په کابل ښار کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د ثبات او پرمختګ دښمنانو په کابل ښار  کې د محصلینو پر موټر د تروریستي برید په ترسره کولو سره  زموږ یو هېوادوال شهید او یو شمېر نور ټپیان کړي دي.

جمهوررئیس غني د دغه برید د سخت غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان پر جوماتونو، تاسیساتو، علمي مرکزونو او عامو وګړو د بریدونو په ترسره کولو او د وېرې، نهیلي او وحشت خورولو له لارې د هیواد پر روښانه راتلونکي، ثبات او پرمختګ زموږ د خلکو باور نشي کمزوری کولی.

جمهوررئیس مسوولینو ته د پېښې د عاملینو د نیولو د لارښوونې ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي،شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت  او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.