی مسوولیتونو تر انتقال او همدارنګه لسګونو ولایتی سفرونو او هره میاشت کې چې په ارګ کې له خپلو زرګونو وطنوالو سره په کتنو کې په ټولو ملی مسائلو کې مشوره کوم او نن  په عمل کې تاسې ته ثابتوم چې په دغه اصل باور لرم.

زه نن تاسې ته تفصیلات نه درکوم، یو وخت زه د پوهنتون استاد وم، زه تاسو ته د لکچر ورکولو لپاره نه یم راغلی، تاسې د سیاست استادان یئ، ماته لکچر راکړئ، ما ته جهت راکړئ، ما ته مشوره راکړئ. نن تاسې ته لکچر نه درکوم.

موږ په بې سابقه انعطاف او بې سابقه طرحو سره خپلو ګاونډیانو ته په ځانګړی ډول پاکستان ته مراجعه وکړه، ورته مو وویل، له جنګ او تاوتریخوالی هیڅ طرف ته ګټه نه رسېږی. افغانان ستاسو ښه دوستان جوړېدای شی، خو هیڅکله ـ هیڅکله هم په یو نابرابره اړیکې کې له چا سره نشی داخلېدلی. هر څه ته حاضر یوو، د خپلواکی او اقتدار د قربانولو لپاره  حاضر نه یوو.

خداوند ج افغان ها را آزاد خلق کرد. ما به صلب آزادی خود هیچ وقت تسلیم نمی شویم. د مشورې خلک یوو، د سولې خلک یوو، د جرګو خلک یوو، اما مجبوریت نه منو. هر چا چې زموږ تاریخ لیدلی، له سکندر نه تر اوسه پورې یې په یاد وی چې دا خاوره یوازې په نرمه ژبه قانع کولی شی او نرمه ژبه پکار ده او انشاالله نرمې ژبې ته رسېږو.

ورته مې وویل، که غواړی منځنۍ اسیا ته لاړ شی، بسم الله کړی، خو موږ باید هند ته لار ولرو. دې کې مې څه ویلی دی. ټوله مرکزی اسیا درته خلاصوو، شپږ میله هندوستان ته لاره نشې راکولی.

که غواړئ موږ سره دوستی ولری او ستاسو پر وړاندې هیڅ تهدید نه وی ـ بسم الله کړئ، موږ مو خدمت کې یوو، خو که غواړئ موږ په نرم جنګ او تاوتریخوالی سره بې خاصیته کړئ، دا کار هیڅکله امکان نه لری.

دا ممکن نه دی او د وخت ضایع کول دی، د امکاناتو ضایع کول دی. هیڅوک په زور له دې خاورې نه، نه دی تېر شوی. خو د دوستۍ او متقابل احترام، متقابلو ګټو په اساس هیڅ مشکل نشته او موږ کولای شو ټول مسائل حل کړو. بیا یې تکراروم  د دوستۍ او متقابل احترام، متقابلو ګټو په اساس هیڅ مشکل نشته او موږ کولای شو ټول مسائل حل کړ.

موږ هغسې طرحې لرو چې په هغه کې افغانستان او پاکستان دواړه آبادیږی، ومو لیدل چې پس له یو سلو شل کال نه له مرکزی اسیا سره وصل نشو! نن ازبکستان سره، ترکمنستان سره، تاجکستان سره، اذربایجان سره، قزاقستان سره، قرغزستان سره، بهترین روابط نه لرو؟ خبره داده چې په همغږی کې ډوډۍ ډېرېږی، سوکالی ډېرېږی، په پېژندلو کې روابط ټینګېږی. موږ غواړو چې واقعا د اسیا زړه  اوسو او د اسیا څلور لارې اوسو.

در طول تاریخ، ما چهارراه آسیا بودیم، مرکز هماهنگی تمدن‌ها بودیم، زیادترین صحنه در ایجاد تمدن درخشان اسلامی داشتیم، بیایید فضای همکاری را به فضای رقابت ترجیح بدهیم.

موږ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لپاره ټول بین المللی شرایط چمتو کړی دی، ټولې بهانې او خنډونه مو له منځه یووړل، د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامی نړۍ نظر بدل کړی دی.

درې کاله مخکې یې درته نه ویلې چې بین المللی ټولنه به دا هم نه منی، دا نه منی، دا شرط ږدی او دا شرط ږدی، نن مو دا پلمې ټولې لیرې کړې او که نه؟ اسلامی دنیا؛ زه غواړم د علماو شورا او د علماوو د عظیمی جلسې نه  چې۲۹۰۶ جیدو علماوو فتوا ورکړه د زړه له کومې مننه وکړم.  نن کوم اسلامی شرعی دلیل موجود دی چې جګړه موجوده وی؟  نشته!

تېرو څلورو کالو کې د لومړی ځل لپاره د مکې معظمې او مدینې منورې امامانو په افغانستان کې د روانو وژنو او جنګ خلاف فتوا ورکړه. د سولې لپاره سیاسی اجماع ـ دینی فتوا او اجماع ـ منطقوی او نړیواله اجماع جوړه شوې ده. دا ټول د ملی وحدت حکومت د هلو ځلو له برکته شوی دی او زه د ملت د خادم په توګه د سولې د طرحې د وړاندې کولو ویاړ لرم او زه غواړم له ټولوعلماوو نه چې اندونیزیا کې، مکې معظمې کې، مدینې منورې کې اشتراک وکړ او جناب استاد نه چې رهمنایی یې وکړه د زړه له کومې نه  او د شورای علما نه خاصتا مننه وکړم. تاسو ثابته کړه په برهان قاطع باندې چې تاسې د حق استازیتوب کوئ. نن جنګ شرعی دلیل نه لری. هیڅ نوع دینې مبنا نه لری.

د حزب اسلامی مشر حکمتیار صاحب سره سوله یې یو ښه مثال دی، موږ له ډېرو هلو ځلو وروسته وکولای شوای حکمتیار صاحب سره باعزته سوله وکړو. پرون مو ولیدل په ارګ کې له نورو مشرانو سره، جناب قاضی صاحب وقاد او نورو نه مننه کوم، جناب داکتر صاحب وردګ او له نورو ټولو څخه چې دې لارې کې مو قدم کېښودو. دې کې څه زیان دی؟

د کابل په پروسه کې مو طالبانو ته د بې قید او شرطه مذاکراتو وړاندیز وکړ.

د ټولو هېوادوالو او نړیوالو په مخ کې مو د سولې خبرو اترو لپاره ټولې بهانې او شرطونه له منځه یووړل.

د تېر په خلاف مو هغه بی شمېره شرایط چې د کابل لخوا به طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیش شرط په توګه وړاندې کېدل او یوه نمونه یې یوولس شرایط دی چې له سولې شورا سره موجود دی، هغه مو له منځه یووړل او طالبانو ته مو خواست وکړ چې هر ځای درسره خبرو ته چمتو یوو.

راشئ! کومه برخه د افغانستان کې حاضر یئ چې مذاکرات وکړئ. ولې له نورو افغانانو سره له مذاکراتو نه ډارئږئ؟ زه درته یقین درکوم دغه د لویې جرګې د تالار معظم وکیلان به مو امنیت ونیسی، هر یو به مو په خپل کور کې وساتی. هغه امنیت چې ولس یې ساتلای شی بل څوک یې نشی درته برابرولای. بې له کوم قید او شرط درسره خبرې کوو.

حکومت د سولې په هکله ابتکار درلود، خو اوس ستاسو نوبت دی چې دغه ابتکار ته جهت او لوری ورکړی.

هموطنان عزیز!

وقتی از پروسه‌ی صلح نام می‌بریم، حد و حدود این پروسه را شما تعین می‌کنید. این پروسه از اینجا آغاز می‌گردد، از این لویه جرگه مشورتی آغاز می‌گردد، از این جرگه با عظمت ملی آغاز می‌گردد. چه زیبا مقوله‌ی داریم. گره را که به‌دست می‌توان باز کرد، نیاز نیست به دندان بازش کنیم. امروز عقل جمعی افغانستان گره صلح را حل می‌کند و شما، ما و تمام جامعه‌ی ما را جهت می‌دهید.

من می‌خواهم برنامه‌ی مذاکره و صلح، این ملت را از دایره‌ی رنج و فقر و بی‌اتفاقی بیرون سازد. من به دنبال تفاهم لرزان و شکننده نیستم. من دنبال این هستم که صلح به حدی استوار و مستحکم باشد که مردم ما و دنیا به استحکام و بنیاد آن باورکنند و باعث سرازیرشدن سرمایه‌گذاری‌های هنگفت شود و ما از این وضعیت رقت‌بار، احتیاج به‌کمک و اعانه‌ی خارجی خلاص شویم.

من طالب را به اسلامیت‌اش و به افغانیت‌اش چلنج می‌دهم که اگر حرف بیگانه در بین نیست، از مذاکره با ملت و دولت افغانستان چه باک دارد. آنکه طالب را در گرو ذهنی و قبضه‌ی استراتیژیک خویش گرفته است کیست. همه‌ی ما حاضریم کمک‌شان کنیم تا ازین اسارت بیرون شوند.

خودتان در فلم دیدید، وقتی که اوربند، افتخار ایجادش را داشتیم، در چهل سال دفعۀ اول بود که اوربند سرتاسری آمد. آیا صدها، هزارها طالب جوان نگفتند که از جنگ خسته هستیم؟

آیا افغان ماشوم زه په طالب او غیر طالب باندې و وېشم؟ آیا ماشوم، ماشوم دی، افغان دی، مسلمان دی یا دا چې هغه د بمبار لاندې راشی؟ انتخاب د دوی دی. مسوولیت د دوی دی. خدای(ج) ته چې ځم چې رانه حساب اخلی، یو شفاعت به مې دا وی چې اوربند مې راوړ، زرګونه افغانان د اروبند له برکته قربانیان نه شول، هر شی د خدای (ج) په شان کې دی، نو دلته موږ او تاسو یو مسوولیت لرو، یو وجدانی مسوولیت لرو او په دې مسوولیت کې باید ټول لاس راکړی.

خواهران و برادارن، رهبران جوان گردآمده، مشران قومی، علمای کرام  در زیر این سقف عزت!

من دنبال موافقه‌های زودگذر وعجولانه نیستم. از گذشته‌ی خود درس می‌گیریم که پیمان‌هایی که به نام پیمان‌های صلح آمد، چقدر دوامدار بودند و از تجارب بین‌المللی درس می‌گیریم که چه موجب رضای خدا و منفعت ملت می‌شود، این را شما بحث می‌کنید و این بحث را برای شما می‌گذارم.

اما یک نکته‌ی واضح است، صلح نه از طالب است و نه از حکومت، بلکه صلح مردم افغانستان است. صلح برنده ندارد، مردم افغانستان قهرمان و برنده‌ی صلح افغانستان است، چون دوام جنگ جز نتایج منفی راه دیگری ندارد و از این جلوگیری بکار است. ما به دوستی اعتقاد داریم، اما اگر کسی از راه دشمنی پیش‌برود که زیاد رفته اند، نتیجه‌اش این است که زخم می‌خوریم و نمی‌میریم و لطفا از تاریخ ما یاد بگیرید. عقاب زخمی رام نمی‌شود، سرکش‌تر می‌شود.

امروز که بحث صلح افغانستان به یک گفتمان ملی و بین‌المللی و ضرورت مهم تبدیل شده است، این همه از برکت فداکاری و قربانی نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی کشور است. جناب لوی درستیز صاحب، د امنیتی قواوو په استازیتوب ودرېږه چې ټول درته چکچکې وکړو. خالد صاحب، اندرابی صاحب، ستانکزی صاحب او محب صاحب ودرېږئ. همه ما مدیون فداکاری‌های این نیروهای دلیر هستیم. از برکت همین نیروها است که امروز از یک موقف قوی، وارد بحث صلح می‌شویم. نیروهای امنیتی و دفاعی ما رضا کار اند، این نیروها افتخار و سمبول وحدت ملی ما هستند.

خواهران و برادران!

در جریان لویه جرگه، تقاضای من این است که تمرکز بالای ضرورت ملی و صلح بکنید. مسایل ولسوالی‌ها، ولایات و سایر مسایل تخنیکی در مناطق‌تان را بعد از ختم لویه جرگه می‌توانید شخصا با من و سایر نهادهای دولتی شریک سازید. برای چند روز به اساس زون‌ها، یک تقسیم اوقات منظم ساخته شده که شروع از دورترین نقاط افغانستان می‌کنیم و باز در اخیر به طرف کابل که من در خدمت تان می‌باشم.

ملت ما تمام مسایل و بحث را که در این جرگه می‌شود تعقیب می‌کنند، شما در این لویه جرگه نبض ملت و مملکت را تعین می‌کنید. از شما تشکر می‌کنم که به اشتیاق سهم گرفتید و به فکر منسجم آمدید. شما تنها ۳۲۰۰ نفر نیستید، بلکه شما ۳۰ میلیون مردم هستید، تشکری می‌کنم که شما این جرگه را جدی گرفتید.

وصف مشترک تمام مردم افغانستان این است که مردم ما مرکزمحور و مرکزگرا هستند. همه ما یک دولت قوی، یک دولت قانونمند، یک دولت فعال می‌خواهیم که فقر و فاقه ما را ختم‌کند. آب‌های ما را مهار کند، معدن‌های ما را انکشاف دهد و اولاد ما را به رفاه برساند.

قشر سیاسی در حال تحول است، شما نماینده‌های تمام افغانستان، قشر سیاسی جدید افغانستان هستید و سر قضاوت تان من باورمند هستم.

قشر سیاسی وسیع شده است. شما تصمیم بگیرید که اراده‌ی ملت را چگونه تمثیل کنیم؟ آیا اکثریت تصمیم بگیرند یا یک اقلیت؟ انتخاب از شماست، اگر می‌خواهید که اقلیت‌ها تصمیم بگیرند و آینده‌ی ما را رقم بزنند، برای من مشوره بدهید و اگر فکر می‌کنید که تمام مردم افغانستان قسمی که من فکر می‌کنم استادان سیاست هستند، صدای اکثریت افغانستان را نشان بدهید.

یکی از وظایف نمایندگان محترم در لویه جرگه این است که صلح را تعریف کنند، آیا طالبان به صلح آماده هستند یا خیر؟ شما این سوالات و خواست‌های مردم را در رابطه به صلح جهت می‌دهید. توقع مردم این است که شما با همدیگرپذیری و برادری و خواهری در باره‌‌ی صلح و ثبات بحث نماید.

خویندو او وروڼو! د ملی غرور او عزت تر دغه چتر لاندې راټولو شویو ځوانو رهبرانو او توانمندو خویندو! تاسو به هیڅوک هم سانسور نه کړی. هیڅوک او هیڅ قدرت د دې واک نه لری چې تاسې سانسور کړی.

من از شما نمی‌خواهم سانسورشده حرف بزنید، حرف دل‌تان را بگویید. سیاست ما حرف دل شما خواهد بود، چون حرف دل شما، قلب، فکر، روح و جان من را تشکیل می‌دهد.

 د خپل زړه خبره وکړئ او په زغرده یې وکړئ. زموږ شرطونه به ستاسو شرطونه وی. خپلې کرکې او بغض ختم کړئ. موږ څه وکړو او څه غوښتنې لرئ، بې پردې بې سانسوره او په مطلقه آزادی ډاګه یې ووایئ. د خپلو خبرو د لنډولو فکر مه کوئ.  زه اماده یم، چې ستاسو اوږدې خبرې واورم، چې بیا د هماغه خبرو په اساس د خپل حکومت نبض عیار کړم.

پس، دیدار بعدی ما روز آخر جرگه است، وقتی که شما بدون کوچکترین ملاحظه  بی‌پرده و آشکار حرف‌های‌تان را به‌عنوان خواست‌ها و قطع‌نامه‌ی جرگه به من می‌خوانید و می‌سپارید و من در آن موقع، حرف‌های نهایی خود را در روشنایی حرف‌های شما خواهم گفت.

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وی افغانستان

یشه‌سن افغانستان

پاینده باد لویه جرگه‌ی افغانستان

اوس یو وړاندیز درته لرم، د هغو مشخصاتو په اساس چې د لویې جرګې کمېسیون ټاکلی، موزون ترین شخص چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د رهبری ښه تجربه لری، د افغانستان پوهه لری، په منطقوی سیاست هم پوهېږی او د هېواد له هرې څنډې خبر دی او دغه راز په سیاسی مسایلو کې د مختلفو ګروپونو د کومې برخې غړی نه دی، دینی عالم هم دی، سیاسی مشر هم دی، د دغې سترې ملی مشورتې جرګې مشرتابه لپاره زما له نظره وړ او مناسب شخص دروند استاد پروفیسور  عبدرب الرسول سیاف دی.#