جمهوررئیس غني د دولتي بانکونو کارونه وارزول

جمهوررئیس غني د دولتي بانکونو کارونه وارزول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د جلا جلا غونډو پر مهال د پښتني بانک، ملي بانک او نوي کابلبانک کارونه وارزول.

په دغو غونډو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د یادو بانکونو رئیسانو د خپلو کارونو راپورونه جمهوررئیس غني ته وړاندې کړل او همداراز یې په دې بانکونو کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د راپورونو تر اورېدو وروسته وویل، د دولتي بانکونو د دقیق ظرفیت معلومولو لپاره یوې ټولیزې ارزونې ته اړتیا ده. هغه د یادو بانکونو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د دولتي بانکونو له جایدادونو څخه د مؤثرې استفادې او په دې بانکونو کې د ظرفیتونو لوړولو لپاره مشخصې طرحې ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

جمهوررئیس وویل، د حکومت اړوند بنسټونه تیار دي چې د بانکونو د جایدادونو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي او همداراز د بانکونو په ټپه ولاړه پانګونه کې د تحرک لپاره په مشخصو سکتورونو کې د پانګونې زمینه برابره کړي.