د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د۱۳۹۵کال د سلواغې ۲۰

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

 

کابینې پرون مازیګر په کابل کې د انتحاري برید د سختې غندنې تر څنګ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د دغې پېښې  عاملان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

همدارنګه کابینې په هېواد کې د واورې وروستي اورښتونه په نیک فال ونیول، څرګنده یې کړه چې وروستي اورښتونه په افغانستان کې کرنې، کښت او کار ته ته ګټور تمامېږي او اقتصادي وده به ورسره شاوخوا درې سلنه زیاته شي.

کابینې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته دنده وسپارله چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر، د افغاني سرې میاشتې ټولنه او نورو اړوندو ارګانونو په همکارۍ دې په ولایتونو کې د واورې د اورښت له کبله د پېښو زیانمنو سره په مرسته کې بیړني اقدامات وکړي. 

ورپسې عدلیې وزیر د امیر علي شیر نوايي دولتي مډال د وضع کولو په اړه د نښانونو او مډالونو قانون د شپږمې ګڼې د ضمیمې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه، دا طرحه شپږو مادو کې ترتیب او د قوانینو کمېټې په غونډه کې تائید شوې ده. کابینې یاده طرحه تائید کړه.

ورپسې د عدلیې وزیر د طبي پاتې شونو د مقررې طرحه چې په پنځو فصلونو او ۲۵مادو کې ترتیب شوې ده، غونډه کې یاده کړه چې په پرنسیپ کې تصویب شوه. د عامې روغتیا او عدلیې وزارتونه موظف شول چې یاده مقرره  تصحیح او نهايي کړي.

 

هغه همدارنګه د ژوند چاپيریال او ټولنیزو اثراتو د ارزونې مقررې طرحه چې په درې فصلونو او ۱۷مادو کې ترتیب او د قوانینو کمېټې هم تائید کړې ده، غونډې کې یاده کړه. کابینې د ژوند چاپیریال او ټولنیزو اثراتو د مقررې طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې د ژوند چاپيریال او ټولنیزو اثراتو د ارزونې په اختصاصي کمېټه کې دې د کابل ښاروالي استازی هم شامل کړي او د ژوند چاپیریال د څارنې، تفتیش او اجازه نامې په اړه دې کال کې یو ځل د کابینې غونډې ته راپور ورکړي.

 

د عدلیې وزیر د نظامي لوړو زده کړو د بهرنیو بورسونو د مقررې طرحه چې په درې فصلونو او ۱۹مادو کې ترتیب او د قوانینو په کمېټه کې تائید شوې ده، غونډه ته وړاندې کړه. کابینې د یادې مقررې د تصویب تر څنګ، په نننۍ غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت لوی ریاست ته دنده ورکړه، تر څو هغه افسران چې د جبهې په لومړۍ کرښه کې د ملي نوامیسو ساتنه کوي، له هېواد څخه بهر تحصیلي بورسونو په وېش کې دې لومړیتوب ورکول شي او زده کړو له پای ته رسېدو درې میاشتې مخکې دې د هغوی تحصیلي څانګې سره سم مناسب ځای ورته په پام کې ونیول شي او هېواد ته د راستنېدو وروسته یې په بیا تقرر کې عاجل اقدام وکړي.

 

همدارنګه، د عدلیې وزیر د فوق لیسانس عالي زده کړو د مقررې طرحه غونډه کې یاده او زیاته یې کړه، چې دا طرحه په شپږو فصلونو او ۳۷مادو کې ترتیب شوې ده، چې هدف یې په پوهنتونونو کې د فوق لیسانس لوړو زده کړو(ماسټري او دوکتورا) اړوند چارو تنظم او له ملي او بین المللي معیارونو سره سم د فوق لیسانس عالي زده کړو برنامو دایرولو تدوینول دي، د کابینې د پرېکړو مطابق دې هغه کې لازم اصلاحات درج شي.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار تر نظر لاندې د عدليې، لوړو زده کړو، پوهنې، مالیې او اقتصاد وزیران موظف کړل، چې پر یادې طرحې بیا کتنه وکړي او توافق شوې طرحه دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزیرې د دولتي پوهنتونونو د هغو استادانو د میاشتني معاش د اجرا ستونزې په اړه وړاندیز چې له هېواده بهر د زده کړو د دوام لپاره تللي دي، غونډې ته وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، د دولتي پوهنتونونو یو شمېر استادان د لوړو زده کړو د دوام په خاطر بېلابېلو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دي چې مادي امتیازات او حقوق یې د بورسونو له لایحې او مقررې سره سم د دوی د تحصیلي راپور د وړاندې کولو وروسته ربعوار اجرا او کورنیو ته یې ورکول کېږي، خو د استادانو کورنۍ له اقتصادي او معیشیت له پلوه ستونزو سره مخ دي. 

کابینې د لوړو زده کړو وزارت پیشنهادي طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او هغه وزارت ته یې دنده وسپارله چې له هېواده بهر تحصیلي بورسونو په مقرره کې دې لازم تعدیلات راوړل شي او د یادې مقررې پړاوونه دې بشپړ کړي.

ورپسې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې د ۱۳۹۶کال د تقویم طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه، دا طرحه د جیودیزي او کارتوګرافي ادارې په همکارۍ ترتیب شوې ده او په هغه کې عمومي رخصتۍ، ملي، مذهبي، تاریخي او بین المللي ورځې په پام کې نیول شوي دي. کابینې د ۱۳۹۶کال تقویم د تصویب تر څنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د کب (۹) د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم او د لړم په میاشت کې دې یوه اونۍ د کورنیو صنایعو او پانګونې په نوم درج شي او ۱۳۹۶کال دې د ځوانانو د کار کال ونومول شي. 

 

ورپسې د فواید عامې وزیر د قصار ـ لامان سړک پروژې راپور غونډې ته وړاندې کړ او همدارنګه یې د شخړو د حل بورډ د پرېکړې، د قرارداد په مخ کې پرتو ستونزو او له قراردادي کمپنۍ څخه د مطالباتو د حصول په اړه معلومات ورکړل. هغه څرګنده کړه، د پاتې کارونو تدارکاتي پروسه او د لومړۍ او دویمې برخې سروې او ډيزاین منظور شوی دی او د یادې پروژې له درېیمې څخه تر شپږمې برخې پورې د پاتې کار سروي روانه ده.

کابینې د فواید عامې وزارت د راپور د تائیدولو تر څنګ، د فواید عامې او مالیې وزیران موظف کړل چې د شخړو د حل بورډ له پرېکړو سره سم دې د قراردادي کمپنۍ د مطالباتو د حصول په برخه کې قانوني اجرآت وکړي.

د اجنډا په بله برخه کې د اقتصاد وزیر د ثبت او راجستر شویو انجوګانو د بودجې د حجم په اړه غونډې ته راپور ورکړ. هغه د بهرنیو او کورنیو موسسو په تفکیک سره د پانګونې حجم مشخص،  د ولایتونو په اساس د لګښتونو کچه تشریح او د غیردولتي موسسو د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې بیان کړې او په دې اړه یې اصلاحي وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

 

کابینې د اقتصاد له وزیر او د دغه وزارت له کارکوونکو مننه وکړه او د یاد وزارت راپور یې په پرنسیپ کې تائید کړ. غونډې د اقتصاد وزارت ته دنده ورکړه چې د اړوندو ارګانونو سره په همکارۍ دې یاده طرحه تصحیح، نهايي او اجرا کړي.

د دې په دوام د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس په فراه ولایت کې په (۵۰۰۰) جریبه دولتي ځمکه کې د قطر د الغرافه خیریه موسسې له خوا د طبیعي پارک جوړولو په اړه د هغې ادارې مشخص وړاندیز غونډه کې مطرح کړ او څرګنده یې کړه، د قطر الغرافه خیریه موسسې په فراه ولایت کې (۵۰۰۰) پنځه زره جریبه وچه دولتي موازي ځمکه د طبيعي پارک د جوړولو لپاره غوښتې ده.

کابینې د افغانستان د ځمکو ادارې وړاندیز په پرنسیپ کې تائید کړ، د کرنې وزیر، د افغانستان د ځمکو ادارې او چاپیریال ساتنې ادارې رئیسانو ته یې دنده وسپارله چې د هغه قرارداد دې چمتو او لاسلیک کړي.

ورپسې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر سړک ختیځه خوا کې د پارکینګ او آزادې شنې ساحې برخې په استوګنیزې ـ سوداګرۍ د تعدیل غوښتنه چې ټاکل شوې ده خصوصي سکتور به یې جوړوي، غونډې کې یاده او زیاته یې کړه، په دغه ساحه کې به د هېواد یو تن پانګوال نهه پوړه پارکینګ سره یوه ۳۰پوړیزه ودانۍ جوړه کړي چې له ودانیزو معیارونو سره به برابره وي.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په مقرره کې د یو لړ تعدیلاتو راوستو وروسته، پیشنهادي ساحه په سوداګرۍ ساحې تعدیلول تصویب کړل او د کابل ښاروالۍ ته یې دنده وسپارله چې هغې د نقشې په اړه دې قانوني اجرآت وکړي.

ورپسې د فواید عامې وزیر، د اشخاصو ملکیت (۲۶۶,۶۴)  جریبه موازې ځمکې د استملاک طرحه چې پر هغې د قیصار ـ لامان حلقوي سړک جوړېږي، غونډه کې مطرح کړه. کابینې یاده طرحه په پرنسیپ کې تصویب کړه، د فواید عامې او د افغانستان د ځمکو ادارې ته یې دنده وسپارله چې په قیمتونو کې دې تجدید نظر وشي او فواید عامې وزارت دې په ورکړه کې اقدام وکړي. 

 

په همدې توګه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اصحاب بابا استوګنیزې پروژه کې د اشخاصو (۲۱۳۰) متره مربع موازي ملکیت استملاک، د مزار شریف په ماسټر پلان کې د (U) پروژې تر پلان لاندې د اشخاصوملکیت  (۸۳۵۹,۹۹) متره مربع موازي ځمکې استملاک او د ملا غلام او بامیان ولایت سړک په اوږدو کې د اشخاصو ملکیت  (۵۳۰۹,۵)  متر مربع ځمکې استملاک طرحه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست غونډې ته وړاندې کړه، چې تصویب شوه.

 

ورپسې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین شپږ مورده بین المللي معاهدات غونډه کې مطرح کړل، چې له هغې جملې پنځه لاندې موارد تائید شول:

  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د متحدو عربي اماراتو دولت ترمنځ د غیرقانوني نشه يي توکو سوداګرۍ او اومه توکو سره یې د مبارزې په برخه کې توافقنامه.
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د سویډن حکومت ترمنځ د کډوالو په برخه کې د همکاریو د تفاهم یاددښت.
  • د افغانستان د اسلامي جمهوريت او اروپايي اتحادیې ترمنځ د کډوالو مسائلو په اړه د راتلونکي لپاره ګډ میکانیزم.
  • د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د المان فدرالي جمهوري دولت ترمنځ د کډوالو په برخه کې د همکاریو ګډه اعلامیه.
  • د افغانستان اسلامي جمهوريت او د فنلنډ جمهوریت ترمنځ د کډوالو په برخه کې د همکاریو ګډه اعلامیه.

 

کابینې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د بې پولو ډاکټرانو سازمان ترمنځ په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو له فعالیت څخه د ساتنې د تفاهم یاددښت دې د غونډې له یادونو سره سم بیا وکتل شي او  د بهرنیو چارو وزارت دې له بیا کتلو وروسته، د پړاوونو په بشپړولو کې اقدام وکړي.