د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې  په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس  د معلولینو او شیهدانو ورثې څخه د ملاتړ ادارې او فوایدعامې وزارت تروریستي برید په اړه خپله ژوره خواخوږي وښوده او دا عمل یې غیر انساني او غیر اسلامي وباله او د یادې پېښې د شهیدانو روح ته یې د دعا ترڅنګ وویل، زموږ د دین او وطن دښمنان د انساني ضد اعمالو په ترسره کولو کې له هیڅ راز مکر او حیلې څخه دریغ نه کوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، سره له دې چې طالبانو د دې پېښې مسوولیت ونه مانه، خو د ملت پر وړاندې مسوول دي.  هغه د دې ډول بریدونو د مخنیوي په خاطر د کورنیو چارو او مالیې وزیران موظف کړل چې د نورو وزارتونو او دولتي ادارو په همکارۍ دې د ټولو دولتي بنسټونو د امنیت د ټېنګښت په موخه واضح پلان ترتیب او اجرا کړي.

دغه راز جمهوررئیس د جدي د شپږمې نیټې چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تيري سره سمون خوري یادونه وکړه او دا ورځ یې د محرومیت، فقر، د افغانانو د مهاجرت او د افغانستان د ملي، اسلامي  ارزښتونو او ټولو اساسي حقونو د لمنځه تللو پیلامه وبلله او څرګنده یې کړه، د څو لسېزو جنګ او محرومیت په تېرولو سره اوس تر ټولو زیات ملي یووالي او د بین المللي ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده .

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر  د قونسلي خدماتو د محصول قانون تصحیح شوی طرحه، د حقوقي روزنې ملي مرکز د اساسنامې طرحه، په عدلیې وزارت کې د وظایفو د تنظیم د مقررې طرحه، د ګمرکونو د کادر د تنظیم د مقررې طرحه، د ګمرکونو د قانون د شلمې مادې د لومړۍ فقرې د شپږم بند د زیاتولو طرحه چې له مخې یې د صنایعو او کانونو خونې رئیس د ګمرکي تعرفې د ټاکلو په موخه د تعرفې په کمېټه کې شاملېږي، د مخابراتي خدمتونو د محصول قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، د ملکي هوايي چلند د قانون د ۲۲ مادې د تعدیل طرحه او د اجسادو د راټولو او خپلوانو ته یې د سپارلو یا ښخولو د مقررې په ځینو مادو کې د تعدیل او زیاتولو طرحه، د کار اړوند د روغتیایي خسارې د جبران د مقررې اصلاح شوې طرحه، د روزنتونونو د مقررې اصلاح شوې طرحه، د مسلکي تعلیمي موسسو او ښوونځیو د تدریسي فني کادر د حقوقو او امتیازاتو د مقررې د دویمې او اتمې مادې د تعدیل طرحه او د ایونایز کوونکو وړانګو څخه د ساتنې مقرره غونډې ته وړاندې کړه.

د کابینې غونډې له هراړخیزو بحثونو او ارزونې وروسته، یادې طرحې په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د پړاونو د بشپړولو په موخه یې اقدام وکړي.

همداراز د عدلیې وزیر د مشارکتي ځنګلدارۍ د تنظیم مقرره غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل، دغه طرحه له تسوید وروسته د قوانینو کمیټې تائید کړې چې په عملي کولو سره به یې د ساتنې، احیاء، جوړولو، اصلاح، استفادې او د علمي، فني، تخنیکي او اقتصادي اساساتو څخه په کار اخیستنې سره د ځنګلدارۍ او د ځنګلدارۍ د ټولنو له ستونزو مخنیوی وشي.

د کابینې غونډې له هراړخیز بحث وروسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او ښارجوړولو او ځمکو وزیرانو ته دنده وسپارله چې د یادې طرحې په اړه د والیانو، ولسوالانو، مشرانو او متنفذینو مشورې او نظرونه واخلي او د موندنو په رڼا کې ورته یو ځل بیا کتنه وکړي او د نهایي تصمیم نېونې لپاره یې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب، د عدلیې وزیر د نباتاتو د ساتنې او قرنطین طرحه، په محبسونو کې د محبوسینو د سواد زده کړې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تائید شوه او د کابینې غونډې د عدلیې وزارت موظف کړ چې د محبوسینو د سواد زده کړې د مقررې طرحه دې د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو د معین د اصلاحي نظر سره سمه تصحیح او نهایي کړي.