د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

۱۳۹۵ ل د زمري ۶

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهور رئیس د روان کال د زمري په دویمه په کابل ښار کې وحشیانه انتحاري برید چې له امله یې یو شمېر زیات بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په سختو ټکو وغانده. د کابینې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب یې د پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته څرګند کړل، شهیدانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شفا او د کورنیو غړو ته د جمیل صبر دعا وکړه.

ټپیان تر متداومې درملنې لاندې دي او د عامې روغتیا وزیر او د کابل ښار د ملکي او نظامي روغتونو په ځانګړي ډول د سردار محمد داوود خان او غازي امان الله خان (ملي امنیت روغتون) روغتونونو د روغتیایي کارکوونکو د خدمتونو چې د ټپیانو په انتقال او درملنه کې یې هر اړخیز کوښښ کړی، مننه او قدرداني وکړه.

جمهور رئیس د عامې روغتیا وزیر موظف کړ، د پېښې هغه ټپیان چې په هېواد کې یې درملنه نه کېږي،له هېواد څخه د باندې ورته د درملنې اسانتیا برابرې کړي.

هغه زیاته کړه د معلوماتو له مخې څلور تنه تشخیص شوي دي چې د درملنې لپاره له هېواده دباندې واستول شي او لارښوونه مې کړې چې د هغوی د انتقال لپاره لازم تدابیر ونیسي. همدارنګه جمهور رئیس څرګنده کړه، هغه صحي کارکوونکي چې په دې برخه کې یې کوښښ کړی دی د  تقدیر په موخه دې  د هغوی د تقدیر پیشنهادترتیب او جمهوري ریاست مقام ته وړاندې شي.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د سټنډرډ جوړولو، ګمرکونو، د داخلي صنایعو د حفاظت، د مخترع او مکتشف د حقونو ملاتړ قوانینو طرحې او (۱) شمارې ضمیمه د سوداګریزو محاکمو اصول چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د ژمنو جز دی غونډې ته مطرح او څرګنده شوه چې یاد قوانین پخوا د کابینې په غونډو کې په پرنسیپ کې تآئید شو او د هغو د غنامندي په موخه تخصصي کمېټې توظیف شوې چې یادو کمېټو د کابینې د پخوانۍ پرېکړو او سپارښتنو مطابق تصحیح او د نهایي تصویب په موخه اماده کړل.

کابینې د ستڼدرډ جوړلو، ګمرکونو، د اخلي صنایعو د حفاظت ، د مخترع او مکتشف د حقونو د ملاتړ قوانینو طرحې او د سوداګریزو محاکمو اصولو قانون (۱) شمارې ضمیمه تصویب کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د استعجالیت او اړتیا له امله د افغانستان د اساسي قانون د (۷۹) مادې د صراحت مطابق د یادو قوانینو تقنیني فرمانونه ترتیب او طی مراحل کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال او د قوانینو د کمېټې د رئیس، د عدلیې وزارت د تقنین غړو او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر همدارنګه په ځانګړي ډول د ولسي جرګې او مشرانو جرګې کمیسیونونو او غړو د بېساري زحمتونو څخه چې د وطندوستۍ احساس له مخې یې د اوړي رخصتیو ورځو کې نړیوال سوداګریز نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په خاطر د افغانستان  د تقنیني ژمنو د طی مراحل او نهایي کولو کې هر اړخیزې مرستې وکړې، مننه او قدرداني وکړه. عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د هغه وزارت د تفتیش غړو دکمي او تشکیلاتي ودې په اړه خپل وړاندیز ترتیب او جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

ور پسې د ښار جوړولو وزیر په دارالامان سیمه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت ملکیت نیله باغ  (۱۶۴،۱۵)جریبه ځمکه ښار جوړولو وزارت ته د موازي انتقال لپاره د هغه وزارت غوښتنه د چین د بلا عوضه لس زره مسکوني واحد د جوړولو لپاره غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې د هغو همغږیو په اساس چې د دواړو هېوادونو د تخنیکي استازو تر منځ د ساحې د تثبیت په هکله شوې بېلابېلې ساحې مطالعه او په پایله کې په دارالامان سیمه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت ملکیت نیله باغ (۱۶۴،۱۵)جریبه ځمکې په هکله دواړو پلاو توافق وکړ چې (۱۶۴،۱۵)جریبه ساحه احتوا او له هغې جملې څخه (۱۰۶،۹۳) جریبه د پروژې د اول فاز او (۵۷،۲۲)جریبه نوره ساحه چې د نباتاتو د ساتنې لابراتوار او دولتي ودانۍ په کې دي د پروژې د انکشاف لپاره به په پام کې ونیول شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس په مشرۍد کرنې او مالدارۍ او ښار جوړولو وزایران او د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس  موظف کړل چې یاده ساحه بیا وارزوي او د پایلې په اړه د کابینې راتلونکې غونډې ته راپور ورکړي.

ورپسې د افغانستان ځمکو ادارې رئیس د دولتي عام المنفعه امتدادي پروژو د استملاک لاندې ملکیت تثبیت طرزالعمل غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، دا طرزالعمل په څلورو څپرکو او ۲۸ مادو کې د امتداري پروژو استملاک لاندې شخصي، دولتي او عامه ځمکو د تشخیص او تفکیک په موخه ،د پام وړ ځمکو د کره احصایې د ترلاسه کولو، د استملاک لاندې ځمکو د مالکینو د همکارۍ راجلبولو او د دولت د انکشافي پروژو پلي کولو ته د زمینې برابرولو او له ژمنه شوې بودجې څخه د پروخت او موثرې ګټه اخیستنې  پروژې ترتیب او د ځمکو او اوبو عالي شورا د روان کال د چنګاښ د ۲۶ غونډې ته یې وړاندې کړې چې هغې شورا هم تصویب کړې.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د افغانستان د ځمکو اداره موظف کړه چې یاد طرزالعمل دې د نافذه قوانینو په رڼا کې بیا وګوري او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

په پای کې د سوداګریزو اسانتیاوو توافقنامه د بهرنیو چارو وزیر له خوا غونډه کې مطرح او یادونه وشوه چې د دغې توافقنامې د لاسلیک موخه د توکو په لېږد او ترخیص کې چټکتیا، د ترانزیتي توکو په ګډون د مخ پر وده غړو هېوادونو ځانګړو اړتیاو په درک سره خاصتاً چې لږ پرمختګ یې کړی او د ګمرکي مسایلو رعایت او د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې د نړیوال سوداګریز سازمان د غړو تر منځ په موثره همکارۍ چې په دې ساحه کې پیاوړتیا، مرستې او ملاتړ د کاري ظرفیتونو د لوړولو تمایل لري، تائید شو.