جمهوررئیس غني : شهید سترجنرال عبدالرزاق له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و

جمهوررئیس غني : شهید سترجنرال عبدالرزاق له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوی کندهار مشرانو ته د کندهار د وروستۍ تروریستې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم د هوایي ډګر د څلور لارې او د کندهار پولیسو اکاډمي د نومولو او د نوموړي د مزار د جوړولو ډاډ ورکړ.

جمهور رئیس نن له غرمې مخکې د کندهار مشرانو سره په کتنه کې وویل، شهید سترجنرال عبدالرزاق یو شخص نه، بلکې یو بنسټ او له بین المللي همکارانو سره د همغږۍ غوره نمونه و. د  هغه د خدمتونو او مبارزې په درناوي د حامدکرزي بین المللي هوایي ډګر څلور لار او د کندهار د پولیسو اکاډمي د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي او د مزار د جوړولو چارې به یې هم ژر پیل شي.

محمد اشرف غني اړوندو ارګانونو ته د شهید ستر جنرال عبدالرازق د شهادت  پېښې د هر اړخیزې څېړنې لارښوونې ته په اشارې وویل، د جنګ او سیاست په ډګر کې مات شوی دښمن په بې اساسه اوازو زموږ د ملي یووالي او بین المللي مناسباتو د خرابولو هڅه کوي، مګر د میرویس نیکه او احمدشاه بابا لمسیان به هیڅ وخت  دښمن ته د نفاق خورولو اجازه ورنه کړي.

جمهور رئیس غني د کندهار ولسونو څخه د ولسي جرګې ټاکنو کې د پراخ ګډون او بریالي ترسره کېدو له امله مننه وکړه.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکرېزوال، په کندهار ولایت کې د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي مسعود اخندزاده او د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاالله حقبیان د جمهور رئیس غمشریکۍ څخه په مننې په لوی کندهار کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تشکیل، تمویل او تجهیز ته د پاملرنې او د ولسي جرګې ټاکنو په پایلو کې د هر ډول لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.