اصلي پاڼه / ارشیف

د جمهوري ریاست د ارګ ارشیف د هېواد له خپلواکۍ راوروسته په بېلابېلو پړاونو کې د جمهوري ریاست د ارګ په داخل کې د مختلفو ادارو تر اثر لاندې خپل فعالیت کړی. په ارشیف کې د نورو اسنادو ترڅنګ د هېواد تر خپلواکۍ وړاندې ځیني اسناد هم شتون لري. تر ۱۳۷۱-۱۳۷۰ کلونو پورې د دې اسنادوسمه ساتنه نه کېده، خو د کورنیو جګړو پرمهال به کله په یوه او کله هم په بله ودانۍ کې غیرمنظم پراته وو .  

د جمهوررئیس محمداشرف غني د هدایت پر بنسټ د ارشیف نوې ودانۍ جوړه او ټول هغه اسناد چې په  ډېر بد حالت کې پراته وو راټول او منظم شول. جمهوررئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۲۸ نېټه د ارشیف ودانۍ پرانیسته. د یادونې وړ ده، د ارشیف نوې ودانۍ د عصري معیارونو  مطابق جوړه شوې ده.