د افغانستان لوی ملي ائتلاف د موجودیت د اعلان په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د ملي یووالي حکومت د سیاسي ګوندونو، ائتلافونو او د مدني ټولنې د فعالانو د برنامو، وړاندیزونو او طرحو چې د هېواد د نافذه قوانینو او زموږ د خلکو له هیلو سره په مطابقت کې وي، هرکلی کوي.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې حکومت په بېلابېلو ملي او بین المللي موضوعاتو کې له سیاسي ګوندونو، جهادي او سیاسي شخصیتونو سره سلا مشورې کړي دي او د هېواد جمهوررئیس به په نږدې راتلونکي کې له هغوی سره د ملي مسائلو په هکله ناسته ولري.

د دغو سلا مشورو پر مهال تل په دې ټینګار شوی چې برنامه محوره ائتلافونه او سیاسي جریانونه د ملي برنامو د تحقق په لاره کې ګټور تمامېدلی شي.

حکومت په روانو شرایطو کې چې سوله او ټاکنې ورته د دوه ملي لومړیتوبونو په توګه قرار لري، د حکومت او د فعالو سیاسي جریانونو ترمنځ د ګډ بحث موضوع ته درناوی کوي او په دې باور دی چې د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګټورې طرحې او رغنده لیدلوري خلکو او حکومت   سره په دې برخو کې مرسته وکړي.

موږ د سیاسي پراختیا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار میدان کې مثبت رقابت ته اړتیا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړي او له دغه قضاوت څخه به ټول زده کړه وکړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0