ولس ته په خطاب کې د سولې په اړه د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

ولس ته په خطاب کې د سولې په اړه  د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو وطنوالو، محترمو خویندو او وروڼو!

موږ غواړو چې د سولې فرصت چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده، رامنځته کړو. دا هغه ارمان دی چې زموږ خلک ورته بې صبرانه منتظر دي، موږ نیت او کلکه اراده لرو چې د سولې بندې دروازې به خلاصوو. د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی.

موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو خو په تدبیر یې غواړو. تدبیرځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي. هغه اشتباه چې د شهید داوود خان په وخت کې وشوه دا وه چې د سیمې له سیاست څخه حکومت خبر نه و او د همدې بې خبرۍ په نتیجه کې د ثور د اوومې فاجعه رامنځته شوه، دا اشتباه باید بیا تکرار نشي.

هموطنان عزیز!

ما بخاطری به تدبیر تاکید می کنیم که از تجربه زمان داکتر نجیب الله آگاهی کامل داریم. ما همه می‌دانیم که به او چگونه فریب داده شد. ملل متحد به وی تضمین تامین صلح داده بود اما متاسفانه به فاجعه انجامید.

من بحیث يک مسئول و رهبر منتخب ۳۵ ميليون افغان از نقش فعلی منطقه و جهان آگاهی دارم و این را نیز میدانم که خطرها و تهدیدات احتمالی بعد از موافقه صلح کدام ها اند.

هر افغان صلح می خواهد، بر اساس همین خواست مردم، من از روز اول حکومت خود تا امروز برای برآورده شدن این خواست مقدس ملت کار کرده ام.

نباید فراموش کنیم که قربانیان جنگ افغان ها اند، بناً ابتکار صلح نیز باید بدست افغان ها باشد.

روانه جګړه کې افغانان هم په هوايي بریدونو کې وژل کېږي او هم په ځمکني جنګونو کې، هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د سنګین په څېر دردونکې پېښې بیا بیا تکرار شي.

هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې ځوانان یې د جنګ خوراک شي او یا پردیو هېوادونو کې سرګردانه او بي سرنوشته پراته وي.

 هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې د هېواد له نوم سره یې جنګ، فقر او بدبختي یاده شي او هیڅ افغان ته د منلو نه ده چې بهرني ځواکونه یې د اوږد مهال لپاره په هېواد کې مېشت وي.

هیچ افغان نمیخواهد در شفاخانه، در مکتب، در مسجد و پارک با انتحاری رو برو شود.

موږ کلکه اراده لرو چې د سولې په ټینګېدو سره به د تاریخ دا تور فصل چې څلوېښت کلن جنګ دی بدلوو او د پخلاینې، ابادۍ، ترقۍ او په خپلو پښو ولاړ افغانستان نوی فصل به پرانیزو.

خویندو او وروڼو!

موږ د ځینو هېوادونو د انزوا او د ځینو هېوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تېر کال په حمل کې د امریکا دولت ته وړاندې کړه. د دغې طرحې مثبت نتایج موږ نن هره ورځ ګورو.

د تروریزم د حامیانو له منزوي کېدو څخه تر اوربنده او بیا ملت ته د سولې د پلان د وړاندې کولو پورې دا ټول هغه ابتکارات او اقدامات دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ترسره شوي دي، چې د افغانستان د څلوېښت کلن بحران د ختمولو په لار کې سابقه نه‌لري.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د يوې دوه اړخېزې او نړیوالې پرېکړې په اساس دی.

 هيڅ افغان نه غواړي چې د دوی په خاوره کې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور د یو ضرورت په اساس دی او په دې ضرورت همېشه غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر د یو منظم پلان په اساس صفر ته راټیټ شي.

د پایدارې سولې د رامنځته کولو لپاره موږ واضح پلان او تګلاره لرو.

تعهد ما اين است که صلح را تامين میکنیم و جلو هر نوع فاجعه احتمالی و هم‌پاشی را میگیریم، اما ارزش های وجود دارند که غیر قابل بحث است، مثلا وحدت ملی، حاکمیت ملی، تمامیت ارضی، دولت مرکزی قوی و کارا و حقوق اساسی اتباع کشور.

اساسی ترین اصل برای ما، اصل غیر قابل انکار و غیر قابل سازش، منافع ملی کشور عزیز ما افغانستان است، و روابط ما با تمام شرکای بین المللی و منطقوی استوار برهمین اصل است.

ما باورمند هستیم که با تطبیق شدن پروسه صلح نقش نیروهای قهرمان امنیتی و دفاعی افغانستان در پاسداری از صلح و امنیت بوده و بیشتر خواهد شد. نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی ما برای کمک رسانی به آسیب دیدگان حوادث طبیعی بیشتر توجه خواهند کرد.

 تعهد ما به صلح یک تعهد بی ریا و سچه است، همانگونه که  تلاش های ما به هدف تامین صلح جریان دارد، برنامه های انکشافی ما نیز طوری تدوین یافته است که در وسط مدت ان شاالله به رفاه، آبادی و ترقی کشور خواهد انجامید.

تنها دولت قوی و کارا متضمن واقعی عزت هر افغان است، و ملت عظیم افغانستان روی این اصل اجماع مستحکم دارند.

غواړم په وضاحت سره ووایم چې  که د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وای د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وای او موږ به خپلې ملي انکشافي پروژې تطبیق کړې وای، نو طالبان دوه انتخابه لري، یا به د افغانستان عظیم ملت سره په یو غږ یو ځای کېږي او یا به د پردیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي. د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د جنګ دوام د قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده.

زه په طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي،  خپله افغاني اراده تمثیل کړي او د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وي افغانستان