د مشرانو جرګې د مشرتابه او اداري پلاوي د ټاکلو په اړه د جمهوررئیس غني د مبارکۍ پیغام

ښاغلي فضل هادي مسلمیار ته بیاځلي د مشرانو جرګې د رئیس په توګه د ټاکل کېدو، د یادې جرګې اداري پلاوي او د کمېسیونونو مشرانو ته د مبارکۍ تر څنګ دوی ته په ورسپارل شویو چارو کې د لا ډېرو بریالیتوبونو هیله کوم.

د مشرانو جرګې له ټولو سناتورانو څخه د یادې جرګې د مشرتابه او اداري پلاوي د ټاکلو لپاره پر وخت د ټاکنو او اقدام له امله مننه کوم او خدای تعالی دې وکړي چې د مشرانو جرګې د مشرتابه په ګډون ټول سناتوران او د ولس معزز استازي هیواد او ولس ته د لا ډېر خدمت مصدر وګرځي.

د مقننه، قضایه او اجرائیه قواوو ترمنځ همغږي یو مهم اصل دی او موږ پرې عقیده لرو. د ښاغلي فضل هادي مسلمیار په ګډون د مشرانو جرګې سناتورانو په شپاړسمه تقنیني دوره کې ښه همغږي او همکاري رامنځته کړې وه او باور دی چې د هیواد په ملي مسایلو کې به د لا ښې همکارۍ او همغږۍ لپاره دا ځل تر پخوا هم زیاته توجه وکړي.

زه د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه ټولو قواوو ته یو شان درناوی لرم او ماته ولسي او مشرانو جرګه دواړه یو ډول ارزښت لري او د هېواد د مهمو ملي مسئلو په اړه به د تېر په څېر له دواړو جرګو سره وخت پر وخت مشورې کووم.

زموږ خلک د افغانستان د سیاسي قشر اتحاد غواړي له دې امله له بل هر وخت څخه زیات باید اوس افغانان په خپلو کې لا یو موټی شي. د ولس استازي باید په راتلونکو پنځه کلونوکې د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګښت لپاره لا ډیر کار وکړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس