د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ فوق العاده غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ فوق العاده غونډه جوړه شوه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو. د غزني امنیتي مسوولانو په دغه ولایت کې د وروستیو تازه امنیتي تحولاتو په هکله جمهوررئیس ته راپور ورکړ وې ویل، په وروستیو عملیاتو کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي.

د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړه ورتوب قدرداني وکړه او د دغه ولایتونو لوړ پوړو امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په خاطر په ځانګړي ډول غزني کې زیاته هڅه وکړي.

د غزني، فراه او زابل امنیتي او دفاعي مسوولانو له جمهوررئیس څخه په دې خاطر چې دوی ته یې روحیه ورکړه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په بشپړې همغږۍ د خلکو د امنیت او ارامتیا په خاطر دښمن سره په مقابله کې لا زیاتې هڅې وکړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0