اصلي پاڼه / چهارچنار ماڼۍ

دغه ماڼۍ د ارګ د کلا په جنوب لویدیځه برخه کې د کوټي باغچې او ارشیف د مخکېنۍ ودانۍ تر منځ، څلورو چنارونو ته مخامخ په درې پوړونو کې جوړه شوی ده. د چهار چنار ماڼۍ د جوړولو چارې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل او په ۲۰۱۰ م کې پایته ورسېدې. دغه ماڼۍ د چین د خلکو ولسي جمهوریت په مالي مرسته چینایي انجینرانوجوړه کړه.

چهارچنار ماڼۍ د کنفرانسونو او رسمي ناستو لپاره جوړه شوې. لومړی پوړ یې نسبتاً لوی دی چې د هر ډول کنفرانسونو او غونډو لپاره ترې استفاده  کېږي. د بېلګې په ډول د کابینې غونډې په همدې تالار کې جوړېږي. دغه راز د جمهوررئیس مطبوعاتي کنفرانسونه، د ملي پروژو د قراردادونو د لاسلیک مراسم، له خلکو، مسوولینو او حکومتي کارکوونکو سره د جمهوررئیس کتنې،د ملي او مذهبي ورځو جشنونه او نور مراسم په همدې ماڼۍ کې ترسره کېږي. دا ماڼۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د هغه وخت جمهوررئیس او په افغانستان کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر او د حکومت استازو پرانیسته.