په جلال اباد ښار کې د نننۍ تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د دښمنانو او فتنه ګرو دغه جنایت په سختو ټکو غندي چې، نن سهار یې د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماین د چاودنې له امله زموږ یو هیوادوال  شهید او یو شمېر نور ټپیان کړل.

وحشي تروریستان به د دغه ډول بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره نه خپله ماته پټه کړای شي او نه به هم په روښانه راتلونکي زموږ د خلکو باور او ټینګه اراده کمزورې کړي، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هیواد په هر ګوټ کې هغوی پیدااو له منځه یوسي.

جمهوررئیس غني اړوندو ارګانونو ته د یادې پیښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ مسوولینو ته د ټپیانو د سالمې درملنې لارښوونه کړې.