په هلمند کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو او وحشتونو په دوام، نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بزګر جشن پر مراسمو د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستان چې د وګړو د خوښۍ، روښانه راتلونکي او پرمختګ دښمنان دي، د وېرې او وحشت خورولو لپاره تل پر ملکي تاسیساتو، غونډو، مناسبتونو او عامه ځایونو بریدونه کوي او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو ترڅنګ دشهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او مسوولینو ته یې د شهیدانو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.