د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ځمکې او اوبو عالي شورا غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، د دولتي عام المنفعه امتدادي پروژو د استملاک لاندې ملکیتونو د تثبیت د طرزالعمل مسودې، د ښاري غیر رسمي استوګنې سیمو د ثبت طرز العمل، د ځمکې قانون، د ښاروالیو قانون، د ښار جوړولو قانون او د استملاک په قانون بحث  وشو.

د افغانستان د ځمکو د عمومي ادارې رئیس جواد پیکار د دولتي عام المنفعه امتدادي پروژو د استملاک لاندې ملکیتونو د تثبیت د طرزالعمل په اړه غونډې ته لازم  توضیحات ورکړل. هغه وویل، په اوسنۍ بڼه د ملکیت تثبیت یانې مالیاتي حوزې ته په پام هغه ځمکې چې عرض یې  لږ، خو اوږدوالی لري د پروژو لپاره موثرې نه دي. د افغانستان د ځمکې ادارې د ملکیت د تثبیت او امتدادي پروژو د استملاک نوې شېوه چې دولتي کمیسیونونه یې دملکیت د تثبیت او پام وړ ځمکو د استملاک لپاره کاروي په یو طرزالعمل کې ترتیب کړې ده. د دغه پیشنهادي طرزالعمل په تطبیق سره به د برېښنا لین د غځولو، سړک جوړولو، کانالونو، پایپ لاین، د ریل کرښې او نورې عام المنفعه دولتي پروژې په خپل وخت پلې شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دغه وزارت تخنیکي نظریات وړاندې کړل او له غونډې  یې وغوښتل چې دغه طرز العمل دې نویو پروژو کې پلی شي، هغه پروژې چې له وړاندې د جمهوري ریاست حکم لري د پخوا په څېر دې د مرکزي تصفیې د ګروپونو له خوا تثبیت شي. غونډې پرېکړه وکړه، طرز العمل په اصولو کې سم دی، د منظورۍ په موخه دې کابینې ته وړاندې شي.

ورپسې د ښاري غیر رسمي رهایشي ساحو د ثبت طرزالعمل د ځمکې او اوبو عالي شورا ته وړاندې شو. د ځمکې اداره توظیف شوه چې د ښاري سکتور ادارو په همکارۍ د ښاري غیر پلاني استوګنې کورونو ثبت د کابل اولې ناحیې څخه د یوې امتحاني پروژې په توګه پیل کړي او موقت سند دې چې په حقیقت کې د عمومي ثبت لومړی پړاو شمېرل کېږي، ووېشي.

جمهور رئیس د ځمکې ادارې دا نوښت تقدیر کړ او زیاته یې کړه، په دې هکله د موضوع هر اړخیز تحلیل، همغږۍ او دقت ته اړتیا ده. همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د طرزالعمل ترتیب تقدیر کړ او زیاته یې کړه، د طرزالعمل محتویاتو ته په پام چې د موضوع عمومي احکام  رانغاړي، دغه طرزالعمل دې د قانون په مقرره بدل شي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو ساحو په هکله چې د دې طرزالعمل د احکامو تر پوښښ لاندې نه راځي وضاحت وغوښت او د ځمکې ادارې رئیس توضیحات ورکړل. غونډې تصمیم ونیوه چې د موضوع ارزښت ته په پام دې دغه طرزالعمل په قانون بدل او پړاوونه دې بشپړ شي. د کابل د اولې ناحیې د ښاري غیر پلاني استوګنې کورونه ثبت او د ځمکې اداره دې د یوې پروژې په توګه د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي خپل امتحاني کار دې پیل کړي.

غونډې وروسته د ځمکې قانون په مسوده بحث وکړ. په دې قانون کې له اختلافي موضوعاتو څخه یوه هم د پانګونې د جلبولو په موخه د اجارې قرارداد موده وه چې د کرنیزې ځمکې اجارې قرارداد موده په پورتنۍ موخه له ۵۰ کلونو څخه ۱۰ کلونو او د بکر او  بایر ځمکې موده یې په همدې موخه له ۹۰ کلونو څخه ۲۰ کلونو ته د راکمولو پیشبیني کړې وه. په هغه هکله د عدلیې وزیر د ۵۰ او ۹۰ کلونو مودې په هکله خپل تائیدي نظر چې اساسي موخه یې د داخلي او بهرنۍ پانګونې جلب ګڼل کېږي وړاندې کړ.

د کرنې وزیر اسدالله ضمیر هم دغه نظر تائید کړ او نافذ میعاد یې پیشنهاد کړ او وروسته د ځمکې ادارې رئیس په هغه هکله توضیحات ورکړل او د ۱۰ او ۲۰ کاله میعاد باندې یې ټینګار وکړ.

جمهور رئیس په جمع بندي کې وویل، په دولتي ځمکو د اجارې قرارداد میعاد کولای شي د پانګونې په تناسب او د پروژې نوعیت ته په پام وټاکل شي. وروسته غونډې پرېکړه وکړه چې ټول وزارتونه او اړوندې ادارې دې د کابینې په غونډه کې د دې قانون په مسوده بحث ته ځای ورکول کېږي خپل نظریات په لیکلي شکل وړاندې کړي.

ورپسې د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښار جوړولو قانون په اړه لازم معلومات وړاندې کړل. د مرکزي احصایې ادارې سرپرست شېرمحمد جامي زاده د ښار جوړولو وزارت او ښاروالیو تر منځ د وظیفوي تداخل په هکله د توضیحاتو غوښتنه وکړه چې ښاغلي نادري په هغه هکله لازم توضیحات ورکړل او وې ویل، تطبیق کوونکو ادارو د ښار جوړولو او مسکن قانون مسودې او ښاروالیو قانون په اساس ښار جوړولو وزارت د ښاري سکتور او ښاروالیو اصلي پالیسي جوړونکی تعریف کړی دی. جمهور رئیس لارښوونه وکړه، چې د یاد قانون مسوده دې د زیات بحث او نهایي کولو او منظورۍ په موخه کابینې ته وړاندې شي.

ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین عبدالباقي پوپل د ښاروالیو قانون په اړه توضیحات وړاندي کړل او د غونډې غړو یې په هکله هر اړخیزبحث وکړ. ښاغلي پوپل د ښاغلي نادري د خبرو په تائید زیاته کړه، د ښار جوړولو او مسکن قانون او د ښاروالیو د قانون تر منځ موجود تناقض کاملاً له منځه تللی او د ښاروالیو د قانون نوې مسوده په ټول افغانستان کې مشورې ته وړاندې شوې او په پایله کې تر پخوا ښه مسوده په اختیار کې لرو او له عالي شورا یې د هغې د منظورۍ غوښتنه وکړه. وروسته د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د ښاروالیو قانون مسودې په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.

جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د ښاروالیو قانون مسودې په هکله دې د کابینې په یوه اختصاصي غونډه کې هم زیات بحث وشي او د ځمکې او اوبو عالي شورا ټولو غړو څخه یې وغوښتل چې خپل نظریات په لیکلي ډول د کابینې د چارو انسجام ریاست ته د کابینې له غوڼډې دمخه وړاندې کړي. همدارنګه لارښوونه وشوه، چې د کابینې یادې غونډې ته دې د لویو ښارونو ښاروالان هم را وبلل شي چې د دغه قانون د مسودې د نهایي کولو لپاره خپل نظریات ورکړي.

د غونډې په پای کې جمهور رئیس د جمهوري ریاست د چارو ادارې د کابینې د چارو د انسجام ریاست ته لارښوونه وکړه، د ځمکې قانون او د استملاک قانون دې د عجلې له امله په راتلونکو دوو اونیو کې د زیات بحث او منظورۍ په خاطر کابینې ته وړاندې شي.