د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان په لومړنۍ غونډه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان په لومړنۍ غونډه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

۱۹وږی ۱۳۹۶| آستانه، قزاقستان

د غونډې جناب رئیس، سکرترجنرال (د اسلامي همکاریو سازمان)، د پلاویو محترمو رئیسانو!

موږ له بدلون او ابهام سره مل شرایطو کې ژوند کوو. لومړنی بدلون، ویجاړوونکی بدلون دی. ترهګري، سیاسي بې ثباتي او چاپیریالي بدلونونه ټول په تخریبي ډول پر موږ اغېز لري.

دویم بدلون، اخلالوونکی بدلون دی. څلورم صنعتي انقلاب به په ژور ډول اخلالوونکی وي چې د خوښۍ او نمانځنې پیغام نه، بلکې یو خبرداری دی چې په اقتصادي نظام کې ډېری هغه دندې او مسوولیتونه چې مونږ یې پر غاړه اخلو او ترسره کوو یې ښایي بې ګتې او د وخت سره مناسبې ونه اوسي. ددې موضوع لپاره دقیق درک لازمي دی؛ څو څلورم صنعتي انقلاب د ټولنیزې وېرې او بېځایه کېدنې سرچینه نشي، بلکې په راتلونکي د باور او یقین پیاوړي کولو د یوې وسیلې په توګه بدل شي.

اقتصادي ابهام په لوړه کچه دی. په دې شرایطو کې کلیدي پیغام دا دی چې بدلون په نوښتګره توګه مدیریت او رهبري کړای شي. که موږ له تېرو درېیو صنعتي انقلابونو زده کړه ونه کړو، نو د ناوړه پایلو سره به مخ شو.

دلته کلیدي درسونه کوم دي؟

لومړی – په تېرو درېیو صنعتي انقلابونو کې، اسلامي نړۍ مصرفوونکې وه او د تولیدونکي په توګه یې عمل نه دی کړی؛ په همدې دلیل، ددې پر ځای چې مونږ د ساینس او ټکنالوژۍ سره مل او اشنا واوسو تری بېګانه شوي یوو.

دویم – موږ خپل تېر له پامه غورځولی دی. د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې زموږ ونډه په پراخ ډول له یاده اېستل شوې او اړتیا ده چې مونږ په دې برخه کې خپله ونډه تر سره کړو.

درېیم – موږ باید دغه موضوع چې خورا ګټوره ده اړینه او بېړنۍ وبولو. د ساینس او ټکنالوژۍ موضوع تاکتیکي نشي کېدای، بلکې د یوې بشپړې ستراتیژیکې موضوع په توګه باید ورته وکتل شي. دا په دې معنی ده چې باید د اوسني وضعیت بشپړه ارزونه وشي، هغه خنډونه چې مونږ نه پریږدی څو له ساینس او ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړو له منځه یوړل شي،او درېیم یو عملیاتی او کاري پلان ته اړتیا لرو څو مونږ ته دا زمینه برابره کړي چې د یو بل څخه زده کړه وکړو او پر مخ ولاړ شو.

هغه څه چې دلته د اهمیت وړ دي، له یوه لوري د فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو هڅوونکو شرایطو د رامنځته کېدو لپاره د سیاسي رهبرۍ اړتیا ده او له بل لوري، زموږ د تعلیمي سیستمونو اصلاح او بیا پری غور کول دي.

هغه فرصت چې نن برابر شوی، له شبکو څخه د یوې شبکې د رامنځته کېدو لپاره دی. اسلامي نړۍ او اسلامي تمدن، یو شبکه‎یي تمدن دی. موږ دلته ددې مېز شاوخوا راټول شوي یوو؛ دا ځکه چې موږ ددې شبکو فعال غړي او ګډونوال یوو، خو اوس د ګډې ارادې لپاره اړینه ده چې له دغې شبکې څخه ګټه پورته شي، په دې معنی چې لومړیتوبونه مشخص شي او له یو بل زده کړه وکړو. زه په ځانګړي ډول د هغو برخو وړاندیز کوم چې د (اسلامي) امت مشخص غړي یې رهبري پر غاړه لري؛ زموږ په منځ کې د زده‌کړی کچه کمه ده. موږ باید په دې برخو کې دوه اړخیز تعامل زیات کړو، تر څو په دې ډول مخ پر وړاندې حرکت وکړو.

 افغانستان چې له څلویښت کلنې جګړې، تېري او د ترهګرۍ پر وړاندی مبارزه کې ځورېدلی، د هغه پروګرام لپاره د یو پلټ فورم فرصت راکوي چې په اړه یې خبرې وشوې. موږ په سیمه کې د نوري فایبر د یوې پراخې شبکې جوړولو په حال کې یوو چې د هغې له لارې به سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره ونښلوو. همدا راز له مرکزي آسیا څخه به سویلي آسیا ته پنځلس زره میګا واټه برېښنا ولېږدوو. موږ د یوې داسې انټرنیټي شبکې غوښتونکي یوو چې وکولای شي موږ له یو بل سره ونښلوي او زموږ علمي ټولنې د ګډ کار کولو لپاره وهڅوي.

په پای کې اجازه راکړئ د قزاقستان او د اسلامي همکاریو سازمان له سکرترجنرال څخه د هغوی د استثنایي اقداماتو ترسره کولو له امله مننه وکړم. تاسې ټولو ته د بریالیتوبونو هیله کوم.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0