د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کرومایتو د صنعت، د ډبرو سکرو سکتور د ستراتېژۍ د اصلاح او په افغانستان کې د سیمنټو د توليدي کارخانو د جوړولو په اړه د بحث په خاطر د اقتصاد عالي شورا ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د یادو مواردو په اړه خپل معلومات له مشخصو وړاندیزونو سره په جلا ډول غونډې ته وړاندې کړل.
هغوی د کرومایتو د کانونو په اړه وویل، د افغانستان د کرومایتو کانونه یو میلیون ټنه اټکل شوي چې زیات یې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې دي چې په ځینو سیمو کې یې غېرمسوول کسان یا وسلهوال مخالفین له کېندنو وروسته په قاچاقي ډول بهر ته وړي، خو د افغانستان حکومت د هغو د استخراج او انکشاف په خاطر یواځې اووه قراردادونه کړي دي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولينو په هغو ولایتونو کې چې د کرومایتو کانونود سروې او انکشاف په اړه سروې نه ده شوې، په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د کرومایتو په برخه کې د پانګونې لپاره د دوو سترو پروژو د پیلولو، د موجوده قراردادونو د ارزولو او د هغو د قاچاق د مخنيوي په اړه خپل وړانديزونه غونډې ته وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د کرومایتو د قاچاق د مخنيوي غوره اقدام په داخل کې د هغود خریدارۍ د مرکزونو جوړول دي.
هغه د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ته لارښونه وکړه چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ دې په دې اړه په هېواد کې د اوسپنې ويلي کولو له فابریکو سره خبرې وکړي، ترڅو په هېوادکې دننه د کرومایتو د پروسس لپاره زمینه برابره شي.
همدارنګه جمهوررئیس وویل د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایتو د قاچاق د مخنیوي په خاطر دې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د استازو په حضور کې د ملي امنیت شورا یوه غونډه جوړه شي. هغه زیاته کړه د امنیه قومندانانو په دستورالعمل کې دې د قاچاق مخنیوی هم زیات شي.
جمهوررئیس غني د کانونو او پټرولیم وزارت له مسوولینو وغوښتل، د کانونو د استخراج په خاطر دې د جیولوژي سروې او برېښنا ته د هغوی د اړتیا په اړه خپل واضح وړاندېزونه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.
وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د ډبرو سکرو سکتور د ستراتېژۍ د اصلاح په اړه غونډې ته معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان د ډبرو سکاره یو میلیارد متریک ټنه اټکل شوي او په دې برخه کې د خصوصي سکتور سره ۱۸ قراردادیان شوي چې له هغې ډلې یې ۱۲ قراردادونه په عادي ډول فعالیت کوي.
هغوی د ډبرو سکرو سکتور د مقرراتو د تنظیم او د پانګونې په خاطر د پانګوالو د هڅولو لپاره په لنډه موده کې د زېرمو د تثبیبت لپاره خپل وړاندېزونه غونډې ته وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د یادو وړاندېزونود هرکلي ترڅنګ وویل، د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس د پوهې د تولید په برخه کې دې لا زیات کار وشي او په قانون کې دې رویالیټي پیشبیني شي.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په هېواد کې د سیمنټو د توليدي کارخانو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو له هراړخیزو بحثونو وروسته په ټینګار وویل، د سیمنټو له واردوونکي هېواد څخه د سیمنټو پر تولیدونکي او صاردونکي هېواد د افغانستان د بدلولو لپاره باید واضح لار نقشه جوړه او د یادې نقشې د جوړولو په خاطر خپلې اړتیاوې مطرح کړئ.