په جلال اباد ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه پر معترضینو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو نن په جلال اباد ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه د معترضینو پر یوې سوله‌ییزې ناستې تروریستي برید کړی چې د دغه جنایت په پایله کې زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

تروریستان د سوله‌ییزو اعتراضونو او ناستو د ځپلو له لارې په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د ولسواکۍ بهیر ټکنی او ولسونه له هغې لارې څخه چې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره یې غوره کړې ده، منحرف کړي.

د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو تر څنګ په دې برید ژوره خواشینۍ څرګنده کړه، وې ویل، سوله‌ییز اعتراضونه او ناستې د خلکو قانوني حق او د ډموکراسۍ اصل دی چې خلک او سیاسیون له دغسې مشروع لارو خپلې غوښتنې او مسائل مطرح کوي، په دوی برید په ډموکراسۍ او د بیان پر آزادۍ برید دی.

د هېواد جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې پېښه وڅیړي او د پېښې ټپیانو سره په ټول توان بیړنۍ مرستې وکړي. هغه د شهیدانو کورنیو او خواخوږو ته د تسلیت مراتب څرګندوي او د خدای تعالی (ج) په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0