اصلي پاڼه / د ارګ تاریخچه (دجمهور ریاست مانۍ)

ارګ

Picture 2 of 5

  آرشیف   –   چارچنار ماڼۍ –  حرمسرای  – د ارګ جومات  –  د ارګ کتابتون   –  دارګ برجونه  –  ددلکشا ماڼۍ   – دستوري ماڼۍ –   دسلام خانې ماڼۍ   –  دارګ برجونه –    ډبرینه ماڼۍ یاقصر سنګی   – کوتي باغچه –  دوهم نمبر ماڼۍ   –  موزیم   –   د ګلخانې ماڼۍ   –   د ارګ د ساعت برج  – د ارګ اداري  ودانۍ   – د ارګ دروازې – د ارګ د کلا عمومي دروازه –  د ارګ ځانګړې دروازه – شاهي دروازه – لوېدیځه دروازه


کابل تاریخي او لرغونی ښار د شاهانو او امیرانو ټاټوبی بلل کېږي. دغه ښار پخوا کلا ته ورته و چې د ځینې دېوالونو اثار او نښې تراوسه هم پاتې دي. کابل ښار شپږ دروازې او هرې دروازې ځانګړی نوم درلود.  په دهمزنګ کې د کندهاریانو دروازه، دسردار جهان خان دروازه، د سلام خانې په برخه کې سپینه دروازه، د عیدګاه جومات شاته د پیت دروازه ، د بالاحصار خواته د ګذرګاه او لاهورۍ دروازې لا هم ځینې سپین ږيرې په خپلو خاطرو کې یادونه کوي.

د امیر عبدالرحمن خان له واکمنۍ دمخه شاه د اوسېدومناسب ځای نه درلود. د پادشاه د حکمرانۍ مرکز  په بالاحصار کې و، خو بالاحصار او د شېرپور ارګ د افغان –انګلیس په جګړو کې زیانمن شوي وو او ځینې برخې یې سوځېدلې وې. امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کې واک ته له رسېدو وروسته د خپلې استوګنې او کاري دفتر لپاره مناسب ځای نه درلود. هغه د پادشاه د اوسېدو د مناسب ځای جوړولو لپاره د ارګ اوسنی موقعیت  انتخاب  او په ۱۲۹۹ ه-قمري کال یې د ارګ نقشه طرحه کړه. په ۱۳۰۰ ه-قمري کال د کابل ښار په مرکز کې پر دوه سوه جریبه ځمکه د ارګ د جوړولو چارې پېل شوې.  

د ارګ د جوړولو چارې په ۳۰ کالو کې بشپړې شوې. کابو یوه نیمه پېړۍ کېږي چې د ارګ کلا په کابل کې جوړه شوې. په ارګ کې لومړنۍ جوړه شوې ودانۍ کوټي باغچه ده چې په ۱۳۰۴ هجري قمري کال یې د جوړولو چارې بشپړې شوې.  د ارګ د بېلابېلو ودانیو د جوړولو لپاره ځیني توکي له بریتانوي هند څخه هم راوړل کېدل، خو تر  ډېره له سیمه ییزو ودانیزو توکو استفاده کېده. دا ودانیز توکي خښتې، چونه، ګچ، صندل او ساروج وو، په ځینو ودانیو کې له شېدو، کوچو او د چرګانو له هګیو څخه هم استفاده شوې ده.

دغه راز  د ارګ د جوړولو په چارو کې د کابل زیات شمېر  خلکو په خپله خوښه برخه اخېسته. د اوسنې ارګ سیمه پخوا خاورینه دښته وه. په ځینو برخو کې یې کرنیزې ځمکې او باغونه وو. اوس ارګ د کابل ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.

د حبیب الله کلکاني د حاکمیت لنډه موده او د کورنیو جګړو پرمهال ارګ ته زیات زیانونه واوښتل. د ارګ پر چور او تالان سربېره ځینې ودانې هم زیانمنې شوې؛ په مشخص ډول کولای شو د موزیم یادونه وکړو چې د اماني نهضت پر مهال په ارګ کې جوړ شوی و.

د جمهوررئیس محمداشرف غني په رهبرۍ د نوي حکومت په ایجاد سره د ارګ د بیارغاونې او نویو ودانیو د جوړولو بهیر دوام وموند. د ارشیف د ودانۍ د جوړولو چارې په ۱۳۹۶ ه-ش کال کې پای ته ورسېدې او د ارګ د ارشیف اسناد ور ولېږدول شول.