د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه وکړه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډې نن ماسپښین په ارګ کې د امو سیند د څنډو د تحکیم پیشنهادي طرحې  او د سېلاب او وچکالۍ د وړاندوینې او خبردارۍ ورکولو لپاره د معلوماتو ارقامو شریکولو پیشنهادي میکانیزم په اړه بحث وکړ.

په پیل کې دانرژۍ او اوبو وزیر د امو سیند د څنډو د تحکیم پیشنهادي طرحه په غونډه کې مطرح کړه. هغه د امو سیند د سواحلو د وضعیت د څرنګوالي په هکله مفصل راپور او همدارنګه په دې اړه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار په دې هکله د یاد وزارت د پروګرامونود تشریح  پرمهال وویل، پخوا د امو سیند د څنډو تحکیم ته د ځانګړې پاملرنې د نشتوالي له امله دغه سواحل زیات تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه، اوس د سیاسي ارادې شتون، د ځمکو خپلواکې ادارې، د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو زیاتوالی، د تمویلونکو لېوالتیا، د سېلابونو او اضافي اوبو د مدیریت د پالیسۍ او ستراتیژي موجودیت د دې لامل شوې چې د امو سیند څنډو ته زیاته پاملرنه وشي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار وړاندیز وکړ، چې د دې وزارت په چوکاټ کې دې د مالي او تخنیکي امکاناتو په چوکاټ کې په لازم ظرفیت او صلاحیتونو سره یوه نوې اداره ایجاد شي، تر څو د کار بهیر چټک شي.

همدارنګه هغه د سواحلو د تثبیت او په نښه کولو، د امو سیند د څنډو د تحکیم د ماسټر پلان برابرول، د طبیعي منابعو ساتنه، د سواحلو د مسیر زون بندي، د تمویلوونکو هڅول او د امو سیند د څنډو دواړو غاړو ته د تحکیماتي پروژو تطبیق، د مالیې وزارت په واسطه د ملي برنامو لپاره د اړتیا وړ کافي بودجې او پروخت تخصیص او د لازم تحکیماتي تمویل په موخه د ګاونډیو هېوادونو هڅول، مطرح کړل.

په غونډه کې د صنعتګرانو اتحادیې استازي جامي زاده وویل، د امو سیند د څنډو د تحکیم کارۍ لپاره باید منظم پلان وجود ولري او له دقیقو مطالعاتو وروسته د ملي پروژې په توګه د اوبو او انرژۍ وزارت بودجه کې شامل شي، تر څو اصولي تحکیم وشي.

د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر وویل، د امو سیند د سواحلو د تحکیم لپاره ګډ مدیریت لازم دی او له بین المللي مرستو دې هم  په دې برخه کې ګټه واخیستل شي.

د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار وویل، کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې اداره دې د نی زارونو د زرغونېدو لپاره په ځانګړي ډول د امو سیند په سواحلو کې کار وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د امو سیند د سواحلو تحکیم یوه ځانګړې او ملي موضوع ده او په دې برخه کې باید یوه تخنیکي ډله تشکیل شي، تر څو د امو سیند څنډې په هراړخیزه توګه مطالعه کړي.

هغه زیاته کړه،په دې برخه کې دې مختلف موډلونه وارزول شي او د نړیوال بانک او اسیایي بانک له لارې د منابعو د جذب په هکله دې مفصل بحث وشي. محمد اشرف غني زیاته کړه، د امو سیند د سواحلو د تحکیم په موخه د منظمې او هر اړخیزې پلانګذارۍ د  ایجاد او وضع کولو لپاره باید یوه اداره ایجاد شي.

په غونډه کې د ځمکو د خپلواکې ادارې رئیس د دې ادارې د فعالیت او اجراتو د طرز مسوده مطرحه کړه.

د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، هره اداره باید ځانګړې او جامع مقرره ولري، له دې مه واره به د کار بهیر سخت شي. هغه د ځمکو خپلواکې ادارې په زیاتې پیاوړتیا او انسجام ټینګار وکړ.

همدارنګه د هېواد جمهور رئیس وویل، په هره اداره کې د مقررې لرلو فرهنګ ضروري دی، د ځمکو اداره دې پر پروژو خپل رول ولري او د استملاک لپاره دې ظرفیت رامنځته شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اراضي باید تثبیت شي.

له هر اړخیز بحث وروسته د ځمکو ادارې برابره شوې مسوده په پرنسیپ کې تصویب کړه. همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزیر د سېلاب او وچکالي د وړاندوینې او هشدار ورکولولپاره د معلوماتو د ارقامو شریکولو پیشنهادي میکانیزم په غونډه کې مطرح کړ او غونډې تائید کړ.