اصلي پاڼه / موزیم

د افغانستان د موزیم لومړني اثار عمومآ د شاهانو شخصي کلکسیونونه او د شاهي جنسي صندوق خانې اړوند شیان وو. په لومړیو کې به ځینې تاریخي او عتیقه اثار او انتیکې ټوټې د دولت په خزانه یا په شاهي صندوقخانه کې د پاچاهانو تر نظر لاندې ساتل کیدل.په ۱۲۹۷ ه ش کال کې د کابل موزیم د باغ بالا په ماڼۍ کې پرانیستل شو چې هغه وخت یې “عجایب خانه” باله. خو له هغه وروسته بیرته ارګ ته ولیږدول شو. 

په ۱۳۰۳ کې د کابل موزیم له باغ بالا څخه د شاهي ارګ دننه د (کوتي باغچې) ښکلې ودانۍ ته ولیږدول شو او شپږ کاله په دې ځای کې پاته شو. په سقوي اغتشاش کې دهغه زیاتره ارزښتمن اثار د خپلو او پردو په لاس کښیووتل او دغه اثار د اروپایي ذوقمندانو د کلکسیونونو او موزیمونو ښکلا او زینت شول. د۱۹۲۴ میلادي کال د نوامبر په ۱۵ نیټه چې ۱۳۰۳ لمریز کال د لړم له ۲۵ نیټې سره سمون خوري د افغانستان ملي موزیم له باغ بالا څخه ارګ ته ولیږدول شو او په ارګ کې  د شاه امان‌الله خان له خوا په رسمي توګه پرانیستل شو. 

د پرانیستلو په دې مراسمو کې دهغه وخت د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي او د پوهنې وزیر  فیض‌محمدخان هم  د تاریخي اثارو د ارزښت او ساتنې په اړه خبرې وکړې، دشاهي کورنۍ ځینو غړو او مهمو افغان شخصیتونو چې په دې مراسمو کې حاضر و، خپل مهم او ارزښتمن اثار موزیم ته ډالۍ کړل.

 ((د ۱۹۲۹ میلادي (۱۳۰۸ لمریز) کال په اغتشاشونو کې چې په نتیجه کې یې د شاه امان الله حکومت له منځه ولاړ، ملي موزیم هم چور شو او یوشمیر تاریخي مجسمې یې له منځه ولاړې، د نادرشاه په راتلو سره پاتې تاریخي اثار په ۱۹۳۱ میلادي (۱۳۱۰ لمریز) کال کې په اوسني ځای کې دکابل ښار په اته کیلو متري د دارالامان په  سیمه کې په یوه وداني کې ځای پر ځای شول. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو له تیري وروسته د افغانستان ملي موزیم بیرته د جمهوري ریاست ارګ ته ولیږدول شو، چې د لیږدولو په وخت کې یې ځینې اثار ویجاړ یا هم غلا شول. د ډاکټر نجیب الله په وخت کې بیرته دارالامان ته ولیږدول شو، دنجیب د حکومت تر له منځه تلو پورې دغه موزیم ته هیڅ ډول زیان ونه رسیده او ټول اثار یې خوندې پاته شول.

چې بیا دثور داتمې نیټې په پیښو کې موزیم ویجاړ او اثار یې پاکستان او له هغې لارې اروپاته قاچاق شول اود طالبانو په وخت کې هم یو شمیر پاتې مجسمې ویجاړې شوې. چې زموږ د بحث موضوع نه ده. ددې ترڅنګ چې موزیم زیاتره وخت په ارګ کې و د طلاتپې او ځینې نور مهم  اثار هم  وخت په وخت په ارګ کې ساتل شوي دي. ارګ ځینې وختونه نندارې ته  د افغانستان د تاریخي اثارو د وړاندې کولو او په سختو شرایطو کې د ملي موزیم او نورو تاریخي ارزښتمنو آثارو د خوندې کولو او ساتلو ځای هم و. ډاکټر نجیب الله د خپلې واکمني په وروستیو (۱۹۸۹) کې پریکړه وکړه چې د طلاتپې خزانه تر خپل مستقیم نظارت لاندې د افغانستان بانک په زیر خانه هغه ځای کې چې د هیواد د طلا ذخیره ساتل کیږي او یوازې یې د مملکت جمهور رئیس  د پرانیستلو واک لري، خوندې کړي.