د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په اړه د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کوي

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ، د دخیلو لوریو ترمنځ د سولې توافقنامې د تضمین او د سولې له توافق وروسته د برنامو تطبیق کې د همکارۍ په اړه  د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د اروپایي ټولنې د اصولي دریځ ، د اساسي قانون د ارزښتونو او د افغانستان د حکومت او خلکو د لاسته راوړنو د تائید د هرکلي ترڅنګ پایداره سولې ته د افغانستان د رسېدو او په هیواد کې د جنګ د ختمېدو لپاره یاده اعلامیه مهمه بولي او زیاتوي اروپایي ټولنه په بېلابېلو هیوادونو کې د سولې موافقتنامو د تضمین بریالۍ تجربې لري.

اروپایي ټولنې په دې اعلامیه کې د سولې پروسه کې د ټولو د شاملولو، د امنیتي سکتور په ګډون پر اصلاحاتو، د دخیلو لوریو د غوښتنې په صورت کې د سولې توافقنامې د تضمین، د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د مجدد ادغام، د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال د ودې په برخو کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.