د اراضي عالي شورا د جمهور رئیس غني په مشري غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشري تېرماښام د اراضي عالي شورا په ارګ کې غونډه وکړه.

لومړی د اراضي عالي شورا غړو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي، له غصب سره د مبارزې ستراتیژي او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت له لارې د اوقافو د ځمکې د ثبت  په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

هغوی د ځمکې له غصب سره د مبارزې د ستراتيژي په هکله وویل، د غاصبینو د تشخیص، د ځانګړې محکمې د ایجاد او د غصب شوې ځمکې د راګرځولو په برخه کې به د حکومت اقدامات او تدابیر ښې پایلې ولري.

د شورا غړو وړاندیز وکړ، چې  د اړوندو پوهنځیو په  نصاب کې دې ”د ملکیتونو او استملاک حق“  په نوم مضمون زیات شي او همدارنګه دې د علماو په  ګډون لوی علمي کنفرانسونه جوړ شي او په پایله کې دې د ځمکې د غاصبینو پر ضد فتوا ورکړي.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت مسوولینو د هغو اوبو د پالیسي او حقوقي بعدونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات او مشخصه طرحه وړاندې کړه، چې له افغانستان څخه دباندې وځي.

جمهور رئیس غني د معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، والیان،  امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان باید  د ولایتونو په کچه د غصب شوې ځمکې د راګرځولو پلان تطبیق کړي.

جمهور رئیس غني د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دیني علماو رول مهم وباله او وې ویل، علمای کرام دې د هېواد د نورو ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي مسایلو په څېر په دې برخه کې هم خپله ونډه ترسره کړي.

جمهور رئیس د اوبو د مسایلو په هکله وویل، د اوبو د حقونو په هکله د اتباعو د ظرفیت او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره  دې ښه تدابیر په پام کې ونیول شي.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، افغانستان  کولی شي، چې د برېښنا د ترانزیت په نقطه بدل شي، چې دا ظرفیت د هېواد راتلونکی د روښنایي او هوساینې لور ته سوق کوي.

جمهور رئیس په پای کې د اراضي عالي شورا ته لارښوونه وکړه، چې تفصیلي غونډه جوړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي په تطبیقي مواردو بحث وکړي او واضح پلان ترتیب شي.