د علومو اکاډیمي غړې، لیکواله او ژورنالیسته غوټۍ خاورې د مړینې له کبله د جمهوررئیس غني پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د علومو اکاډیمي غړې، لیکواله او ژورنالیسته غوټۍ خاورې د ورپیښې ناورغۍ له کبله په حق ورسېده.

انا لله و انا الیه راجعون

 غوټۍ خاورې د راډیو افغانستان د ویاندې، د ادبیاتو د محققې، د ولسي ادب د ټولوونکې،  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون د کمشنرې او د افغانستان د علومو اکاډیمي د علمي غړې په حیث د هیواد خدمت وکړ. د دې مړینه لویه ضایعه ده.

 د غوټۍ خاورې د وفات په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډیمي کې د هغې همکارانو او د هیواد فرهنګیانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي. آمین یا رب العالمین

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس، محمد اشرف غني