د غور د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر سرپرست عبدالصمد امیري د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې د خپلو بشري ضد جنایتونو په دوام د غور د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر سرپرست عبدالصمد امیري د کابل-غور لویې لارې په اوږدو کې له ځانه سره یووړ او وروسته یې په شهادت ورساوه.

د عبدالصمد امیري په شهادت رسول چې کلونه یې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د دفاع او تامین په برخه کې فعالیت کړی، دا په ډاګه کوي چې د طالبانو ډله په هیڅ عنوان د بشري حقونو پر ارزښتونو باوري نه ده.

د هیواد جمهوررئیس د عبدالصمد امیري کورنۍ او همکارانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د څرنګوالي د ارزونې لارښوونه کوي.