جمهوررئیس غني په بهرنیو چارو وزارت کې پر اقتصاد محوره سیاست د زیات تمرکز ټینګار وکړ

جمهوررئیس غني په بهرنیو چارو وزارت کې پر اقتصاد محوره سیاست د زیات تمرکز ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د بهرنیو چارو وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې، په یاد وزارت کې د اصلاحاتو طرحه وارزوله او د دې وزارت د راتلونکو ماموریتونو په اړه بحث وشو.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ددغه وزارت د ستونزو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهوررئیس غني د یادراپور له اورېدو وروسته وویل: زما ټینګار دا دی چې په بهرنیو چارو وزارت کې ټول اجراآت باید شفاف، بې طرفه او د قانون پر اساس ترسره شي.

جمهوررئیس د بهرنیو چارو وزارت مختلفو برخو کې د مقرراتو او لوایحو طرحې اړتیا ته په اشارې وویل، د کونسلي چارو ریاست کاري چوکاټونه او استقامتونه دې وارزول شي، ډيپلوماتیکې او اداري چارې دې تعریف او تفکیک شي او په بهر کې د افغانستان د مېشتو سفیرانو، مستشارانو او سکرترانو سفرونه دې وارزول شي. 

جمهوررئیس غني زیاته کړه، په بهرنیو چارو وزارت کې د ګمارنې څرنګوالی باید د قانون، مقرراتو، لوایحو او حاکمو ملي او بین المللي معیارونو پر اساس وي.

په همدې ترتیب په بهر کې د افغانستان د سفارتونو د ساتنې، څارنې او بیا جوړولو پنځه کلن پلان د تدوین، د بهرنیو چارو وزارت دویمې واحدونو (ولایتي ریاستونو) د ودانیو د ساتنې، څارنې او بیارغاونې واضح پلان جوړولو او تدوین، د عوایدو راټولولو لپاره د شفافو میکانېزمونو په جوړولو او قانوني مراجعو ته یې د انتقال او په بهر کې د افغانستان د املاکو او تجهیزاتو د تثبیت او ساتنې لپاره د شفافو میکانېزمونو پر جوړولو بحث وشو.

جمهوررئیس غني وویل، بهرنیو چارو وزارت کې پر اصلاحاتو کار باید په دوو برخو کې؛ لومړی عاجل اقدامات او دویم اوږدمهاله پلانونو ترسره شي ترڅو بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست د مجري بنسټ په توګه نور هم غښتلی شي.