اصلي پاڼه / ډبرینه ماڼۍ

دغه ماڼۍ د ارګ دکلا په منځ کې د ګلخاڼې ماڼۍ په ۲۵ مترۍ کې د ملي امنیت شورا د ودانۍ او د ارګ دشمال ختیځ برج تر منځ جوړه شوې. پخوا دغه ځای د دربار د اسونو کمند و، کله چې د اسونو کمند له دغه ځایه مرادخانۍ ته انتقال شو، نو د امیر د سلاکارانو او سکرترانو لپاره په کې خونې جوړې شوې، خووروسته بیا د څه وخت لپاره له دغو خونو د نظامي پرسونل لپاره کار اخيستل کېده او یو څه وخت هم شاهي پخلنځی و. د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د وسلو زېرمه هم همدلته وه، وروسته په دې ودانۍ کې نورې خونې هم جوړې شوې چې کارګران او خادمان په کې اوسېدل.

دغه ځای په بېلابېلو دورو کې د وخت اړتیاو ته په کتو د مختلفو موخو لپاره کارول شوی. د موقتې ادارې په لومړیو کې یې مخې ته کانتینري دفترونه جوړ شول چې د مطبوعاتو دفترونه، تشریفات او پروګرامونو او دغه راز د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د جمهوررئیس د ځینو سلاکارانو دفترونه په کې وو. د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا چې هغه مهال په بین المللي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار وو، کاري دفتر هم په همدې ځای کې وو 

دا ودانۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ۱۸۵۵ متره ځمکه باندې په عصري ډول جوړه شوه. په تېر حکومت کې دجمهوررئیس د دفتر د رئیس دفتر او د هغه اړوند دفترونه لکه د پروګرامونو ریاست، خدمات، پالیسي او مطبوعات هم په همدې ودانۍ کې وو. له ۱۳۹۳ کال راهیسې تراوسه د جمهوري ریاست د عالي مقام عمومي رئیس دفتر، د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د ځینو سلاکارانو دفترونه هم په دې ماڼۍ کې دي.