دجمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

دجمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

 ۱۳۹۵ل کال د چنګاښ ۲۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د هېواد جمهور رئیس وارسا ته د خپل وروستي سفر په هکله غونډې ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، په وارسا ناسته کې زموږ موخه دا وه چې خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ځانګړي او د افغانستان ملت ته په عموم ډول د نړۍ د ملاتړ واضح پیغام ولرو او د ولسواک نظام د تحکیم په موخه خپلې ملي ګټې له بین المللي ګټو سره یو ځای کړو.

جمهور رئیس غني وویل، په وارسا ناسته کې ژمنه وشوه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر ۲۰۲۰ کال پورې د اوسنیو امکاناتو مطابق تمویل شي او  ۳۵۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره اعتماد خپلې دندې ترسره کړي او د هغوی په شمېر کې به هیڅ کموالی رانشي. په دې ناسته کې د ناټو مشرانو توافق وکړ، چې په افغانستان کې د دې سازمان د ځواکونو شمېر په ۲۰۱۷ کال کې په اوسنۍ کچه وساتي او تر ۲۰۲۰ کال پورې د کال ۴،۵ میلیارد ډالر د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تمویل او تجهیز په موخه مرسته وکړي.

د دې ناستې په څنډه کې د هېواد جمهور رئیس د ناټو غړو هېوادونو مشرانو او د هغه سازمان ټولو مقاماتو سره جلا کتنې لرلې چې هر یوه په بېلابېلو اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او له نشه یي توکو او ترهګري سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کړنې وستایلې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ لپاره یې د خپلو هېوادونو تیاری اعلان کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابینې د هېواد د جمهور رئیس د سفر پایلې مثبت وارزولې، د ټولو د تائید او هر اړخیز ملاتړ وړ وګرځېدې.

ورپسې کابینې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو په اړه د دولت د غوڅې ارادې ملاتړ وکړ. په غونډه کې څرګنده شوه چې په دې موخه مالیې وزارت د مالي کمېټې د مسوول په توګه ۱۰ میلیون ډالر نغد او ۲۱ میلیون ډالر د ټاکنو ترسره کولو کې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره تدارک کړي او همدارنګه د کورنیو چار وزیر د امنیتي کمېټې په راس کې د ټاکنو د امنیت د تامین په موخه موظف شوی دی.

په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست موظف شول چې د سنګینو جرایمو برخې له لارې د انسان د قاچاق شبکې جداً کنټول کړي، له متخلفینو سره قانوني چلند وکړي. په همدې ترتیب کورنیو چارو وزارت موظف شو چې د هغه وزارت په مربوطاتو کې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی او له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي غونډې ته د کابینې د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ د مصوبو د تحقق د څرنګوالی راپور وړاندې کړ. هغه زیاته کړه، په یادو کلونو کې د سپارل شویو دندو له جملې څخه دکابینې د ۱۳۹۳ کال ۷۱،۷۹ سلنه مصوبې او د ۱۳۹۴ کال ۶۸،۷۵ سلنه مصوبې  حکومتي بنسټونو اجرا او د ۱۳۹۳ کال ۲۳،۰۷ سلنه د مصوبو دندې او د ۱۳۹۴ کال ۲۰، ۶۸سلنه مصوبې د مداوم اجرائیوي خصلت له امله تر کار لاندې او د ۱۳۹۳ کال ۵،۱۴ سلنه دندې او د ۱۳۹۴ کال ۱۰،۵۷سلنه د مصوبو دندې د راپور د عدم مواصلت له امله نه دي اجرا شوې.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې د کابینې د مصوبو د دندو د تحقق څرنګوالی د دې کلونوپه تېرېدو سره د قناعت وړ ونه باله، وزیران او د دولتي ادارو رئیسان یې موظف کړل چې په یوه اونۍ کې د دې مصوبو د نهایي تحقق د څرنګوالي راپور د چارو ادارې عمومي ریاست ته ورکړي.

وروسته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د بروکسل ناستې لپاره د هغه وزارت د تیاریو په هکله غونډې ته معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت په دې ناسته کې د لومړیتوب لرونکې ملي برنامه برابروي او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای یې د خودکفایي سند د ژمنو په اړه د اصلاحاتو په ګډون د مرستو د موثریت د ښه والي، ټاکنیزو اصلاحاتو، موثر مالي مدیریت، د قانون حاکمیت، د خدماتو وړاندې کولو، د عدلي او قضایي سکتور اصلاحاتو او بشر حقونو په موخه تفصیلي یاداشت وړاندې کوي. د افغانستان دولت د بشري حقونو، سیاسي، د افغان ښځو اقتصادي توانمندي موضوعات او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په ارزښت تمرکز هم دې ناستې ته د برابرولو لپاره په پام کې لري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت له لوري په دې ناسته کې د راپور ورکولو لپاره سپارل شوې ژمنې په مجموعي توګه ۳۹ مورده وو، له هغې جملې ۱۵ ژمنې ترسره شوي او د ۲۴ نورو ژمنو لپاره وزارتونو او مسوولو بنسټونو ته د اکتوبر تر میاشت پورې موده ټاکل شوې چې په مشخص تدابیري پلان کې ترتیب او د هغوی په اختیار کې ورکړل شوې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت کابینې د یاد راپور د تائید په ترڅ کې د دې ناستې تر جوړېدو پورې وزارتونه او دولتي ادارې موظفې کړې چې د سیمه ییزې همکارۍ، ترانزیت، زیربنا، د سرحدي ولسوالیو د پیاوړتیا، ښځو او ځوانانو چارو او حکومتوالۍ په برخو کې لومړیتوبونو ټاکلو ته په پام یو جامع انکشافي سند ترتیب او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په همکارۍ د هېواد د ولایتونو مسوولینو ته د ویډیو کنفرانس له لارې هم توضیح شي.

ورپسې د دوشي – بامیان د برېښنا لین غځولو او له شمال څخه د هېواد جنوب ته د برېښنا وېش په موخه د افغانستان برېښنا شرکت انکشافي بودجه کې د ۱۱،۲۱۳ میلیارد افغانیو د زیاتوالي پر بنسټ او د ۱۳۹۵ مالي کال  ملي بودجې د ضمیمې په توګه د ملي راډیو تلویزیون عادي بودجه کې ۳۹،۶ میلیون افغانیو په هکله د مالیې وزیر وړاندیز غونډې ته مطرح کړ چې د تائید وړ وګرځېد او مالیې وزارت د هغو پړاونو په بشپړولو موظف شو.

د ماليې وزیر د ۱۳۹۵ مالي کال د وسط ارزونه کې د ملي بودجې تغیرات غونډې ته پیشنهاد او زیاته یې کړه، د رامنځته شویو بدلونونو په پایله کې په لویو پروژو کې د انکشافي پلان د تمویل په موخه  له لویو زیربنایي پروژو تشکیل شوي لکه:

د اب ګردان بندونو ډیزاین او جوړول، بامیانو او ټولو مرکزي ولایتونو ته د لین غځول، د اورګاډي کرښې، د صنعتي پارکونو جوړول، د بندرونو بیا رغاونه، د ملي لابراتوار تجهیز، بزګرو ته د غنموتخم ورکول او نورې انکشافي پروژې دي. د ۱۳۹۵ مالي کال د عمومي بودجې سقف د کال په منځ کې ۴۵۵،۱۴۹ څلور سوه پنځه پنځوس اعشاریه یو سل او نهه څلوېښت میلیارد افغانۍ چې د ۶،۷۹۳ د شپږ اعشاریه اوه سوه او دري نوي میلیارد ډالرو معادل دی چې له هغې جملې ۲۹۳،۲۸۸ دوه سوه او دري نوي اعشاریه دوه سوه اته اتیا میلیارد افغانۍ عادي بودجه او ۱۶۱،۸۷۱ یو سل او یو شپېته اعشاریه اته سوه او یو اویا میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه کېږي، تصویب شوه.

ورپسې د عدلیې وزیر د تقنیني اسنادو درې مورده چې له هغې جملې په نړیوال سوداګریز سازمان (WTO)کې د افغانستان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ژمنې دي چې مقررې ته په پام  د تقنیني اسنادو د برابرولو طرز او د پړاونو بشپړول ترتیب شوي او په لاندې توګه غونډې ته وړاندې شول:

۱٫      د ګمرکونو قانون طرحه په ۱۵ څپرکو او ۲۰۷ مادو کې د ګمرکي محصولاتو د راټولولو، د ګمرکي تشکیلاتو د تنظیم، د ګمرک د کارکوونکو د واکونو د حدودو تعین، د هېواد داخل یا بهر ته د مالونو د لېږد څارنې، د ګمرکي سرغړونو مخنیوي او د ګمرکي محصول اندازې ټاکلو په موخه د هېواد اقتصادي شرایطو او بین المللي معیارونو ته په پام .

۲٫      د سټنډرډ جوړولو قانون طرحه په شپږ څپرکو او ۳۴ مادو کې د کیفیت ملي زیربنایي او انکشاف د ایجاد په موخه، د سوداګریزو (وارداتي او صادراتي)مالونو د کیفیت د ښه والي، تولیدي محصول او خدماتي پروسې، له مالي او اقتصادي منابعو څخه د موثرې ګټه اخیستنې په موخه د مصرفي نورمونو تثبیت، د مستهلکینو د مصونیت او صحت تامین او چاپیریال ساتنې، د سټنډرد جوړولو پروسو کې د ونډې اخیستلو په موخه د خصوصي سکتور هڅونه.

۳٫      د سوداګریزو محاکمو اصولو قانون ضمیمه طرحه په ۱۳ مادو کې چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د هېواد د غړیتوب د ترلاسه کولو په بنسټ ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د ګمرکونو قانون طرحه او د سټنډرد جوړولو قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه. د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر نظر لاندې د عدلیې او مالیې وزیران موظف شول چې د ګمرکونو قانون د غونډې د تذکر مطابق تصحیح او نهایي کړي. همدارنګه کمېټې د عدلیې، سوداګرۍ، عامې روغتیا وزیرانو او د سټنډرډ ملي ادارې رئیس موظف کړل چې د سټنډرډ جوړولو قانون د غونډې د تذکر مطابق تصحیح او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ په غونډه کې مطرح او نهایي کړي.

په همدې ترتیب د افغانستان اسلامي جمهوري کابینې د سوداګریزو محاکمو اصولو قانون ضمیمه طرحه تائید کړه.

ورپسې د لوړ زده کړو وزیرې او د دې وزارت د ازموینو رئیس جاوید رسولي د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کانکور ازموینو، لاسته راوړنو، چالشونو ته اجمالي کتنه وکړه او د چالشونو د له منځه وړلو لپاره یې خپله پیشنهادي طرحه د ازموینو د اخیستلو ، په شرایطو برابرو کسانو د پېژندنې د ډول، د مشخص ویب سایټ د ایجاد، د پوښتنو بانک ته د ښوونځیو فارغانو د لاسرسي او نور موضوعات غونډې ته وړاندې کړل.

کابینې د لوړ زده کړو وزارت طرحه تائید کړه او د کانکور ازموینو پروسو څخه یې ملاتړ اعلان کړ. د افغانستان اسلامي جمهوري کابینې او د هېواد جمهور رئیس د کانکور ازموینو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د کړنو مننه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د رئیس جاوید رسولي د خدماتو د قدرونې په موخه دې نوموړي ته اوله درجه ستاینلیک ورکړل شي. همدارنګه  د لوړو زده کړو وزیرې ته لارښوونه وشوه چې د دې وزارت د ازموینو برخې کارکوونکي تقدیر کړي.

غونډې پرېکړه وکړه، چې لوړ زده کړو وزارت د کانکور ریاست د تشکیلاتو په اړه د اړتیا وړ پیسو سره مشخصه طرحه ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. همدارنګه دې د تودو او سړو ولایتونو پوهنتونونو سره د کانکور ازموینې وخت له سره وګوري او نهایي دې کړي او د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵کلونو د کانکور ازموینو پایلې دې د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد ولایتونو ته توضیح او تشریح کړي.

ورپسې د ملي دفاع وزیر د هغه وزارت د ۶۰۰۰ ټنه غنمو د ساتنې د لګښت د معافیت پیشنهاد او د هغو د وېش تقاضا چې د کرنې وزارت ستراتیژیکو زېرمو کې قرار لري غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د ملي دفاع، مالیې او کرنې وزیران موظف کړل چې یاد پینشهاد له سره وارزوي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیرې د روژې مبارکې میاشتې ۲۷ ورځ د زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ په نوم د نومولو او د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په موخه د مرستې صندوق ایجاد طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

له هر اړخیز بحث وروسته د روژې مبارکې میاشتې پنځلسمه ورځ د زیان منونکو، یتمیو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ د ورځې په نوم تصویب شوه. د کار او ټولنیزو چارو، مالیې او عدلیې وزیران موظف شول چې یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په موخه د صندوق د ایجاد  قانوني لوري څرنګوالی مطالعه او خپله توافق شوې طرحه د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې د نشه یي توکو پرضد د مبارزې اونۍ د نمانځلو پینشهادي طرحه د نشه یي توکو له زیانونو څخه د عامه پوهاوي په موخه د مشارکت او همغږي او ملي بسیح په خاطر غونډې ته وړاندې کړه. هغې زیاته کړه، په دې طرحه کې د دولتي ادارو مکلفیتونود نمانځلو په برخه کې مشخص شو او ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته مسوولیت وسپارل شو چې هر کال له نشه یي توکو سره د مبارزې اونۍ له خپلو مالي منابعو څخه په ګټه اخیستنه په مستقلانه توګه ونمانځي. چې دا طرحه کابینې تصویب کړه.

وروسته د ځوانانو معین او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د خبریالانو یاد ته د درناوي او د کارنامو د ژوندي ساتلو په موخه د کابل ښار بره کي چوک کې د کا بل ښاروالۍ په همکارۍ  د یادګاري څلي جوړولو طرحه  غونډې ته وړاندې کړه، چې تصویب شوه.

د غونډې په پای کې د بین المللي معاهدو پنځه مورده د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال غونډې ته مطرح کړل او په لاندې توګه تائید شول:

·        د مولانا افغان –ترک ښځینه پوهنتون د تاسیس په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو عمومي ادارې او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس (تیکا) تر منځ د لېوالتیا څرګندولو تفاهم.

·        د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د هوایي چلند ادارې او د امریکا متحده ایالاتو د ټرانسپورټ وزارت د فډرال هوایي چلند ادارې تر منځ ۴۰۰۷-۱-NTA موافقتنامه.

·        د افغانستان اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندنې پلاوی (DAFA) د افغانستان د لرغونې پېژندنې نقشو د ایجاد لپاره توافقنامه.

·        د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت او د چین ولسي جمهوریت د څارنې او تفتیش او کیفیت او قرنطین د عمومي ادارې تر منځ له افغانستان څخه چین ته د زعفرانو د صارداتو لپاره د نباتي حفظ الصحه شرایطو پروتوکول.

·        د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د چین ولسي جمهوریت تر منځ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او د ۲۱ پېړۍ د ورېښمو ابي لارې د مشترک جوړولو د تفاهم یاداشت