اصلي پاڼه / دویم نمبر ماڼۍ

دویم ماڼۍ هماغه مهال د ارګ د کلا په شمال لودیځه برخه کې د ببرک کارمل دکورنۍ لپاره جوړه شوه. پخوا په دغه ځای کې دوه پوړیزه زېړه ودانۍ وه چېڅه موده ورکې د دربار د وزارتونو دفترونه او د محمد دواوود خان په وخت کې د ارګ د چارو د تنظیم دفترونه هم وو. دغه ودانۍ چې په کلاسلیک سبک جوړ شوې وه د وخت په تېرېدو سره زړه او له کاره ولوېده او پر ځای یې په ۱۳۵۸ کال کې د دویم نمبر ماڼۍ د جوړولو چارې پېل شوې.  دا ماڼۍ د جمهوررئیس کرزي په دوره کې د جمهوري ریاست د ساتنې او مراقبت سلاکارې مېرمن رامیکا احمد په هڅو بیاورغاول شوه او د بهرنیو مېلمنو د اوسېدو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدو. کله به چې د بهرنیو هېوادونو لوړپوړو مېلمنو لکه د هند لومړي وزیر من موهن سنګ او مېرمن یې، د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد، د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف، د انګلستان لومړي وزیر ډېوېډ کامرون، د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان د امریکا د جمهوررئیس مېرمن لورا بوش، د ایران جمهوررئیس خاتمي او مېرمن یې او نورو ټولو بهرنيو لوړپورو مېلمنو افغانستان ته سفر کاوه، په دې ماڼۍ کېبه اوسېدل. اوس په دې ماڼۍ کې د لومړۍ مېرمن د دفتر ځینې برخې شتون لري.