جمهور رئیس غني: په حقوقي لحاظ د عام المنفعه پروژو تعریف یوه جدي اړتیا ده

جمهور رئیس غني: په حقوقي لحاظ د عام المنفعه پروژو تعریف یوه جدي اړتیا ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو او اراضۍ د عالي شورا غونډه نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ځمکې د استملاک د قانون د مسودې د شکلیاتو د تصویب د وړاندیز او په عادلانه او مناسب ډول د اوبو د سرچینو د حریم او د اوبو د تاسیساتو د مسودې د مقررې د بدلون او د اراضۍ او اوبو د عالي شورا د څلورمې غونډې د اجندا په باب بحث او خبرې وشوې.

جمهور رئیس غني د هېواد د اقتصادي پروژو د پرمخ بیولو لپاره د استملاک د موضوع د اهمیت په اړه خبرې وکړې، وې ویل چې د دغې مسئلې حل د وړو او لویو پروژو د تطبیق او په دغو پروژو کې د مرسته کوونکو هېوادونو ونډه اخیستل زموږ له عمده غوښتنو څخه دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، په مشارکتي استملاک کې باید د خلکو د ونډې اخیستنې لپاره یو ګټور حقوقي چوکاټ پیشنهاد شي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د استملاک د موضوع حل د حکومت یوه ستونزه ده ، ځکه چې مرسته کوونکي هېوادونه د استملاک د چارو له تنظیم سره علاقه مندي نه لري او د افغانستان حکومت باید په دې برخه کې له خپلو سرچینو او امکاناتو څخه ګټه واخلي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، په حقوقي لحاظ د عام المنفعه پروژو تعریف په دې برخه کې یوه جدي اړتیا وبلله.

ده زیاته کړه، د دې لپاره چې دغې چارې ته د یو وزارت په کچه لاس رسی ستونزمن کار دی، نو د ځمکې د استملاک د قانون د مسودې د شکلیاتو د نهایي کولو لپاره باید د مالیې، اقتصاد او د عدلیې وزارتونه او نورې اړوندې ادارې په خپلو کې ګډې هڅې وکړې.

بیا، د اوبو او انرژۍ د وزارت د استازي لخوا د اوبو د سرچینو او د اوبو د تاسیساتو د بستر او حریم مقرره په ۵ فصلونو او ۳۵ مادو کې غونډې ته وړاندې شوه او تربحث لاندې ونیول شوه.

جمهور رئیس د یادې مقررې له اورېدو وروسته، هغه د اهمیت وړ وبلله، وې ویل چې  د اوبو د سرچینو او د اوبو د تاسیساتو د بستر او حریم مقرره لازیاتو بحثونو ته اړتیا لري.

د دغې غونډې په پای کې د اراضۍ د عالي شورا د څلورمې غونډې د اجندا پرڅرنګوالي  بحث وشو او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.