د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۵ل د وږي ۱۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د کروندګرو د کوپراتیفونو، د افغانستان د کارګرانو (امکا) او د افغانستان د ځوانانو او لیکوالو اتحادیو د فعالیت او ددغو اتحادیو له خوا د دولتي جایدادونو د استفادې د څرنګوالي په اساس د حقوقي ارزونې اړخونه غونډې ته وړاندې شول.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال وویل: دغو اتحادیو خپل فعالیتونه په بېلابېلو وختونو کې پیل کړي دي، چې تر اوسه فعالیت کوي. دغو اتحادیو ته د وخت حکومتونو جایدادونه وېشلي وو، چې یادو اتحادیو له یادو جایدادونو د کاري دفترونو او له ځینو جایدادونو څخه د مالي سرچینو په توګه ګټه اخېسته او د هغوی یو شمېر جایدادونه غصب شوي دي.

هغه د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې د منقولو او غیر منقول جایدادونو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل، زیاته یې کړه، چې ددغو اتحادیو د غصب شویو جایدادونو د بېرته راګرځولو په خاطر دې د امنیتي ارګانونو له لارې عاجل اقدام وشي.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې دولتي جایدادونه دې بېرته راوګرځول شي، دهغو ځمکې دې د ځمکو په اداره او ودانۍ دې په مالیې وزارت کې د دولتي ملکیتونو او ځمکو په نوم ثبت شي. د کورنیو چارو وزارت دې د یادو اتحادیو د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په خاطر اقدام وکړي او د عدلیې وزارت دې دهغوی فعالیت د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې وارزوي او پړاوونه دې بشپړ کړي.

ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، د کابینې د غونډې لارښوونې سره سم د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په ګمرکي چارو کې د متقابلې اداري مرستې او ملاتړ موافقت نامې په اړه د موظف پلاوي نظر غونډه کې مطرح کړ.

هغه زیاته کړه، د اسلام قلعه د دوغارون د ګډې دروازې د جوړولو د تفاهم یادښت ګډ پلاوي له سره کتلی دی، پلاوي د هغه د لاسلیک مفاد او اضرار په نښه کړي او د تصمیم نیولو لپاره کابینې ته وړاندې کېږي.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د مالیې او سرحدونو وزارتونه، د جیودیزي او کارتوګرافي اداره او د افغانستان د ځمکو اداره د بهرنیو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې موظف کړل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ایران ترمنځ سرحد کې صفري نقطه تثبیت او د کابینې بلې غونډې ته یې راپور ورکړي.

ورپسې د اقتصاد وزیر د هلمند د بست تصدۍ د راتلونکي فعالیت په اړه د موظف کمیسیون راپور غونډې ته ورکړ. هغه زیاته کړه چې یاد کمیسیون له کره ارزونې وروسته، د تصدۍ د فعالیت له دوام سره موافقه کړې او تصدۍ ته یې د لا زیات صلاحیت ورکولو وړاندیز کړی دی.

پلاوي غوښتي دي چې د تصدۍ د تولیدي ظرفیت د لوړولو په موخه د ۲۵۰میلیون افغانۍ مبلغ تر ۲۵زره ټنه پورې پنبه دې د ربح پرته قرضیې په توګه د دولتي تصدیو د مازادو له وجوهو څخه د هلمند د بست تصدۍ ته ورکړل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د اقتصاد، مالیې او کرنې وزارتونونه او په مالي او بانکي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ موظف کړل چې یاده طرحه دې د غونډې له یادونو سره سمه بیا وګوري او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

د غونډې په دوام کې د روغتیا وزیر، د درملو د وېش سیستم د ښه والي لپاره د درملتونونو او عمده پلورنځیو د کمي او کیفي تحلیل د تګلارې طرحه غونډه کې مطرحه کړه.

هغه د درملو د عرضې پر وړاندې ننګونې د روغتیايي محصولاتو او درملو د زیرمو جوړولو شرایط او د الزاماتو وضع کول، پرچون او عمده پلورنځیو جوړولو لپاره د ملي پالیسۍ تدوین، جوازونو ته د اعتبار ورکولو لپاره د نویو معیارونو وضع کول او په هېواد کې د درملو د عرضه کولو خدمتونو د وضعیت ښه والي لپاره تګلارې پيشنهاد کړې .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د روغتیا وزارت یې موظف کړ چې دهغې تطبیقي پلان ترتیب او په مالي او بانکي چارو کې د جمهور رئیس د سلاکار په مشوره،  د درملو واردونکو شرکتونو لپاره د جواز شرایطو ته په پام دې ترتیب او  اجرا کړي.

د روغیتا وزیر، د روغتیايي خدمتونو د عرضه کولو کیفیت د ښه والي د همغږۍ پروګرام غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې په دغه طرحه کې د روغتیايي خدمتونو د ښې عرضې په موخه د مشخص فعالیت موډل په پام کې نیول شوی دی.  هغه زیاته کړه، یاد موډل کې د موډل د پلي کولو د چمتو والي لپاره ګڼ فعالیتونه، دوره يي ارزونې او نور فعالیتونه ځای په ځای شوي دي چې له پلي کېدو سره به یې روغتيايي خدمتونو کې ښه والی راشي.

کابینې یاده طرحه په پرنیسپ کې تائید کړه، روغتیا وزارت یې موظف کړ، چې د روغتونونو مدیریت دې تخصصي افرادو ته وسپاري او په دولتي روغتونونو کې دې د خصوصي سکتور د مشارکت ځنځیري سیستم طرحه ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر د سرحدي اوبو د پالیسۍ عمومي چوکاټ غونډه کې مطرح کړ او څرګنده یې کړه چې دغه چوکاټ په بېلابېلو برخو لکه تعریفونه، لیدلوري، رسالت، مقصد، هدف، حقوقي ابعاد، دندې او مسوولیتونه، د انفاذ تاریخ سره جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه،  اهداف یې سرحدي اوبو څخه په استفاده او تخصیص  کې د هېواد د هر اړخیزو انکشافي ګټو تامین ، هغه هېوادونو سره چې د اوبو د ګډ بهیر(ابریز) حوزه کې شامل دي د ښه نیت په اساس د همکاریو د زیاتېدو لپاره د چوکاټ ایجاد او پراختیا، ملي ګټو ته په پام متقابلې ګټې او متقابل عمل او دوه اړخیزو او څو اړخیزو توافقاتو ته د رسیدو په موخه د سرحدي اوبو په اړه خبرې په بر کې نیسي.

غونډې د سرحدي اوبو د پالیسۍ طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه، د اوبو او انرژۍ وزارت یې موظف کړ چې ددغې پالیسۍ متن تصحیح او بشپړ کړي.

همدارنګه، د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د ۴۰۰متره دولتي ځمکې موازي انتقال تقاضا چې د کابل ولایت د چاراسیا ولسوالۍ د قلعه قاضي په کته لندي کې واقع ده، د برېښنا شرکت ته د  (۹۶۰۰۰۰) افغانیو د برق جکشن د جوړولو په موخه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

  همدارنګه، د قالینو صادرونکو او تولیدونکو ته د ځمکې د انتقال قرارداد ترتیب او د قالینو صنعتي او استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په منظور غونډې ته وړاندې شو. دا قرارداد د افغانستان د ځمکو او اوبو د عالي شورا په پنځمه غونډه کې تائيد شو، چې د هغه په اساس هغه دولتي ځمکه د قالینو صنعتي او استوګنیز ښارګوټی جوړولو په خاطر د دولتي ځمکې خرڅول په لس کلنو قسطونو شوی دی، د ځمکې په انتقال کې د ځمکو اداره او د ښارجوړولو وزارت د قالینو د صنعتي او رهایشي ښارګوټو د زیربنا په جوړولو کې د دولت له طرفه او د قالینو صادرونکو او تولیدونکو اتحادیه د قرارداد طرفونه دي.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته، د قالینو صادرونکو او تولیدونکو اتحادیې ته د ځمکې د انتقال قرارداد تصویب او د افغانستان د ځمکو اداره یې موظفه کړه چې ژر د ځمکې قیمت تثبیت او سوداګرۍ وزارت دې د هغې په پلي کولو کې اقدام وکړي.

همدارنګه د مالیې او سوداګرۍ وزارت موظف شو، چې ددغې پروژې د جوړولو کار دې د خصوصي پانګونې ادارې ایسا د صنعتي پارګ له پیسو تمویل شي.

ورپسې د عدلیې وزیر د خصوصي پانګونې قانون د درېیمې مادې (۲) جز، شپږمې، اومې، اتمې او نهمې مادو د تعلیق طرحه چې د پانګونې د عالي کمیسیون او د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) اړوند وه غونډه کې مطرح او تصویب شوه.

هغه د عامه او خصوصي مشارکت قانون طرحه چې د افغانستان د اساسي قانون د نهمې مادې او لسمې مادې د (۲) فقرې د احکامو په اساس په پنځو فصلونو او (۲۶) مادو کې ترتیب شوې، غونډه کې مطرحه او تصویب شو.

یاده طرحه د عامه او خصوصي مشارکت اړوند چارو د تنظیم په موخه د شفافیت، آزاد رقابت او اقتصاد والي اصل په اساس، د ګډې پانګونې د فرصتونو د پيژندنې چې عامه او خصوصي سکتور، د خصوصي او عامه مشارکت پروژو د پر مخ وړلو په موخه د خصوصي  او عامه پانګونې د تشویق په خاطر ترتیب شوې ده.

د غونډې په پای کې، د بین المللي معاهداتو په اړه اته لاندې موارده د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین له خوا وړاندې شول.

·        د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د قطر د خیرالغرافه موسسې ترمنځ د میش مرغ (هوباره) د پایداره ساتنې، تکثیر، روزنې په برخه کې د پانګونې د تفاهم یادښت.

·        د افغانستان د برېښنا شرکت او د ترکمنستان  د ترکمن انرګو ملي شرکت ترمنځ د برېښنا د پېرلو قرارداد.

·        د افغانستان د اسلامي جمهوریت او جاپان ترمنځ انکشافي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو سره د نقدي مساعدت سند.

 ·        د افغانستان د سلامي جمهوریت د کرنې وزارت او د مصر عربي جمهوري دولت د کرنې او د ځمکو د اصلاح  وزارت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي او علمي همکاریو تفاهمنامه

·        د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهنې وزارت او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د تفاهم یادښت.

·        د افغانستان د حکومت او د اتریش د حکومت ترمنځ د کډوالو د موضوعاتو اړوند د تفاهمنامې د لاسلیک په اساس دوه اړخیزه اعلامیه.

·        د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  او د روسیې فدراسیون  د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷کلونو لپاره د مشورو ترسره کولو پرتوکول.

·        نابینا او کم بینا او نورو معلولیت لرونکو افرادو ته د اثارو او چاپي منابعو د لاسرسي او اسانتیا په اړه د مراکش معاهده.