متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در نخستین جلسۀ رهبری شورای عالی مصالحه

متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در نخستین جلسۀ رهبری شورای عالی مصالحه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان عظیم ولسه!

جناب کرزی صاحب، محترمو سیاسی او جهادی مشرانو، د افغانستان د مختلفو اقشارو محترمو استازو، خوېندو او ورونو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د نن ورځې جلسه د روغې جوړې یا مصالحې د عالی شورا د رهبرۍ لومړۍ جلسه ده.

دغې شورا کې محترم سیاسی او جهادی رهبران، علمای کرام، ځوانان، مدنې ټولنې، د ښځو استازی، د خصوصی سکتور استازی، د قضایه قوې محترم استازی، دغه راز د مقننه قوې رئیسان او دا ټول حاضرو مشرانو سره مو وروسته له ډېرو سلا مشورو دا شورا تشکیل کړې ده.

د ویاړ ځای دی چې ووایم، دغه ناسته د څه باندې دوه میاشتو هلو ځلو، خبرو اترو او مفاهمې نتیجه ده چې له ټولو د زړه له کومې مننه کوم

جناب استاد له تاسې او له نورو ټولو مشرانو ، جناب خلیلی صیب او نورو نه مننه کوم.

جای خوشی و افتخار است که به‌خاطر رسیدن به آرمان مقدس مردم افغانستان یعنی صلح، زیر چتر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، رهبران حکومت و رهبران سیاسی و جهادی بیرون از چارچوب حکومت و نمایندگان دیگر اقشار اجتماعی کشور با اتحاد و اتفاق همراه با ملت خود، به‌خاطر پیش‌بردن پروسۀ صلح، در یک صف واحد قرار دارند و با اتفاق کامل به‌خاطر آیندۀ بهتر کشور مان در مورد اهداف این پروسه و همچنان ترکیب تیم مذاکره کننده، فیصله‌های مهم را انجام خواهیم داد.

زه یو ځل بیا د ټولو محترمو مشرانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو له استازو څخه مننه کوم چې په ډېر صداقت او نېک نیت یې دغې جلسې ته تشریف راوړی او ګډون کوی، تر څو وکولای شو چې د خدای تعالی په فضل او د دغه مشرانو په همکارۍ او مرسته افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدو او زموږ په ګران وطن کې وینه توئېدنه بنده شی.

طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتی ټیم لپاره غړی ټاکی، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړی دی، هغه ته باید جدی توجه وشی. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشی چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږی، د نظام په ضد غږیږی او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږی.

 او دا هم باید یقینی کړو چې مذاکراتی ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدنی ټولنې او د نورو مطرح اقشارو استازیتوب هم وکړای شی.

دوستان عزیز!

دو موضوع مهم شامل اجندای جلسۀ امروزی ما می‌باشد.

یک، در مورد تعین اعضای تیم مذاکراتی با ترکیب هیأت، انشاالله فیصله خواهد شد.

دوم، در باره چگونگی اجندا و اشتراک کنندگان کنفرانس پیشنهادی صلح  در قطر در مورد افغانستان که قرار است در دوحه پایتخت آن کشور برگزار شود، فیصله‌های خواهیم داشت.

از توجه همه تشکر

به امید یک صلح پایدار در کشور