د ولسي جرګې د رئیس په توګه د ميررحمان رحماني د ټاکلو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې د رئیس په توګه د پروان ولایت د خلکو استازي میررحمان رحماني د ټاکنې په خاطر مبارکي وايي او نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د افغان ولس د خدمت هیله کوي. 

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې غړو ته چې د دې بنسټ د نوي رئیس په ټاکلو کې يې فعاله ونډه لرله او د ولسواکۍ اصل یې نندارې ته وړاندې کړ، د بریا هیله وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل، هیله لرم د هیواد درې ګونې قواوې د اساسي قانون په رڼاکې او یوه بل سره د همکارۍ په روحیه، خلکو  ته د خدمت او د هیواد د پرمختګ په برخه کې  لا زیاتې هڅې وکړي.