د ښاري پراختیا عالي شورا د مسکن پالیسي تصویب کړه

د ښاري پراختیا عالي شورا د مسکن پالیسي تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مسکن پر پالیسۍ،دولتي ځمکې او املاکو څخه د موثره استفادې د طرزالعمل، د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو د ساختماني زون بندیو د پالیسۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مسکن ملي برنامې رئیس سیداحمد پوپل د مسکن پالیسي غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل، دا پالیسي د اساسي قانون د ۱۴ مادې پر بنسټ ترتیب شوې چې وطنوالوته د مناسب مسکن د حق ورکولو لپاره د شرایطو ایجاد، د ملي اقتصاد د ودې پر ماشین د مسکن سکتور بدلول، د مسکن د تولید او عرضې په برخه کې دکارموندنې زیاتوالی او د مسکن پروژو د جوړولو او تمویل په خاطر دولتي ځمکې او املاکو څخه استفاده یې عمده موخېدي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده پالیسي تصویب کړه؛ جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، دا پالیسي لازیاتو توضیحاتو ته اړتیا لري، ترڅو د ذیدخلو او ذینفعو افرادو او بنسټونو ترمنځ ګډ پوهاوی رامنځته او د تطبیقي پلان زمینه هم برابره شي. هغه د ځمکو او ښارجوړولو وزارت ته د ګډ سیمینار جوړولوچې د دې برخې متخصصین او په ځانګړي ډول ښاروالان هم په کې حضور ولري، لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس د ډیزاین پر معیاري کولو او پوهنتونو کې د ودانیو د ډیزاین او طراحۍ په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په دې برخه کې دې عجالتاً د باور وړ کمپنیو څخه استفاده وشي.

وروسته د ځمکو او ښارجوړولو وزارت مسوولینو دولتي ځمکې او املاکو څخه د موثره استفادې طرزالعمل او په ۷ ولایتونو کې د ۲۱ نمونه یي پروژو په ګډون د مالي پانګونې بسته غونډې ته وړاندې کړه.

د دوې په وینا د سوداګریزو مرکزونو، مسکن، پر دولتي املاکو د عمومي کرنیزو خدمتونو او کرنیزو صنایعو، د اجارې له لارې له دولتي املاکو څخه موثره استفاده، کرایه، عامه او خصوصي مشارکت او د قانون د احکامو مطابق د هغې پلور، له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې دولتي املاکو ته د لاسرسي لپاره د ساده او شفاف میکانیزم ایجاد او دولتي املاکو څخه د موثرې استفادې له لارې دعامه تاسیساتو تمویل او لګښت په خاطر د خصوصي پانګونې تشویق او جلب  د دې طرز العمل اهداف دي.

د غونډې غړو له هراړخیزو بحثونو وروسته له دولتي ځمکې او املاکو څخه د موثرې استفادې طرزالعمل په پرنسیب کې تصویب کړ او جمهوررئیس د ځمکې او ښار جوړولو وزارت مسوولینو څخه په مننې وویل، په یاد طرزالعمل کې د داوطلۍ پړاونه باید واضح شي ترڅو د ګټو د تضاد مخنیوی وشي، دغه راز دې په قراردادونو کې د فسخې شرایط او په دغه طرزالعمل کې د دولتي املاکود ساتنې او مراقبت مسوولیت هم شامل شي.

جمهوررئیس غني د ۲۱ نمونه يي پروژو په برخه کې وویل، په دغوپروژو کې ذکر شوي مالي ارقام مبهم دي او د ځمکو او ښار جوړولو وزارت ته یېلارښوونه وکړه چې یو کاري تخنیکي ګروپ دې ایجاد کړي او د صنعت او تجارت وزیر اجمل احمدي، د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي او د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس الهام عمر هوتکي او د مرکزي احصائیې رئیس جاوید رسولي سره دې په ګډه پر یادو پروژو کار وکړي.

په پای کې د اداري کمپلکس رئیس ډاکټر احمد شکیب رافعي، د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو ساختماني زون بندۍ پالیسي غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دغه پالیسي د هر ولایت او ولسوالۍاقلیمي او جغرافیایي شرایطو ته په پام ترتیب شوې ده. هغه وړاندیز وکړ چې دغه تحقیق دې د یوعملي او معتبر بین المللي بنسټ له خوا تائید شي، جوړې شوې تیپک نقشې دې په هېواد کې د دغه ساختماني زون بندۍ پر بنسټ جوړې او اجرا شي او د هېواد د ساختماني زون بندۍ پالیسي دېد مطرح شویو وړاندیزونو پر بنسټ کابینې ته له وړاندې کېدو وروسته، اجرا شي.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ساختماني زون بندۍ د پالیسۍ په اړه د ځمکو او ښار جوړولو وزارت وړاندیزونه تائید کړل.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د ساختماني زون بندۍ پالیسي یو جامع تطبیقي پلان ته اړتیااو تیپک نقشې خپلې ګټې او زیانونه لري، خو غوره ده چې په تطبیق کې یې ټول اړخونه په پام کې ونیول شي.  دغه راز یې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د دولتي ودانیو او ساختمانونو د تهیې او ثبت  پر ډیتابېس هم کار وکړي.