جمهوررئیس غني: د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه او د دولت مسوولیت دی

جمهوررئیس غني: د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه او د دولت مسوولیت دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د عیدګاه جامع جومات پرانیست او د جمعې لمونځ یې هم په  کې ادا کړ.

جمهوررئیس غني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال ټولو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو ته د عیدګاه تاریخي جومات چې د خپلواکۍ ملي اتل ترې د هیواد ازادي اعلان کړې وه، د پرانیستې مبارکي وویله.

جمهوررئیس غني وویل، د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه ده او د اسلامي هیواد په توګه جوماتونو ته توجه سلیقوي او انتخاب نه، بلکې  د دولت مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، دا د دولت، ملت او اسلامي ټولنې طبیعي او زنځیري اړیکه ده او راتلونکي مسوولین باید ورته لا زیاته توجه وکړي.

د هیواد جمهوررئیس له هغو ټولو کسانو څخه چې د دې تاریخي جومات د بیارغاونې په برخه کې یې زحمتونه اېستلي په مننې اړوندو مسوولینو ته د هغوی د تقدیرولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان د دښمنانو له لوري په تروریستي پېښه کې د عیدګاه جومات له تخریب وروسته  زما ټینګه اراده دا وه چې په اساسي توګه جوړ او  راتلونکو نسلونو ته یوه هدیه وي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، له بالاحصار نیولې تر جشن سیمې پورې تاریخي سیمه به اساسي ورغاول شي. د پلازمېنې په توګه به کابل ښار د هر اړخیزو امکاناتو لرونکی وي او جوماتونه به یې داسې جوړ شي چې راتلونکي نسلونه ورباندې وویاړي.

جمهوررئیس له ټولو انجنیرانو څخه وغوښتل چې د سیالۍ په توګه د جوماتونو داسې نقشې ترتیب او وړاندې کړي  چې د  استحکام ترڅنګ زموږ د لوی تمدن ښکلا ولري او استازیتوب یې وکړي. هغه له علماو څخه وغوښتل چې د جوماتونو ساتنې او پالنې ته خلک وهڅوي او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ته یې د عیدګاه جومات د لا ښې پالنې لپاره د تشکیل د وړاندیز لارښوونه وکړه.

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سرپرست انجنیر عبدالسمیع ستانکزي وویل، د جمهوررئیس په لارښوونه د عیدګاه جومات د بیارغاونې چارې د تېر کال د کب په میاشت کې پیل شوې. هغه زیاته کړه، د عیدګاه جومات د بیارغاونې چارې د ۶۱ میلیون افغانیو او د انګړ او شنې ساحې چارې یې د اسلامي مهندسي د سبک ډیزاین مطابق د څلوېښت میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

ښاغلي ستانکزي وویل، د عیدګاه جومات د بیا رغاونې چارې له ټاکلې مودې پنځه میاشتې دمخه په همغه لومړني او طبیعي ډول په اساسي توګه بشپړې شوې.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د دغه تاریخي جومات د باکیفیته بیارغاونې د مبارکي پرمهال وویل، جمهوررئیس د دې جومات په بیا رغاونې سره د افغانستان د تاریخي، معنوي  او د  استقلال  لوړ ارزښت د بیا رغاونې کار بشپړ کړ.

ښاغلي منیب وویل، لمونځ کوونکي به د جومات د پارک له ښکلا خوند واخلي او د هیواد د ملي خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د خپلواکۍ غږ به یې چې له همدې ځایه یې پورته کړی وو، په زړه او ذهن کې انګازې وکړي.

نوموړي وویل، د افغانستان حکومت د جمهوررئیس په پاملرنه او لارښوونه د امامت درې نیم زره بستونه چې اجیران وو، رسمي ماموریت ته لوړ کړل. چې له دې سره د امامانو معاشونه له درې نیم او څلور زره څخه تر دولس او پنځلس زره افغانیو پورې لوړ شول. د دې ترڅنګ  اوه سوه رسمي او درې سوه بالمقطع بستونه یې راکړل او په دې وروستیو کې جمهوررئیس یو زر رسمي بستونه اضافه کړل.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، پخوا د جوماتونو لپاره انکشافي بودجه له یو میلیون ډالرو څخه اضافه نه وه او نه هم هر کال دوامداره وه، مګر جمهوررئیس غني په لومړي ځل دا بودجه درې میلیونه ډالرو او د کال په منځ کې لس میلیون ډالرو ته لوړه کړه.

هغه زیاته کړه، د جوماتونو ترمیم ته پخوا هیڅ بودجه نه وه، مګر جمهوررئیس د لومړي ځل لپاره د جوماتونو ترمیم ته دوه سوه میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړه.  هغه زیاته کړه، د جمهوررئیس غني له لوري د جوماتونو ترمیم، جوړولو او تجهیز ته پاملرنه د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده.

عبدالحکیم منیب وویل، سږکال جمهوررئیس د عملیاتي واحد له لارې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶ جوماتونه جوړوي چې په هر جومات پنځه سوه زره ډالر لګښت راځي. هغه زیاته کړه، پخوا به ویل کېدل چې ډونران د جوماتونو جوړولو ته بودجه نه ورکوي، مګر جمهوررئیس غني په داسې حال کې له داخلي بودجې څخه جوماتونه تمویل، تجهیز او ترمیم کړل چې ډونران تللي او بانکونه خالي وو.